Newsletter
Email:

Poll: نظر پوښتنه

د ملي یووالي حکومت له یو کلن کاره څومره راضي یاست؟
Home | لوبې | د فیفا مالي مرستندویانو اندېښنې راپورته شوې

د فیفا مالي مرستندویانو اندېښنې راپورته شوې

Font size: Decrease font Enlarge font
image

د امریکا متحدو ایالتونو لخوا د فوټبال نړیوالې شورا پر لوړ پوړو چارواکو د فساد له تورونو لګېدو وروسته د دغې ادارې مالي ملاتړ کونکو ( ژورې اندېښنې ) څرګندې کړې دي

کوکا کولا ویلي، چې پر نړیوال جام د ( اوږده جنجال ) له کبله ( داغ ) پورې شوی دی .

د ۱۴ نیول شویو کسانو په ډله کې د چهار شنبې په ورځ زیوریچ کې د فیفا اووه لوړپوړي چارواکي هم نیول شوي وو.

د دغې ادارې اروپايي څانګه ( یو ایف اې اي) به په دې اړه د پرېکړې لپاره غونډه وکړي، چې د جمعې په ورځ د شورا مشرتابه ټاکنو کې برخه واخلي که نه.

فیفا د چهارشنبې په ورځ پر هغو ۱۱ کسانو د فوټبال اړوند فعالیتونو بندیزو ولګاوه، چې امریکايي محاکمه کې ښکېل دي.

خو فیفا وايي د جمعې ورځې رایې کاروونه به دوام وکړي، چې پکې به د فیفا اوسنی مشر سیف بلاټر د پنځم ځل لپاره کاندید وي.

ښاغلي بلاټر چې نوم یې هغو کسانو کې شامل نه دی، چې امریکا کې ورنه تحقیق کېږي، د امریکايي څېړنو په هکله ویلي ( فوټبال کې دغه ډول بې لارې ته ځای نه شته او موږ به ثابته کړو، چې په دغه چار کې ککړ کسان به له لوبې بهر کړو(

بل لور ته پر فیفا د فساد تورنو له لګېدو وروسته د اډیډاس، کوکاکولا، ویزا، سوني، ګازپروم او هونډايي/ کیا په شمول د فیفا له مهمو مالي مرستندویانو غوښتنې په ډېرېدو دي، چې پر فیفا فشار ډېر کړي.

د سویټزرلنډ څارنوالانو د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کلونو نړیوال جام سیالیو کوربتوب ورکولو بهیر څېرنې لپاره ځانکړی تحقیق پیل کړی دی.

د چهارشنبې په ورځ د سویـټزرلنډ په زیوریچ ښار کې پولیسو د فوټبال نړیوالې شورا فیفا مشرتابه یو شمېر غړي ونیول، چې متحدو ایالتونو کې یې د فساد تورونو لړ کې وړاندې کړي.

دغو تورونو په اړه ويل کېږي، چې د تېرو شلو کلونو مودې کې د نړیوال جام سیالیو ځای ټاکنې او د خپرولو حقونو لړ کې د پراخو ټګیو برګیو اړوند دي.

 

  • Email to a friend Email to a friend
  • Print version Print version
  • Plain text Plain text

Tagged as:

No tags for this article