home

په هندوستان کې د راتلونکي اوړي ګرمیو ته چمتوالی نیول کیږي.

د هند هېواد داسې پلانونه طرحه کړي چې د هند په دوو خورا گرمو سیمو کې چې هر کال د سختې کرمۍ له څپو سره مخامخ دي، خلک د گرمې هوا له اثرونو څخه وژغوري. ... Full story

سید احمد ګیلاني د سولې عالی شورا نوی مشر وټاکل شو

د افغانستان د سولې په عالي شورا کې یوې سرچینې رسنیو وویل چې افغان ولسمشر پیر سید احمد ګیلاني د سولې عالي شورا د مشر په توګه ټاکلی دی. سرچینه وایي چې محمدکریم خلیلي، حاجي دین محمد او حبیبې سرابي په ګډون شپږ تنه د یادې شورا د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي. ... Full story

د ګووګل ژباړن ته پښتو هم ور زیاته شوه.

ګووګل د پښتو په ګډون د ١٣ نوو ژبو د ژباړې خدمتونه ګووګل ژباړن ته ور زيات کړي دي. په دغو ۱۳ نويو ژبو کې کوردي، سندي او ځينې نورې ژبې هم شاملې دي. ګووګل ژباړن ټولې ۱۰۳ ژبې لري چې يوه يې هم پښتو ده. اوس به د دې کاروونکي کولای شي چي ... Full story

په امریکا کې د واورې له امله بېړنی حالت اعلان شوی

په متحده ایالتونو کې د بېړني حالت اعلانېدو سره هممهاله، توپان پیل شوی دی چې اټکل کېږي د واورې او باران نوی ریکارډ به جوړ کړي. د ختیځې امریکا په وخت د جعمې په ورځ له غرمې وروسته د باران د پیل په لومړیو ساعتونو کې، د دې توپان په پېښو کې ۸ کسان مړه شوي دي. ... Full story

کابل او یو شمېر ولایتونه زلزلې ولړزول.

د افغانستان د پلازمېنې کابل په شمول یو شمېر ولایتونه نسبتاً زورورې زلزلې ولړزول. د امریکا د متحدو ایالتونو د زلزلې پېژندنې د ادارې راپور وایي چې د دې زلزلې مرکز، چې شدت یې د ریښتر په حساب ۵ اعشاریه ۶ درجې و، تر مځکې ۲۴۲ کیلومټره او ۹۰۰ متره لاندې و. ... Full story

افغان ولسمشر د څلورو ولایتونو له مشرانو سره د لیدنې لپاره ننګرهار ولایت ته تللی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د څلور ختیځو ولایتونو د مشرانو دیني عالمانو او مخورو سره د خبرو لپاره نن د ننګرهار ولایت مرکز د جلال اباد ښارته تللی دی. جمهوررئیس غني به لومړی د دغو ولایتونو له مشرانو سره جلا جلا غونډې وکړي او بیا به په یوه ګډه غونډه کې هم ددغو مشرانو سره خبرې وکړي. ... Full story

په افغانستان کې یوې پیاوړې زلزلې لسګونه کورونه زیانمن کړل.

د تېرې شنبې په شپه یو ځل بیا د افغانستان ځينې سيمې يوې پياوړې زلزلې ولړزولې. زلزله د ریښتر په کچه شپږ اعشاريه درې درجې او مرکز يې د بدخشان فيض آباد ښار و. ... Full story

کابل کې د ''ريکا'' غونډه

د ریکا دغه ورځنۍ غونډه چې نن پنجشنبه پيل شوه تر ډېره پر اقتصادي مسايلو څرخېږي. د افغانستان د بهرنيو چارو مرستيال حکمت خليل کرزي د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو کنفرانس ريکا پرانستې وينا کې وويل: ترانزيت کولای شي د سيمې هېوادونه سره ونښلوي. ... Full story

اورپا ته په زرګونو مهاجرین تللي.

د مهاجرینو نړیوال سازمان وايي چې سږکال تر ٣٥٠ زرو ډیرو کسانو اروپا ته ځانونه رسولي دي. د مهاجرینو دغه سازمان ویلي دي چې دغه مهاجرین د منځني ختیځ او افریقا د د نیستمنو او جگړه ځپلو هیوادونو نه راوتلي دي ترڅو د ښه ژوند لپاره اروپا ته ځانونه ورسوي. ... Full story

له فساد سره د مبارزې لپاره د جهاد پیلول اړین دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د فساد ضد مبارزې د علماوو ناستې ته وویل، له فساد سره د مبارزې لپاره د جهاد' پیلول اړین دي. نوموړي وویل، د افغانستان خلک اړ شوي چې د خپلو دولتي چارو لپاره څو میلیارد ډالر باج ورکړي. ولسمشر غني وویل، په افغانستان کې خلک او علماء فاسد نه دي، بلکې ''ځینې چارواکي او قاچاقبر دي چې افغانان یې بدنام کړي دي.'' ... Full story

1 2 3 next total: 28 | displaying: 1 - 10

Log in

  1. محور ورځپاڼه: په ننګرهار کې د اختطافونو پټې دوسیې (5.00)

  2. د کرزي او ملي اجماع سرنوشت - ډاکټر طوفان وزیري (5.00)

  3. غزني او د افغانستان په تاریخ کي د هغه درې ځانګړني (5.00)

  4. نور اې. اين. پي نه غواړو! / ليکوال: عقيل يوسفزى/ژباړه ذبیح شفق (5.00)

  5. په ننګرهار کې د انحصاري واک سیالي / صمیم سمسور (5.00)