headline

په هندوستان کې د راتلونکي اوړي ګرمیو ته چمتوالی نیول کیږي.

د هند هېواد داسې پلانونه طرحه کړي چې د هند په دوو خورا گرمو سیمو کې چې هر کال د سختې کرمۍ له څپو سره مخامخ دي، خلک د گرمې هوا له اثرونو څخه وژغوري. ... Full story

سید احمد ګیلاني د سولې عالی شورا نوی مشر وټاکل شو

د افغانستان د سولې په عالي شورا کې یوې سرچینې رسنیو وویل چې افغان ولسمشر پیر سید احمد ګیلاني د سولې عالي شورا د مشر په توګه ټاکلی دی. سرچینه وایي چې محمدکریم خلیلي، حاجي دین محمد او حبیبې سرابي په ګډون شپږ تنه د یادې شورا د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي. ... Full story

د ګووګل ژباړن ته پښتو هم ور زیاته شوه.

ګووګل د پښتو په ګډون د ١٣ نوو ژبو د ژباړې خدمتونه ګووګل ژباړن ته ور زيات کړي دي. په دغو ۱۳ نويو ژبو کې کوردي، سندي او ځينې نورې ژبې هم شاملې دي. ګووګل ژباړن ټولې ۱۰۳ ژبې لري چې يوه يې هم پښتو ده. اوس به د دې کاروونکي کولای شي چي ... Full story

بغلان ولایت ته تازه دمي ځواکونه تللي دي.

د بغلان والي عبدالستار بارز رسنیو ته ویلي، دغه شمالي ولایت ته له طالبانو سره د جګړې لپاره ځانګړي ځواکونه استول شوي دي. ښاغلی بارز وايي، بغلان ته د نورو ځواکونو په رسېدو به د دې ولایت وضعیت ژر بدل شي. ... Full story

افغان حکومت او طالبان مخامخ خبرې کوي.

د افغانستان د بهرینو چارو وزارت وایي: ډېر ژر به د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې وشي. د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د درېیمې څلور اړخیزې غونډې په پای کې یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي دي چې د اسلام اباد په خبرو کې هوکړه شوې چې د افغان حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ به د روانې عیسوي میاشتې تر پایه مخامخ خبرې پیل شي. ... Full story

ټایوان کې زلزله شوې، لسګونه کسان یې وژلي.

په ټایوان کې یوې زلزلې یو شمېر ودانۍ ورانې کړي او لږ تر لږه ۱۱ کسان یې وژلي دي. زلزله د ټایوان په لودیځ کې د ټینان په ښار کې شوې ده. چارواکي وایي چې په لسگونو تنه لا د نړیدلو ودانیو لاندې ګېر پاتې دي چې شاید د مړو شمېر لوړ شي. ... Full story

د نغلو د برښنا بند تولید ۱۰۰میګاواټو ته لوړیږي.

د افغانستان د برښنا شرکت وايي، دوی په پام کې لري چې د یو کال په موده کې د کابل ـ ننګرهار پر لار پروت د نغلو د برښنا بند د تولید ظرفیت ۱۰۰ ميګاواټو ته لوړ کړي. د برښنا شرکت د راپور پر بنسټ دغه شرکت د نغلو برښنا بند د بیارغولو پروژې له پاره، د " Inter-rao" له نړیوالې معتبرې روسي کمپنۍ سره، د ۶،۶ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ. ... Full story

سختو واورو د غور د نهو ولسوالیو لارې بندې کړې دي.

د غور ولایت د بیړنیو پېښو د کمیټې رییس حمیدالله دادفر رسنیو ته وویل، چې په دې ورستیو څو ورځو کې د واورو وریدو له امله د غور د ۹ ولسوالیو لارې له مرکز سره، او د غور – کابل لویه لاره تړل شوې ده. ... Full story

د نړۍ تر ټولو د لوړې ودانۍ تر څنګ د اور لمبې.

په دوبۍ کې د نړۍ تر ټولو د دنګ برج الخلیفه ترڅنګ په یوه ودانۍ کې اور لګېدلی دی. ټاکل شوې وه چې په دې ځای کې د نوي ز کال په مناسبت لویه مېله جوړه شي. تېر کال د برج لخلیفه په شاوخوا کې د نوي کال د لمانځلو مراسمو ته یو ملیون تنه را غوڼد شوي وو. ... Full story

هغه ودانۍ چې کوچنی پنټاګون بلل کیږي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د ملي دفاع د وزارت نوې ودانۍ چې د امریکا د متحدو ایالاتونو او د جرمني په مالي مرستو جوړه شوې، پرانسته او د دې ودانۍ د پرانستې پر مهال یې له خلکو وغوښتل چې د امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي. ولسمشر غني په خپلو خبرو کې د تبلیغاتي جګړې یادونه وکړه. نوموړي وویل ناوړې تبصرې، منفي څرګندونې په امنیتي ځواکونو تاثیر لري، مدني ټولنې، علماء، د ملي شورا غړي، د ولایتي شورا غړي دې له افغان امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ وکړي او تر شاه دې یې ودریږي. ... Full story

1 2 3 next total: 22 | displaying: 1 - 10

Log in

  1. محور ورځپاڼه: په ننګرهار کې د اختطافونو پټې دوسیې (5.00)

  2. د کرزي او ملي اجماع سرنوشت - ډاکټر طوفان وزیري (5.00)

  3. غزني او د افغانستان په تاریخ کي د هغه درې ځانګړني (5.00)

  4. نور اې. اين. پي نه غواړو! / ليکوال: عقيل يوسفزى/ژباړه ذبیح شفق (5.00)

  5. په ننګرهار کې د انحصاري واک سیالي / صمیم سمسور (5.00)