Newsletter
Email:

Poll: نظر پوښتنه

د ملي یووالي حکومت له یو کلن کاره څومره راضي یاست؟
Home | د فېسبوک له نړۍ | هګۍ حافظه غښتلې کوي

هګۍ حافظه غښتلې کوي

Font size: Decrease font Enlarge font
image

د چرګو په هګۍ کې پنځه دېرش بېلا بېل عناصر شته او په دې عناصرو کې د کولین په نامه یوه ماده موجوده ده چې د حافظې د پیاوړتیا له پاره ډېره ګټوره ده. د چرګو هګۍ د ماشومانو په پیاوړتیا کې اغېزمن رول لري او له لاسه تللی ځواک بېرته راګرځوي. د هګۍ ژېړ امیندوارو ښځو له پاره اغېزمن او ګټور خواړه دي .

  د هګۍ خوړل ډېرې ګټې لري : ټوخی ښه کوي، د سینې او مرۍ دردونه آراموي، شهواني ځواک ډېروي، د وینې په ډېرېدو او لخته کېدو کې رول لري، د شهواني ځواک په اړه یې په حدیث شریف کې هم یادونه شوې ده:

ان نبیاً شکا الی الله ضعفاً فامره باکل البیض ( رواه بیهقي )

یو نبي الله (ج) ته د خپلې کمزورۍ شکایت وکړ، نو الله (ج) ورته د هګیو په خوړلو امر وکړ.

  ځینو ویلي دي چې د هګۍ ژېړ درد آراموي او د پښتورګیو او سږو د ټپونو درملنه کوي.

د هګۍ په سپینو کې د لیستین په نامه یوه ماده شته ده چې دا یوه غوړه فاسفورس لرونکې ماده ده چې د نسجونو او اعصابو له پاره ډېر اړینه ده او کابو ۲۸ سلنه ماغزه له لیستین څخه جوړ شوي دي. دا کچه د حیواناتو په پرتله په انسانانو کې ډېره ده.

  هګۍ د تنکیو ځوانانو، ورزشکارانو او هغو کسانو له پاره چې فکري کار ترسره کوي ډېر ګټور خواړه دي.

  که د هګۍ سپین په ټپي شوې سترګه کې واچول شي ګټه ورته رسوي. که په مخ پورې شي د لمر تودوخه ورباندې دومره اغېز نه کوي، که په تندي باندې وموښل شي، نو د نزلې او زکام په درملنه کې مرسته کوي .

  هغه کسان چې کمزوري دي او یا هم له کمخونۍ سره لاس و ګرېوان دي، کولای شي د هګیو په خوړولو سره د خپل بدن ځواک بېرته تر لاسه کړي .

   په 2003 زېږدیز کال د هګۍ د ګټو په اړه د انګلستان د هاروارډ  په پوهنتون کې یوه څېړنه ترسره شوه، د دې څېړنې پایلې ښیي، هغه ځوانان،چې د ورځې درې دانې هګۍ خوري، نو په بوډا توب کې به ډېر کم په سرطان اخته کېږي .

   نه یوازې د هګیو خوړل ګټې لري، بلکې ډېر خوارک یې زیان هم لري، هګۍ د وینې غوړ ډېروي، د زړه ناروغۍ پیدا کوي.

هغه کسان چې د وینې د غوړو سطحه یې لوړه وي، باید په اونۍ کې 3 یا 4 هګۍ وخوري او هغه کسان، چې د وینې د غوړو کچه یې طبیعي وي، کولای شي په اوونۍ کې 7 تر 8 هګیو وخوري.

 

  • Email to a friend Email to a friend
  • Print version Print version
  • Plain text Plain text

Tagged as:

home