Newsletter
Email:

Poll: نظر پوښتنه

د ملي یووالي حکومت له یو کلن کاره څومره راضي یاست؟
Home | د فېسبوک له نړۍ | د روژې فلسفه

د روژې فلسفه

Font size: Decrease font Enlarge font
image www.gorbat.net

ليکوال: دکتور حمزة بن فايع الفتحي ژباړن: احمدالله احمدزی

روژه د الله تعالی له لوري پر مسلمانانو کال کې يو وار راځي، ډېر حکمتونه او فلسفې لري، يوازې هغه څوک يې درک کولای شي چې فکر پرې وکړي. څوک چې يو، دوه يا درې وارې په فکر او تعقل سره روژه ونيسي، نو د روژې په حکمت او فلسفه به پوه شي او دا به ومني، چې زموږ دين ډېر عميق او له حکمته ډک دين دی .

روژه کې لوږه تنده په خپله هېڅ مقصد او موخه نه ده، بلکې د دې تر شا نور ډېر حکمتونه دي، چې بايد مسلمانان پرې ځانونه پوه کړي.

« يريد الله بكم اليسر ولا يريد بكم العسر » سورة البقرة.

د روژې يو حکمت دا دی، چې روح پر جسد فضيلت لري او وخت پر وخت دغه روح اصلاح او لارښوونې ته اړتيا لري او که روژه نه وي، نو انسان د نعمتونو په خوند کې ډوبيږي. روژه داسې يوه اسلامي معجزه ده، چې د يوې مياشتې لپاره د خېټې خوندونه او نعمتونه کموي او ټوله توجه بايد روح ته وي.

استاد رافعي رحمه الله فرمايي: تقوا له اتقاء څخه ده، يعنې ځان ساتل، چې بدن د حيواني ژوند له حالته وساتل شي او روح پرې لوړ شي او که داسې نه شي، نو انسان د خپلې خېټې او شهوت مزدور دی. استاد رافعي د خپلې خبرې لپاره د بخاري او مسلم پر دې حدیث استدلال کوي. «الصوم جنة» روژه ژغورنه ده، لکه د جګړې پر مهال ډال او روژه هم انسان له حيواني شهوتونو او شرونو ژغوري.

الله تعالی فرمايي، چې روژه د دې لپاره فرض شوې، چې تاسې پرهېزګاران شئ.

د روژې فلسفه او حکمتونه په لاندې ډول په ګوته کولای شو

اول/ تقوا: يعنې مسلمان د الله تعالی له عذابه ژغورل، چې خپل عملونه سم کړي، پر اسلامي شريعت عمل وکړي، له بې لاريو او د ګناه له کارونو ځانونه وساتي.

له روژې ماتوونکو شيانو ځان ژغورل د اسلامي شريعت امر دی او حکمت يې دا دی، چې ايمان قوي شي، له الله تعالی وېره زياته شي او زړه پاک شي.

دویم/ اتقاء: هغه څوک چې خپل نفس پاکوي، بدن يو چوکاټ ته برابروي او روژه له حيواني غوښتنو ځان ژغورل دي او که روژه نه وي، نو انسان به يوازې د حيواناتو په څېر د خوراک څښاک يو ماشين وي او ټول عمر به يې د همدې خوراک څښاک او ارامه ژوند په لټه کې لالهانده تېر شي. روژه د دې لپاره ده، چې انسان له دنيا زړه موړ کړي، لوږې تندې سره عادت شي، او زړه يې نرم شي. سفيان الثوري رحمه الله فرمايي: «إياكم والبطنة فإنها تقسي القلب» له خېټې ځانونه وساتئ؛ ځکه چې دا زړونه سختوي

درېيم/ صبر: د خوراک څښاک له عادته د الله تعالی په امر ځان ساتل او صبر پرې کول او له همدې امله روژه د صبر مياشت باله شي. الله تعالی فرماييإنما يوفى الصابرون أجرهم بغير حساب» سورة الزمر. صبر يوازې هغه مهال معلوميږي، چې پر نفس بوج راشي، لوږه تنده وويني، شيطان او ملګري يې خوابدي شي. روژه له شيطان سره يوه اوږدمهالې جګړه ده. دا جګړه د هغو دنياوي شيانو له امله ده، چې شيطان انسان لپاره ښايسته کړي وي.

څلورم/ مجاهده: الله تعالی فرمايي:« والذين جاهدوا فينا لنهدينهم سبلنا» العنکبوت.

روژه دار انسان د دنيا خواږه ويني، نو ايمان يې ترې ژغوري او هر کله يې چې خواهشات سرکشي کوي، نو په مجاهده او صبر يې راګرځوي او همدا رنګه لوږه تنده، هم په مجاهده او صبر زغمي او دا يې يقين وي، چې الله تعالی به يې اجر ورکوي. دغه وخت کې د انسان نفس دی د شيطان لور ته نه شي هڅولی او که شيطان يې د بې لارۍ هڅه کوي، نو دی د الله تعالی لپاره مجاهده او جهاد کوي او ټول هدف يې دا وي، چې دا صبر او مجاهده د ديندارۍ، ادب او د الله تعالی امرونه منلو په موخه دی.

پنځم/ عفت او پاک لمني: روژه کې چې بدن له خوراک څښاکه منعه وي، همدا رنګه روح هم له ناروا شيانو منعه وي، ژبه له باطلو، درواغو او له ټولو هغو کارونو ساتل دي، چې د انسان د تباهۍ لامل ګرځي، نو دې وخت کې انسان د ژوند په خوند او سکون پوهيږي او دا خبره يې په ژوند کې عملي کيږي، چې «زه روژه يم» اوري، خبرې نه کوي، ويني، مګر جګړه نه کوي، او خپل ژوند کې صبر، ارامتيا، او سکون عملي کوي او دا ټول کارونه د روژې په برکت ترسره کيږي. که څوک يې ښکنځي يا جګړه ورسره کوي، نو دی وايي، چې زه روژه يم.

شپږم/ روغتيا: د محدود وخت لپاره له خوراک او څښاکه ځان ژغورل بدن او روح دواړو ته ګټه لري. معده چې خالي وي، نو ارامه وي، فضلات وباسي، غوړ يې له منځه ځي او له ډېرو ناروغيو د ژغورنې او ارامتيا احساس کوي او له همدې امله په روايت کې راغلي، «صوموا تصحوا» او د رواني درملنې په اړه د مسکو د رواني انسټيټيوټ ډاکټر «يوري نيکولايف» وايي، چې ده له اويازرو زياتو رواني ناروغانو درملنه د روژې په واسطه کړې ده. دغه صحت انسان سره د سفر، ستونزو ګالو او جهاد کې مرسته کوي. د ساري په ډول بدر او مکې فتحه کې.

اووم/ قوت او زور: بدني قوت د ښه صحت او صبر پايله ده، چې بدن د تمرين له مخې له خوراک او څښاکه ځان وساتي، بيا په مناسب وخت کې مناسب خوراک څښاک وکړي، نو دې سره د انسان بدن ځواکمن شي او له ګڼو ناروغیو محفوظ وي.

اتم/ نرمي: نرمي د نېکو اخلاقو برخه ده؛ ځکه چې روژې سره انسان له بدني پلوه کمزوری کيږي، تکبر او غرور يې له منځه ځي، عاجزي او مهرباني په کې پيدا کيږي او د مسلمان شخصيت ورسره تر ډېره بريده سميږي. روژه د اخلاقو، نفس پاکولو او د نېکو کارونو يوه مدرسه ده.

الله تعالی فرمايي: « قد افلح من زكاها، وقد خاب من دساها »

نهم/ اخلاص: لوږه تنده انسان د اخلاص لور ته هڅوي، چې دی روژه وي او هېڅوک پرې نه پوهيږي او دا له پټو عبادتو خوند اخيستو لپاره تر ټولو زرين چانس دی او دې سره د انسان په زړه کې اخلاص ځای نيسي. الله تعالی فرمايي: «يدع طعامه وشرابه وشهوته من اجلي ، الصيام لي وانا أجزي به» ژباړه: مسلمان خپل خوراک، څښاک او شهوت زما لپاره پرېږدي. روژه زما لپاره ده او زه به يې اجرونه ورکوم.

هسې خو ټول عبادتونه يوازې او يوازې د الله تعالی لپاره وي، مګر روژه د دې لپاره ځانګړې ياده شوه، چې دا د الله تعالی او انسان تر منځ يو راز دی او د راز خبره دلته تر نورو ډېره مهمه ده.

لسم/ بدلون او اصلاح: مسلمان بايد په روژه کې خپل بد او بې کاره عاتونه او خويونه په ښو بدل کړي. دغه مياشت د خپلو اخلاقو او عمل د څار او تربيې لپاره تر ټولو غوره وخت دی. د دې تر څنګ د الله تعالی ذکر او د قرانکريم تلاوت زړونه پاکوي او فکر ورسره روښانه کيږي. محمد بن واسع رحمه الله فرمايي «چا چې خپل خوراک څښاک کم کړ، نو په خپله به هم ښه پوهيږي او نور به ښه هم پوهولای شي، زړه به يې پاک او نرم وي

الله تعالی دې موږ ټولو ته د شريعت د پوهې او عمل توفيق راکړي او الله تعالی دې زموږ ټولو روژې قبولې کړي.

 

  • Email to a friend Email to a friend
  • Print version Print version
  • Plain text Plain text

Tagged as:

No tags for this article