Newsletter
Email:

Poll: نظر پوښتنه

د ملي یووالي حکومت له یو کلن کاره څومره راضي یاست؟
Home | د فېسبوک له نړۍ | د اسامه زوی له امريکا د خپل پلار د مرګ تصديق پاڼه غوښتې

د اسامه زوی له امريکا د خپل پلار د مرګ تصديق پاڼه غوښتې

Font size: Decrease font Enlarge font
image osama bin laden

پر انټرنيټ د پټو رازونو د افشا کوونکې وېبپاڼې ويکيليکس د يوه راپور له مخې د اسامه بن لادن زوی له امریکا د خپل پلار د مرګ تصديق پاڼه غوښتې.

د ويکيليکس په وينا دغه ليک په ۲۰۱۱  کال کې په سعودي عربستان کې د امريکا سفارت ته استول شوی و. دغه ليک يو له هغو ۶۰۰۰۰ اسنادو دی چې اوس مخې ته راغلي دي.

د دغې وېبپاڼې د راپور په وينا جنرال ګلين کيسر د اسامه بن لادن زوی عبدالله بن لادن ته په ۲۰۱۱ کې ليکلي وو چې دوی يې د پلار د مرګ تصديق پاڼه، نه شي وړاندې کولي.

د امريکا سفارت د دې غوښتنې ځواب ۲۰۱۱ کال د سپټمبر مياشت کې د اسامه بن لادن تر مرګ څلور مياشتې وروسته لېږلی و.

ويکيليکس وايي په راتلونکې اوونۍ کې به د سعودي عربستان په اړه شاوخوا ۵۰۰۰۰۰۰ پټ معلومات خپاره کړي.

تراوسه نه ده روښانه چې دغه معلومات څرنګه د ويکيليکس لاس ته ورغلي دي.

د امريکا سفارت د دغې ليک په ځواب کې ويلي وو چې د پلار د مرګ تصديق پاڼه يې نه ده خپره شوې.

د مرګ د تصديق پاڼې پر ځای جنرال ګلين ګيسر د امريکا د محکمې اسناد وړاندې کړی چې په هغه کې د اسامه بن لادن وژل تصديق شوي وو.

دغه لېږل شوی ليک او اسناد په عربي او انګرېزي ژبو وو.

جنرال کیسر، عبدالله بن لادن ته ليکلي "زه هيله لرم چې د امريکا دغه اسناد به ستا او ستا له کورنۍ سره مرسته وکړي"

په دې اړه څه نه دي ويل شوي چې ولې، عبدالله بن لادن د خپل پلار د مرګ تصديق پاڼه غوښتې.

د ويکيليکس له خواد ايران د اتومي وسلو او د مصر د پاڅون په اړه نور اسناد هم خپاره شوي دي.

لومړی ځل پر دغه وېبپاڼه ۲۰۱۰ کال کې د امريکا په اړه پټ معلومات خپاره شوي وو.

 

  • Email to a friend Email to a friend
  • Print version Print version
  • Plain text Plain text

Tagged as:

No tags for this article