Newsletter
Email:

Poll: نظر پوښتنه

د ملي یووالي حکومت له یو کلن کاره څومره راضي یاست؟
Home | د فېسبوک له نړۍ | خدمتګار: امريكا له اوسني حكومت سره امنيتي تړون ته لېوالتيا نه لري

خدمتګار: امريكا له اوسني حكومت سره امنيتي تړون ته لېوالتيا نه لري

Font size: Decrease font Enlarge font
image ولسمشر حامد کرزی او ولسمشر اوباما

خدمتګار ورځپاڼې پخپله نننۍ ګڼه کې لیکلي دي چې امریکا له اوسني افغان حکومت سره د امنيتي تړون لاسلیکولو ته لېوالتیا نه لري.

 خدمتګار لیکلي، په داسې حال كې چې سپينه ماڼۍ د حامد كرزي په مشرۍ له اوسني حكومت سره د امنيتي تړون د نه لاسليك خبره كوي، ولسمشر حامد كرزي هم ويلي چې د امنيتي تړون په لاسليك كې به له بېړې كار وانه خلي. 
د چارو شنونكي هم وايي چې امنيتي تړون دې له راتلونكي حكومت سره لاسليك شي چې د سياسي معاملو ښكار نه شي. دوى زياتوي چې تر ۲۰۱۴ كال وروسته به امنيتي او اقتصادي حالت دومره خراب نه شي لكه څومره چې په رسنيو كې انځورېږي. 
په دې وروستيو كې يوې امريكايۍ سرچينې ويلي چې د حامد كرزي په مشرۍ له اوسني افغان حكومت سره د امنيتي تړون لاسليكولو ته لېوالتيا نه لري. 
د دغې سرچينې چې نوم يې پټ ساتل شوى، د څرګندونو له مخې، د حامد كرزي په مشرۍ اوسنى افغان حكومت د ټاكنو په ګډون په نورو برخو كې هم شخصي غوښتنې لري چې سپينه ماڼۍ يې نه شي منلاى. 
سرچينې زياته كړې، د امنيتي تړون په لاسليك كې د افغان لوري د بېړې نه لرلو خبره هم په غير مستقيم ډول سپينې ماڼۍ ته رارسېدلې ده، خو سپينه ماڼۍ به امنيتي تړون له اوسني افغان حكومت سره نه، بلكې له راتلونكي حكومت سره لاسليك كړي.
د سياسي چارو كارپوه اسحق اتمر وايي چې امريكا نه غواړي له اوسنيو حكومتي چارواكو سره تړون لاسليك كړي: ((د اوسني حكومت د پاى نېټې ته تر يوه كال كم وخت پاتې دى او بل دا چې امريكا له دې وېرېږي چې له اوسني حكومت سره به د تړون لاسليكول د دغه تړون اعتبار ته تاوان ورسوي.)) 
نوموړى زياتوي، په ۲۰۱۴ كال كې امنيتي او اقتصادي حالت دومره نه خرابېږي، لكه څومره چې اوازې دي: (( اصلاً امريكا له اوسني نظام سره په مرسته كولو كې زړه راښكون نه لري.)) 
نوموړى زياتوي چې اوسني افغان چارواكي غواړي په راتلونكو ټولټاكنو كې ځينې امتيازات تر لاسه كړي: (( اوسني افغان چارواكي غواړي چې په راتلونكو ټولټاكنو كې بيا واك ته ورسېږي او امريكا له دوى څخه غير مستقيم ملاتړ وكړي، خو امريكا يې ور سره نه مني.)) 
د چارو د شنونكو په باور، امريكا داسې فكر كوي چې د كابل چارواكي په خپلو ناتجهيز شوو افغان ځواكونو اوسني امنيتي ګواښونه نه شي مهارولاى، نو د بهرنيو ځواكونو موجوديت ته اړتيا لري او د دغې اړتيا له مخې به په امنيتي تړون كې د امريكا هر شرط مني. 
د سياسي او حقوقي چارو كارپوه عبدالستار سعادت خدمتګار ته وويل، په لوېديزو رسنيو كې د امنيتي تړون په اړه خپرېدونكي مواد يوازې د امريكا د ملي ګټو د تحقق لپاره دي: (( په دې تړون كې حامد كرزى هڅه كوي چې ځينې تاريخي مسووليتونه پر غاړه وانه خلي.)) 
نوموړى زياتوي، امريكا غواړي چې افغان حكومت په رسمي ډول له واشنګټن څخه غوښتنه وكړي چې په افغانستان كې پوځي اډې جوړې كړي. 
ليكوال او ژورنالست نويد الهام وايي، كه په دغه امنيتي تړون كې د امريكا غوښتنې راونه نغاړل شي، امريكا په هېڅ صورت سره په افغانستان كې د پاتې كېدو لېوالتيا نه لري. 
خو ښاغلى اتمر بيا وايي چې افغان چارواكي غواړي په دغه تړون كې يوازې خپلې شخصي ګټې خوندې كړي او د تاريخي مسووليتونو مساله اصلاً مطرح نه ده: (( كه د افغان حكومت اوسني چارواكي له تاريخي مسووليتونو څخه ډارېږي، نو حكيم شجاعي دې ونيسي، رشوت دې نه اخلي، دولتي او شخصي ځمكې دې نه غضبوي او د نشه يي توكو كاروبار دې نه كوي.)) 
نوموړى زياتوي چې د اوسنيو افغان چارواكو له لاسه افغانستان د نړۍ په كچه يو فاسد نظام پېژندل شوى چې دا د افغانانو لپاره د شرم خبره ده. 
دا په داسې حال كې ده چې تېره اوونۍ د وري په ۲۸ حامد كرزي له خپلو مشاورانو سره په غونډه كې له امريكا سره د امنيتي تړون پر لاسليك او راتلونكو ټولټاكنو بحث وكړ، ښاغلي كرزي ويلي وو چې د دغه تړون په لاسليك كې به له بېړې كار وانه خلي. 
نوموړي زياته كړې،  له امريكا سره د امنيتي تړون په مساله كې بايد د افغانستان ملي ګټې ( د سولې او امنيت ټينګښت، ملي يووالى، ځمكنۍ بشپړتيا او د افغان ځواكونو پياوړتيا) په پام كې ونيول شي. 
هغه د ۲۰۱۴كال په اړه اندېښنې ذهني تبليغات ګڼلي او ويلي يې دي چې هڅه كېږي په ورته تبليغاتو زموږ ذهنونه تت وساتل شي. 
له بلې خوا د تېرې يكشنبې په ورځ د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسي زي ويلي چې د امنيتي تړون په لاسليك كې كوم ضرب الاجل نه دى ټاكل شوى. 
نوموړي زياته كړې، تر اوسه پورې د دغه تړون په اړه د دواړو لورو تر منځ درې ځلې خبرې شوې دي چې ښې پايلې يې لرلې دي او دغه لړۍ به دوام پيدا كړي. 
تر دې دمه لا معلومه نه ده چې دغه پټه سياسي لوبه به تر كومه وغځېږي، خو هغه څه چې افغانانو ته مهم دي هغه دا دي چې هسې نه دواړه لوري د ټاكنو او راتلونكي ولسمشر په برخه كې د افغانانو په برخليك معامله وكړي. 
همدا علت دى چې ځينو سياسي كړيو پر لوېديځوالو غږ كړى چې په راتلونكو ټاكنو كې د كوم ځانګړي نوماند ملاتړ ونه شي او راتلونكې ټاكنې بايد عادلانه وي.


Subscribe to comments feed Comments (9 posted)

avatar
Yayas 17/07/2015 12:51:05
Ppl like you get all the brisna. I just get to say thanks for he answer.
avatar
Wakedan 18/07/2015 16:24:52
A simple and <a href="http://utxczdz.com">inegnlietlt</a> point, well made. Thanks!
avatar
Qasim 21/07/2015 17:48:26
Thought it wolnud't to give it a shot. I was right. http://tivucam.com jweccbz [link=http://drycmf.com]drycmf[/link]
avatar
replica handbags uk 12/01/2016 05:06:04
You will bare that there are afar ends, and that it is not address with one accession as well.
avatar
Steffie 24/10/2016 07:59:20
It's a pleurase to find someone who can identify the issues so clearly
avatar
Valjean 25/10/2016 13:18:13
Dag nabbit good stuff you <a href="http://lrjisuw.com">wherpirsnappeps!</a>
avatar
Trudy 27/10/2016 12:37:51
Whoever edits and puslhbies these articles really knows what they're doing. http://glwpbn.com wtvhxmttr [link=http://mepimcyynum.com]mepimcyynum[/link]
avatar
Gerrie 27/10/2016 18:22:07
Hey, <a href="http://pivvxe.com">kilelr</a> job on that one you guys!
avatar
Romby 29/10/2016 12:53:32
And I thought I was the sensible one. Thanks for setting me staigrht. http://oiqnnpmzxho.com fkgafk [link=http://newixpxiw.com]newixpxiw[/link]
total: 9 | displaying: 1 - 9

Post your comment

  • Bold
  • Italic
  • Underline
  • Quote

Please enter the code you see in the image:

Captcha
  • Email to a friend Email to a friend
  • Print version Print version
  • Plain text Plain text

Tagged as:

No tags for this article