Newsletter
Email:

Poll: نظر پوښتنه

د ملي یووالي حکومت له یو کلن کاره څومره راضي یاست؟
Home | د فېسبوک له نړۍ | حامدکرزی: د عوامي نشنل ګوند پر مشرانو بمي برید پر داسې یوه سیاسي ګوند باندې برید دی چې په سیمه کې د عدم تشدد بنسټ ایښودونکی دی

حامدکرزی: د عوامي نشنل ګوند پر مشرانو بمي برید پر داسې یوه سیاسي ګوند باندې برید دی چې په سیمه کې د عدم تشدد بنسټ ایښودونکی دی

Font size: Decrease font Enlarge font
image ولسمشر حامد کرزی

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د عوامي نشنل ګوند پر مشرانو، غلام احمد بلور او هارون بلور باندې بمي برید په کلکه وغندلو.

د خبري رپوټونو له مخې، پرون ناوخته د خیبر پښتونخوا د پیښور په ښارکې د عوامي نیشنل پارټۍ پر لوړ پوړوغړو باندې چې یوې غونډې ته روان و، بمي برید وشو چې له امله یې د دغې پارټۍ اته تنه و وژل شول او د غلام احمد بلور په شمول له شلو څخه زیات کسان ټپیان شول.

جمهوررئیس حامدکرزي د دغه تروریستي برید په غندلو سره وویل چې دا برید پر داسې یوه سیاسي ګوند باندې ترسره کیږي چې په سیمه کې د خان عبدالغفارخان په مشرۍ د عدم تشدد بنسټ ایښودونکی دی.

د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه: د دا ډول بریدونو ترسره کول د هغو کسانو کار دی چې غواړي د ډیورند د کرښې هغې غاړې ته پراته پښتانه له سیاسي او اجتماعي ډګر څخه ګوښه کړي. ده وویل دا په څرګنده توګه د یو قوم پر ترقي، تعلیم او سوله غوښتونکو مشرانو باندې برید دی.

حامدکرزي وویل د طالبانو دغه غیر انساني او غیر اسلامي اعمال چې د پردیو د اهدافو لپاره ترسره کیږي، د پښتنو له پیشرفت، ترقۍ او با عزته ژوند سره دښمني ده.

حامدکرزي زیاته کړه: د ډیورند د کرښې هاخوا پښتانه او دې خواته د افغانستان ټول خلک له داسې یو دښمن سره مخامخ دي چې غواړي له یوې خوا د دوی ترقي غوښتونکي او نفوذ لرونکي قومي مشران، دیني علما او نور ترقي غوښتونکي شخصیتونه له منځه یوسي او له بلې خوا د دوی حال او آینده نسلونه د جهالت په تیاروکې وساتي.

حامدکرزي وویل څه موده وړاندې د ترقۍ او د سولې دښمنانو له ډیورند ها خوا د عوامي نشنل پارټۍ لوړی پوړی غړی بشیر احمد بلور او په افغانستان کې د سولې د عالي شورا پخوانی رئیس استاد برهان الدین رباني شهید کړ.

د هېواد جمهوررئیس همدا راز وویل چې د انسان او انسانیت دښمنانو په پاکستان کې د د یو مترقي او سیاسي شخصیت بینظیر بوټو، په کویته کې د هزاره وو او د افغانستان د کندز او فراه په ولایتونو کې د خلکو په عام وژنه لاس پورې کړ چې د هغوی دغه اعمال ستر جنایت، خواشینونکې او د غور وړ پیښې دي.

جمهوررئیس وویل چې نړۍ باید د دا ډول بریدونو پر وړاندې چې د انسان او انسانیت پرخلاف ترسره کیږي، چوپه خوله پاتې نه شي.

حامدکرزي، پرون شپه د نیشنل پارټۍ له مشر اسفندیار ولي خان او نن له غلام احمد بلور سره چې په دغه برید کې ټپي شوی دی، ټلیفوني خبرې وکړې، د دغه برید د غندنې په ترڅ کې یې هغوی ته د خپلې خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.
افغانستان یو ځل بیا د پاکستان په دولت غږ کوي چې د تروریزم او افراطیت پرخلاف د مبارزې په برخه کې رښتینې او صمیمانه همکاري وکړي. افغانستان له خپله اړخه په دې لاره کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د هېواد جمهوررئیس د دغې پیښې د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټبیانو ته د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله کوي.

د ارگ له فیسبوک پاڼې

Subscribe to comments feed Comments (5 posted)

avatar
breitling replica 25/04/2016 06:59:29
cheap breitling replica watches
avatar
iwc replica 25/04/2016 06:59:52
cheap iwc replica watches at www.watchesukstore.co.uk
avatar
Lucinda 15/05/2016 15:41:14
ursula comentou em 2 de dezembro de 2009 às 16:30. Julia uma das coisas q mais gosto no blog, é ess38#&2a0; qdo ensina a fazer maquiagem! tinha dificuldade em usar cores na sombra, agora ja estou me entendendo bem com elas!bjbj
avatar
michael kors replica 10/12/2016 07:32:39
جمهوررئیس وویل چې نړۍ باید د دا ډول بریدونو پر وړاندې چې د انسان او انسانیت پرخلاف ترسره کیږي، چوپه خوله پاتې نه شي.
avatar
Robsifutt 28/01/2017 22:44:12
Le Cialis Generique Est Il Fiable Amoxicillin For Bacteria In Intestines Zithromax Two Pills cheap levitra for sale Cialis Cheapest Lowest Price Amoxicillin 33436 Original Viagra Kaufen Alli On Sale Now online pharmacy Amoxicillin And Probiotics Generic Cheapeast Doryx Direct Fedex Shipping Zithromax Alcohol Side Effects Cialis 40 Mg Erectile Dysfunction viagra Viagra Sin Receta Bcn Safe Places To Buy Viagra Online Fish Doxycycline 100 Tablets Viagra By Mail levitra paypal accepted Cialis E O Viagra Viagra O Cosa How Do You Rate Keflex Buy Synthroid Generic Zithromax Ingredients Generic Viagra 44 Cent A Pill viagra prescription Kamagra Jelly Buy Online Best Way To Last Longer
total: 5 | displaying: 1 - 5

Post your comment

• Bold
• Italic
• Underline
• Quote

Please enter the code you see in the image:

Captcha
• Email to a friend Email to a friend
• Print version Print version
• Plain text Plain text

Tagged as:

No tags for this article