Newsletter
Email:

Poll: نظر پوښتنه

د ملي یووالي حکومت له یو کلن کاره څومره راضي یاست؟
Home | د فېسبوک له نړۍ | جنرال ډنفورډ: د افغانستان جګړه اوس هم لا ګټل کېدای شي/ منتظر مسید

جنرال ډنفورډ: د افغانستان جګړه اوس هم لا ګټل کېدای شي/ منتظر مسید

Font size: Decrease font Enlarge font
image

په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډنفورډ پرون د امريکې کانګرس ته د افغانستان د جګړې په اړه د توضيحاتو په لړکې وويل،

 چې د افغانستان جګړه لا هم ګټل کېدای شي. جنرال ډنفورډ وويل، چې: له څو کلو راهيسې د «بريا» د ويې له کارولو څخه يو ډول ډډه کېږي، خو ما په افغانستان کې له لومړۍ ورځې څخه د بريا د لغت کارول پيل کړي دي او دا هغه څه دي چې ۱۸، ۱۹، ۲۰ او ۲۱ کلنو سرتېرو ته بايد وويل شي.

ډنفورډ د بريا لپاره پر څو ټکو ټينګار وکړ: لومړی دا چې د افغانستان وسله وال ځواکونه د عملياتو مشري پر غاړه واخلي او دا يې د بر يا لپاره تر ټولو مهم ټکی وباله. خو د ده په وينا اوسمهال يوازې يوه پوځي قطعه کولای شي په مستقل ډول عمليات وکړي. ده دا هم زياته کړه چې د وسله والو ځواکونو ضايعات د مياشتې تر ۵ زرو پورې رسېږي چې د کال ۶۰ زره کېږي، او د دغو سرتېرو د ځای ډکول يوه مهمه ننګونه ده.

دوهم دا چې بايد په افغانستان کې د القاعده پناه ځايونه ورټول شي او د نوامبر تر پايه پورې بايد ۶۲ زره امريکايي سرتېري په ټول توان وجنګېږي. د طالبانو په اړوند ده وويل، چې هغوی په افغانستان کې سنګرونه او په پاکستان کې مرکزونه لري او له بهر څخه يې هم ملاتړ کېږي. له بلې خوا لا هم له القاعدې سره نږدې اړيکې لري.

ده وويل چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې که چېرې موږ په دې بريالي شو، چې په اغېزناکه توګه امنيتي مسووليتونه انتقال شي، سياسي انتقال ترسره شي او د القاعدې مرکزونه له منځه تللي وي، نو بيا موږ د هغو سرتېرو او د هغوی کورنيو ته کتلای شو چې يولس کاله يې په افغانستان کې خدمت ترسره کړی دی او هغوی ته ويلای شو چې موږ جګړه وګټله، ځکه چې افغانانو ته مو د فرصتونو لسيزه په واک کې ورکړه چې دا لسيزه به په ۲۰۱۵ کې پيلېږي. او تر هغه وروسته نو بيا پر افغانانو پورې اړه لري.


Subscribe to comments feed Comments (2 posted)

avatar
Karsen 15/05/2016 14:26:36
Good review. Han9&v#3e;t I seen this same plot before? I seem to recall an absurd plot line with a computer virus being able to penetrate a totally unknown operating system that caused a single mothership to explode?Oh yeah, that was the US Airforce recruiting. Now we just have to look forward to the US Navy.
avatar
gucci replica 10/12/2016 07:31:18
مرکزونه لري او له بهر څخه يې هم ملاتړ کېږي. له بلې خوا لا هم له القاعدې سره نږدې اړيکې لري.
total: 2 | displaying: 1 - 2

Post your comment

  • Bold
  • Italic
  • Underline
  • Quote

Please enter the code you see in the image:

Captcha
  • Email to a friend Email to a friend
  • Print version Print version
  • Plain text Plain text

Tagged as:

No tags for this article