Home | روانې چارې

روانې چارې

د بهرنیو ځواکونو په کاروان برید شوی.

نن یکشنبه له غرمې مخکې په نهو بجو د یوه کرولا موټر په واسطه یو ځانمرګي برید کوونکي دا برید تر سره کړی دی. د کابل امنیه قومندان جنرال عبدالرحمن رحیمي خبریالانو ته وویل: برید کوونکي د ناټو په مشرۍ د غوڅ ماموریت د ځواکونو دوه زري موټر په نښه کړي و چې پر وينا یې د دغو ځواکونو دا زري موټر ویجاړ شوي، خو د غوڅ ماموریت ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې. ... Full story

د کندز له بې ځایه شویو سره د خوړو د نړیوال سازمان مرسته.

د ملګرو ملتونو اړوند د خوړو نړیوال سازمان د کندوز له جګړې نه له بې ځایه شویو سلګونو کورنیو سره د خوراکي توکو د مرستې کولو خبر ورکړی. پر همدې مهال، د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د طالبانو لاس ته د کندوز ښار لوېدو په اړه یو 'حقیقت موندونکی' پلاوی ټاکلی. د خوړو نړیوال سازمان وايي، له تېرې یوې میاشتې راهیسې مزار شریف ته د کندوز له ۱۵۰ کورنیو سره د خوراکي توکو لړۍ پیل شوې ده. ... Full story

امریکا ومنله چې په افغانستان کې د داعش نفوز زیاتیږي.

په افغانستان کې د امریکا تر ټولو جګپوړي جنرال د سې شنبې په ورځ ومنله چې په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش د وسله والې ډلې حضور مخ په پراختیا دی. ... Full story

د بې سرحده ډاکټرانو روغتون بمبار شوی.

د بې سرحده ډاکټرانو ټولنه وايي چې وړمه شپه په کندز کې د دې ټولنې په یو روغتنون د ناټو ځواکونو په هوایي بمبارۍ کې درې کارکونکي وژل شوي. دغې ټولنې په یو بیان کې ویلي چې له دغې پیښې څخه وروسته د خپلو ۳۰ نورو کارکوونکو په باب تر اوسه معلومات نه لري. د بې سرحده ډاکټرانو په اعلامیه ویل شوي چې دوي تر اوسه د تلفاتو وروستيی شمېر نه لري، خو د بمبارۍ په وخت کې د دوي په روغتون کې ۸۰ تنه د روغتون کار کوونکي او ۱۰۵ ناروغان موجود وو. ... Full story

پر داعش روسیې خطرناک بریدونه.

عربي رسنيو په تيرو ۴۸ ساعتونو کې ۲۰۰ ځله پر داعش د بريدونه خبر ورکړی او زياتوي چې د داعش او نورې ترهګرې ډلې اړې شوې چې له سيمو نه په تېښته او د ترکيې شمال لوري ته پناه يوسي. ... Full story

د ټاپي پروژې عملي کار پیلېږي

تمه ده چې د راتلونکې ډسمبر په میاشت کې د نللیکې د غځولو عملي کار پیل شي. ترکمن ګاز چې د دې پروژې د کنسرشیوم مشري کوي، د ټاپي پروژې عملي پیل ته یې چمتو والی ښودلی دی. د اټکل له مخې پر دغې پروژې لس میلیارده ډالر لګښت راځي او د رغولو چارې به یې تر ۲۰۱۸ کال پورې بشپړې شي. ... Full story

اورپا ته په زرګونو مهاجرین تللي.

د مهاجرینو نړیوال سازمان وايي چې سږکال تر ٣٥٠ زرو ډیرو کسانو اروپا ته ځانونه رسولي دي. د مهاجرینو دغه سازمان ویلي دي چې دغه مهاجرین د منځني ختیځ او افریقا د د نیستمنو او جگړه ځپلو هیوادونو نه راوتلي دي ترڅو د ښه ژوند لپاره اروپا ته ځانونه ورسوي. ... Full story

امریکا پر افغانستان د اټومي برید هوډ در لود

د جرمني شپېګل مجلې په تازه ګڼه کې ویلي چې پر نیویارک او واشنګټن د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر د یوولسمې نېټې له حملو وروسته د امریکا متحدو ایالتونو پر افغانستان د اتومي وسلې پر کارولو غور کړی و. ... Full story

د یو شمېر ګوندونو ایتلاف

پخواني جهادي مشر صبغت الله مجددي نن د جهادي او ملي – سیاسي ګوندونو د شورا په نوم د یوه نوي ګوند جوړېدا اعلان کړه. مجددي وویل، دا نوی ګوند د دې لپاره جوړ شوی چې د ملي یووالي د حکومت تر مشرۍ لاندې پر اصلاحاتو ټینګار وکړي. ښاغلي مجددي د حکومت د تېرو میاشتو ښه اقدامات وستایل خو ویې ویل چې حکومت ډېرې تېروتنې کړي دي. ... Full story

د نوري فایبر د پرې کېدو بدیلې لارې چارې

د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي، تازه یې داسې لارې چارې لټولي که د نوري فایبر کيبل له یوه هېواد سره پرې کیږي، د نورو هېوادونو له لارې د اړتیا وړ انټرنېټ پوره کولای شي. افغانستان له خپلو۵ ګاونډیو هېوادونو سره د نوري فایبر د انټرنیټ پر مټ تړل شوی دی. تېره میاشت په ننګرهار کې د اورپکو له خوا په چاودېدونکو توکو د نوري فایبر کیبل پرې شوی و چې په پلازمېنه کابل او ځینو نورو لایتونو کې یې انټرنیټي ستونزې پيدا کړې وې. ... Full story

back 1 2 3 4 5 next total: 47 | displaying: 21 - 30