Home | روانې چارې

روانې چارې

ولشمسر وایي چې د کورنیو چارو وزارت تړونونه 'اصولي نه وو'

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي د تېرو څو کلونو د کورنیو چارو د وزارت هېڅ یو تړون اصولي نه وو. ولسمشر ویلي د دې وزارت تړونونه يې څېړلي او په دې قراردادونو کې ډېرې نیمګرتیاوې وې. نوموړي د کورنیو چارو د وزارت د نوې ودانۍ د پرانیستنې په غونډه کې وویل چې د دې بنسټ په جوړښت کې یې له سمونو څخه پر راوستلو ټینګار وکړ. ... Full story

ازبکستان افغانستان ته د برښنا صادرات زیاتوي.

د افغانستان او ازبکستان له یوې تازه هوکړې سره سم به په راتلونکي زکال کې تر اوسنۍ کچې په سلو کې ۱۰سلنه زیاته برېښنا افغانستان ته صادره کړي. ... Full story

هند به افغانستان ته هیلیکوپټرې ور کړي.

په افغانستان کې د هند سفیر د افغانستان وسله وال پوځ ته د پوځي وسیلو او تجهیزاتو د برابرولو او د افغان امنیتي ځواکونو د روزولو په اړوند وویل چې هیواد یې د افغانستان سره د ستراتیژیک تړون پر بنسټ د افغانستان بېړنۍ پوځي اړتیاوی څیړي. ... Full story

ولسمشر له غاصیبنو څخه نیول شویې ځمکې خلاصوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي په افغانستان کې به د ښاري ځمکو غصب ته د پای ټکی کیږدي او هغه ځمکې چې په تېرو کلونو کې غصب شوي بېرته له غاصبینو څخه خلاصې کړي. ولسمشر غني دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د ښاري پراختیا په دویم ملي کنفرانس کې وکړې او زیاته یې کړه چې فساد د ښاري پراختیا پر وړاندې یو لوی خنډ دی خو وايي چې ټولې غصب شوې ځمکې به له غاصبینو خلاصې کړي. ... Full story

د افغانستان او چین تر منځ د مرستو درې مهم سندونه.

د چین د جمهوررئیس مرستیال لي یان چاو، پرون د یو لوړپوړې پلاوي په مشرۍ په یو رسمي سفر کابل ته راغئ. چین د جمهوررئیس مرستیال لي یان چاو، کابل ته د رارسیدو لږ وروسته په ارګ کې د جمهوررئیس محمد اشرف غني سره یو ځای د افغان حکومت او چین د چارواکو ترمنځ د دریو سندونو د لاسلیک پر وخت حاضر شول او د رسنیو پر وړاندې یې لنډې خبرې وکړې. ... Full story

د دوو لارو د رغونې لپاره نړیوال بانک ۲۵۰ میلیونه ډالر بېل کړي دي.

نړيوال بانک د هغو دوو لويو لارو د بيارغونې لپاره ۲۵۰ ميليون ډالر بېل کړي، چې د افغانستان شمال د هندوکش غرونو له لارې له سويل سره نښلوي. د نړيوال بانک د خبرپاڼې پر بنسټ د هندوکش نښلوونکې لارې ښايي داسې جوړې شي چې د کال په څلورو موسمونو کې د خلکو د تګ راتګ لپاره د ګټې اخيستو وړ وي. ... Full story

یوه افغانه د کاناډا پارلمان ته بریالۍ شوې.

د کاناډا پارلماني ټاکنو جزوي پایلې ښيي چې اپوزیسیون لېبرال ګوند بریا تر لاسه کړې ده. دې سره د کنزرويټیو یا محافظه کار ګوند نهه کلن واکمني پای ته رسېدلې ده. د لیبرال ګوند مشر جسټن ټروډو په ۱۸۹ ټاکنیزو حوزو کې برلاسی دی. ... Full story

زرګونه امریکایي سرتیري به په افغانستان کې پاته شي.

د پلان له مخې به د ۲۰۱۶ زکال تر وروستیو پورې نژدې لس زره امریکايي پوځیان په افغانستان کې پاتې وي او د ۲۰۱۷ زکال وروسته به دغه شمېر پنځه زره او پنځه سوه ته را ټېټه شي. دغه ځواکونه به د کابل، کندهار، جلال آباد او خوست په څلورو پوځي اډو کې مېشت شي. ... Full story

په افغانستان کې د پاته کېدونکو امریکایي ځواکونو په پلان کې د سمون خبر.

د امریکا د دفاع وزیر اشټون کارتر، له ۲۰۱۶ زکاله وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايي سرتېرو د شمېر په پلان کې د سمون خبر ور کړ. نوموړي په واشنګټن کې یوې پوځي غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې امریکا افغانستان یوازې نه شي پرېښودای او په دغه هېواد کې باید د تېرې لسیزې بریاوې له لاسه ور نه کړو. ... Full story

د سولې د خبرو لپاره نوی شرط.

افغان چارواکي داسې وخت کې د سولې د خبرو لپاره نوی شرط ږدي چې اسلام اباد ویلي چمتو دي چې بیا د طالبانو او افغان چارواکو ترمنځ د سولې د خبرو منځګړتوب وکړي. د ولسمشر غني د ویاند مرستیال ظفر هاشمي رسنیو ته په یوې مرکې کې ویلي چې پاکستان باید تر هر څه وړاندې په خپله خاوره کې هغه ترهګرې ډلې وځپي چې د افغانستان پر ضد یې د جنګ اعلان کړی، بیا به افغان حکومت، له پاکستان سره د سولې د خبرو پر عملې لارو چارو خبرې وکړي. ... Full story

back 1 2 3 4 5 next total: 47 | displaying: 11 - 20