Home | روانې چارې

روانې چارې

د افغانستان او پاکستان تر منځ پر اوربند موافقه وشوه

ډيورنډ کرښې ته نژدې تورخم کې د افغان او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو تر منځ له څلورو ورځو نښتو وروسته دواړه غاړو پر اوربند پرېکړه کړې ده. چهارشنې (۱۵ جون) پاکستان په دغه هېواد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال د بهرنيو چارو وزارت ته ور بللی و او د افغان ځواکونو په ډزو کې د دوی د يوه سرتېري جګړن علي جواد چنګېزي پر وژنه يې ورته اعتراض وړاندې کړی و. ... Full story

روژه ماتې کې د خوړو څرنګوالي ته پام او ګټې یې

خواړه د انسان د پایښت وسیله ده نو ځکه خو هر وخت په تېره د روژې په مبارکه میاشت کې د خوړو څرنګوالی ډېر مهم وي. ... Full story

د کابل ۹۰ زره کورونه په برښنا روښانه کیږي.

د برښنا شرکت د کابل ښار د اووم او دولسم جکشنونه له انالوګ سیسټم څخه ډیجیټل ته واړوه، چې لدې لارې به شاوخوا ۹۰ زرو کورونو ته برښنا برابره شي. ... Full story

سید احمد ګیلاني د سولې عالی شورا نوی مشر وټاکل شو

د افغانستان د سولې په عالي شورا کې یوې سرچینې رسنیو وویل چې افغان ولسمشر پیر سید احمد ګیلاني د سولې عالي شورا د مشر په توګه ټاکلی دی. سرچینه وایي چې محمدکریم خلیلي، حاجي دین محمد او حبیبې سرابي په ګډون شپږ تنه د یادې شورا د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي. ... Full story

د کابل ښار برښنا به ډېر ژر ونښلول شي.

د افغانستان د برېښنا شرکت کاري ډله د بغلان ولایت ډنډ شهاب الدین سیمې ته رسیدلې او د پرې شوې برېښنا د بیا فعالولو هڅې یې پیل کړي دي. د بریښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي وویل: کابل ښاریان به وتوانیږي چې د پرچاو شوې برېښنا یوه برخه وکاروي او په وینا یې تر سبا ماښامه به ټوله برېښنا په نورمال ډول کابل ته راولیږدول شي. ... Full story

افغان حکومت او طالبان مخامخ خبرې کوي.

د افغانستان د بهرینو چارو وزارت وایي: ډېر ژر به د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې وشي. د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د درېیمې څلور اړخیزې غونډې په پای کې یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي دي چې د اسلام اباد په خبرو کې هوکړه شوې چې د افغان حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ به د روانې عیسوي میاشتې تر پایه مخامخ خبرې پیل شي. ... Full story

د نغلو د برښنا بند تولید ۱۰۰میګاواټو ته لوړیږي.

د افغانستان د برښنا شرکت وايي، دوی په پام کې لري چې د یو کال په موده کې د کابل ـ ننګرهار پر لار پروت د نغلو د برښنا بند د تولید ظرفیت ۱۰۰ ميګاواټو ته لوړ کړي. د برښنا شرکت د راپور پر بنسټ دغه شرکت د نغلو برښنا بند د بیارغولو پروژې له پاره، د " Inter-rao" له نړیوالې معتبرې روسي کمپنۍ سره، د ۶،۶ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ. ... Full story

افغان ولسمشر د څلورو ولایتونو له مشرانو سره د لیدنې لپاره ننګرهار ولایت ته تللی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د څلور ختیځو ولایتونو د مشرانو دیني عالمانو او مخورو سره د خبرو لپاره نن د ننګرهار ولایت مرکز د جلال اباد ښارته تللی دی. جمهوررئیس غني به لومړی د دغو ولایتونو له مشرانو سره جلا جلا غونډې وکړي او بیا به په یوه ګډه غونډه کې هم ددغو مشرانو سره خبرې وکړي. ... Full story

هغه ودانۍ چې کوچنی پنټاګون بلل کیږي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د ملي دفاع د وزارت نوې ودانۍ چې د امریکا د متحدو ایالاتونو او د جرمني په مالي مرستو جوړه شوې، پرانسته او د دې ودانۍ د پرانستې پر مهال یې له خلکو وغوښتل چې د امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي. ولسمشر غني په خپلو خبرو کې د تبلیغاتي جګړې یادونه وکړه. نوموړي وویل ناوړې تبصرې، منفي څرګندونې په امنیتي ځواکونو تاثیر لري، مدني ټولنې، علماء، د ملي شورا غړي، د ولایتي شورا غړي دې له افغان امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ وکړي او تر شاه دې یې ودریږي. ... Full story

ولشمسر وایي چې د کورنیو چارو وزارت تړونونه 'اصولي نه وو'

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي د تېرو څو کلونو د کورنیو چارو د وزارت هېڅ یو تړون اصولي نه وو. ولسمشر ویلي د دې وزارت تړونونه يې څېړلي او په دې قراردادونو کې ډېرې نیمګرتیاوې وې. ... Full story

1 2 3 4 5 next total: 47 | displaying: 1 - 10