Newsletter
Email:

Poll: نظر پوښتنه

د ملي یووالي حکومت له یو کلن کاره څومره راضي یاست؟
Home | روانې چارې | سید احمد ګیلاني د سولې عالی شورا نوی مشر وټاکل شو

سید احمد ګیلاني د سولې عالی شورا نوی مشر وټاکل شو

Font size: Decrease font Enlarge font
image

د افغانستان د سولې په عالي شورا کې یوې سرچینې رسنیو وویل چې افغان ولسمشر پیر سید احمد ګیلاني د سولې عالي شورا د مشر په توګه ټاکلی دی. سرچینه وایي چې محمدکریم خلیلي، حاجي دین محمد او حبیبې سرابي په ګډون شپږ تنه د یادې شورا د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي.

ولسمشر غني لا تر اوسه په دې اړه رسمي فرمان نه دی صادر کړی.

خو د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې پیر سید احمد ګیلاني د سولې د عالي شورا د ریيس او کریم خلیلي، دین محمد، حبیبه سرابي، خبیر، عطاالرحمن سلیم او خدام د دغې شورا د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي دي.

 په نړیوالو چارو کې د سولې د عالي شورا سلاکار اسماعیل قاسمیار رسنیو ته وویل، د دغې شورا د مشرتابه پلاوي نوملړ به په رسمي توګه درې ورځې وروسته اعلان شي.

که څه هم ښاغلي قاسمیار د سولې د عالي شورا د مشر په توګه د پیر سید احمد ګیلاني د ګمارنې خبر تایید نه کړ، خو وې ویل چې له یوې میاشتې راهیسې د هغه د ګمارنې په اړه خبرونه اوریدل کیږي.

د سولې عالي شورا د ۶۸ کسانو په غړیتوب، چې د افغانستان په سیاست کې ښکیلې جهادي او مخورې څیرې هم په کې شاملې دي، شپږ کاله مخکې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په فرمان، د افغان حکومت له وسله والو مخالفینو سره د روغې جوړې په موخه، جوړه شوه

 

  • Email to a friend Email to a friend
  • Print version Print version
  • Plain text Plain text

Tagged as:

home, headline