Newsletter
Email:

Poll: نظر پوښتنه

د ملي یووالي حکومت له یو کلن کاره څومره راضي یاست؟
Home | روانې چارې | افغان ولسمشر د څلورو ولایتونو له مشرانو سره د لیدنې لپاره ننګرهار ولایت ته تللی

افغان ولسمشر د څلورو ولایتونو له مشرانو سره د لیدنې لپاره ننګرهار ولایت ته تللی

Font size: Decrease font Enlarge font
image

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د څلور ختیځو ولایتونو د مشرانو دیني عالمانو او مخورو سره د خبرو لپاره نن د ننګرهار ولایت مرکز د جلال اباد ښارته تللی دی. جمهوررئیس غني به لومړی د دغو ولایتونو له مشرانو سره جلا جلا غونډې وکړي او بیا به په یوه ګډه غونډه کې هم ددغو مشرانو سره خبرې وکړي.

محمد اشرف غني په خپله لومړۍ ناسته کې  چې د ننګرهار د قومي مشرانو،  دیني عالمانو، د ښځو او مدني ټولنې د استازو سره یې په جلال اباد کې د ولایت د غونډو په تالار کې لرله که څه هم پخپله خبرې ونه کړې، خو د دغه ولایت د حالاتو په باب د یو شمیر مخورو خبرې واورېدې

د غونډې ټولو ویناکوونکو د ننګرهار د امنیتي وضعیت په هکله ژورې اندیښنې څرګندې کړې او د افغانستان له جمهوررئیس څخه یې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو په برخه کې د عاجلو اقداماتو غوښتنه وکړه.

د ننګرهار یو قومي مشر ملک حاجي نذیر جمهوررئیس غني ته وویل، که یو ځل له ننګرهار څخه د داعش او طالبانو وسله وال وباسي، نو بیا به د دغه ولایت ولسونه هغوی په خپل ولایت کې پرینږدي.

د ننګرهار د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري په دغه ولایت کې د فساد او په ځانګړي ډول د زورواکانو له خوا د ننګرهار د کانال د ځمکو د غصب مسلې یادونه وکړه.

دغه راز، ښاغلي زمري د ننګرهار ولایت د اداري چارواکو د بدلیدلو غوښتنه هم وکړه.

ټاکل شوې چې جمهوررئیس غني به د کونړ، لغمان او نورستان د مشرانو سره هم ورته غونډې ولري.

  • Email to a friend Email to a friend
  • Print version Print version
  • Plain text Plain text

Tagged as:

home