Newsletter
Email:

Poll: نظر پوښتنه

د ملي یووالي حکومت له یو کلن کاره څومره راضي یاست؟
Home | روانې چارې | ولشمسر وایي چې د کورنیو چارو وزارت تړونونه 'اصولي نه وو'

ولشمسر وایي چې د کورنیو چارو وزارت تړونونه 'اصولي نه وو'

Font size: Decrease font Enlarge font

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي د تېرو څو کلونو د کورنیو چارو د وزارت هېڅ یو تړون اصولي نه وو. ولسمشر ویلي د دې وزارت تړونونه يې څېړلي او په دې قراردادونو کې ډېرې نیمګرتیاوې وې. نوموړي د کورنیو چارو د وزارت د نوې ودانۍ د پرانیستنې په غونډه کې وویل چې د دې بنسټ په جوړښت کې یې له سمونو څخه پر راوستلو ټینګار وکړ.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي هغه تړونونه چې په دې وزارت کې شوي د اصولو پر بنسټ نه دي .

هغه وايي فساد او بې ځایه د لاسلیکونو کاروبار ورته په کورنیو چارو وزارت کې د منلو وړ نه دي او باید د دې کال تر باید په دې وزارت کې بنسټیز اصلاحات راوستل شي.

افغان ولسمشر وویل د امنیتي ځواکونو پر وړاندې يې خپل مسؤولیتونه څنګه چې لازم و، نه دي پر ځای کړي.

ولسمشر د قرباني شوو پولیسو له کورنیو سره د مرستې پر بهیر نیوکه وکړه او ويې ویل چې شته بیروکراسي د دوی د ستونزو د حل په وړاندې اصلي خنډ دی.

ولسمشر هیله وښووله چې د کورنیو چارو وزارت نوې ودانۍ به په هېواد کې د قانون د حاکمیت اصلي مرکز وي.

 

  • Email to a friend Email to a friend
  • Print version Print version
  • Plain text Plain text

Tagged as:

No tags for this article