Newsletter
Email:

Poll: نظر پوښتنه

د ملي یووالي حکومت له یو کلن کاره څومره راضي یاست؟
Home | روانې چارې | د کرزي او ملي اجماع سرنوشت - ډاکټر طوفان وزیري

د کرزي او ملي اجماع سرنوشت - ډاکټر طوفان وزیري

Font size: Decrease font Enlarge font
image ډاکټر طوفان وزیري

د افغانستان راتلونکي انتخابات لا هم د ابهاام په تیارو کې ډوپ دي، سړی دقیقه پېش بيني نه شي کولای، چې حالات به کومې خوا ته ځي، البته هر څوک ځینې اټکلونه کولای شي، زه هم د خپلو مالوماتو، اټکلونو او تحلیل پر بنسټ خپل نظر وړاندې کوم.

 

دغو ټاکنو ته ځینې مطرح قوتونه لګیا دي امادګۍ نیسي، له دغو قوتونو څخه یو هم حامد کرزی دی، که څه هم د قانون له مخې او هم د کرزي د بیا ـ بیا یادونو له مخې به په راتلونکو ټاکنو کې دی نه کاندیدیږي، خو دی به په هر صورت د ټاکنو لوری داسې ټاکي چې د ده ګټې به په کې خوندي وي.

کرزی او سیاف پر دې باندې هم تفاهم سره کړی دی، چې  داسې یو کمزوری کاندید به وړاندې کوي، چې له یوې خوا د هغه په وجود کې خپلې ګټې خوندي کړي او له بلې خوا د حزب اسلامي د لا ډېر قوت مخه ورباندې ونیسي، چې منظم تشکیلات او زیات کدرونه لري، پر دې اساس یې له ځواکه استاد سیاف او کرزی دواړه بېریږي او دا بېره هم له دې امله ده چې، حزب اسلامي د داسې دکتاتورۍ پر روحیه ولاړ دی، چې له ځانه پرته بل هیڅوک نه شي منلای، ځکه نو دغه دوه لوبغاړي غواړي، چې د حزب اسلامي ځواک په موجود حد کې وساتي او د ریاست جمهوري تر بریده یې د غځېدو مخه ونیسي.

استاد سیاف همېشه د شاهي کورنۍ پر دوو کسانو ټینګار کړی، چې یو یې مصطفی ظاهر او بل یې اوسنی برهنی وزیر زلمی رسول دی.

کرزي او سیاف دمګری پر زلمي رسول موافقه کړې ده، د ضعف هغه معیار یې پوره کړی، چې د دغو دوو معامله ګرو ورته اړتیا ده.

د ټاکنو لپاره بل مطرح قوت د ډاکټر اشرف غني احمدزي، علي احمد جلالي، ډاکټر فاروق وردګ، وحیدالله شهراني، قیوم کرزي، زلمي خلیلزاد او احسان الله بیات په ترکیب سره ملی اجماع ده، چې ډاکټر اشرف غني یې د طرحې له لیکلو او تنظیم لګیا دی او پرلپسې ناستې او بحثونه لري، خو لا یې خپلمنځي اعتماد نه دی پوخ شوی او  دغه نا متجانسه اجماع هره لحظه شړېدلای او له منځه تلای شي.

له دغې ملي اجماع سره حامد کرزی د خپلې خاصې چالاکۍ له مخې لوبه کوي، دی غواړي، چې د خپل مشر ورور قیوم کرزي په واسطه دغه اجماع د ټاکنو تر ممکنه لنډې مودې پورې مصروفه وساتي چې دا فرصت پیدا نه کړي، چې ځان سره راټول، منسجم، متشکل او ځواکمن کړي.

په ملي اجماع کې ځکه د بې باورۍ فضا حاکمه ده، چې کرزي د خپل ځراکت له مخې هر یوه ته جلا- جلا طمع ورکړې، چې ګواکې ملاتړ به یې کوي او دوی فکر کوی چې د کرزي ملاتړ د هر کاندید کامیابي تضمینولای شي.

کرزی ډاډه دی، چې د ملي اجماع عناصر هر یو بېل – بېل ښه بېغمه لوبولای او تېر ایستلای شي، ان په ځینو خو مخامخ ریشخند وهي، خو دوی دا ریشخند د خپل شخصیت امتیاز ګڼي، مثلا خپل یوه برحال وزیر ته یې چې د ملي اجماع غړی هم دی په طنز آمېزه ژبه ویلي ول، چې ته ځکه کاندیدای شې، چې ستا هم انګلیسي زده ده، یانې تلویحاً یې ور یاده کړې وه چې له انګلیسي پرته بله هیڅ کیسه نه لرې.

کرزی به په وروستیو لحظو کې خپل د خوښي کاندید، چې له استاد سیاف سره یې توافق پر کړی رامخې ته کوي او دا به هغه وخت وي چې نور به ملی اجماع د نوي تصمیم نیولو چانس او وخت له لاسه ورکړی وي.

حامدکرزي او ملي اجماع ته زما یوه – یوه مشوره:

۱- حامد کرزي ته:

کرزي ویلي چې نه دی او نه یې له وروڼو څوک کاندیدوي؛ کرزی چې هر څوک رامخې ته کوي دی به بایلونکی وي، ځکه د ده کمزوری منتخب ولسمشر به د استاد سیاف، شمالي ټلوالي او نورو ټولو هغه خاینو ډلو ټپلو تر اغېر لاندې وي، لکه خپله چې یې کرزی دوولس کاله په منګولو کې اخیستی و.

کرزی به ځکه د نوي مشر د کنټرول توان و نه لري، چې ده د خپلې واکمنۍ په دوران کې داسې یو متشکل او منسجم قوت رامنځته نکړای شوای، چې نن یې د ځان په ګټه د خپلو حریفانو په مقابل کې یو منطقي بېلانس پرې ساتلی وای، کرزی به په نوې دوره کې یو فرد وي، او تر فرد ها خوا به هیڅ هم نه وي او دده د معامله ګرۍ روانې ټولې هلې ځلې به د موجودو منظمو فاسدو کړیو په ګټه تمامیږي او کرزي ته چې یوازنی شی پاتیږي، هغه به تر بدنامۍ ها خوا بل هیڅ هم نه وي او اتومات به له سیاسي صحنې څخه وزي.

نو د کرزي لپاره زما مشوره دا ده، د دې لپاره چې له تاریخي مسئولیت څخه یې ځان ژغورلی وي، اود خپلو ټولو اشتباهاتو څخه څه نا څه جبران یې کړی وي، نو باید تر معامله ګریو تېر شي او د واقعي، شفافو، عادلانه او قانوني ټاکنو لپاره دې زمینه برابره کړي او پر وطن مینو او پاکو اشخاصو د یو ملي ټیم حمایت دې وکړي، چې دا به هم د ده، د ده د کورنۍ او د ده د ملت په خېر وي.

 

ملي اجماع ته:

د ملي اجماع ترکیبي عناصر پر درو کټګوریو وېشلای شو:

اول- خوشباوره کسان، چې فکر کوي په رشتیا یې هم کرزی ملاتړ کوی او د بریالیتوب چانس لري.

دوهم- د قیوم کرزي پر لاس دستوري کسان چې د کرزي په ریموټ به حرکت کوي.

درېیم- په هر څه پوهېدونکي کسان، چې له مجبوري ورځې ورسره روان دي او بله چاره نه ویني.

له دستوري کسانو پرته، مې دا نورو دوو ډلو ته مشوره دا ده، چې دا یوه ډله له بېځایه خوشباورۍ څخه راووزي او بله دې د مجبوریت له واهمې ځان خلاص کړي، دوی دواړه دې لاسونه سره ورکړي او یو منظم، منسجم او قوي ټیم دې رامنځته کړي، او یو سم کاندید دې رامخې ته کړی، چې د کامیابۍ چانس به یې فوق العاده زیات وي، دستوري کسان دې یا د ځان په ګټه کار وکاروي او یا دې یې له خپل منځه حذف کړي.

که چیرې دغو دواړو مطرحو اړخونو ته زما مشورې د قناعت وړ وي، نو دوی دې په خپلو منځو کې تفاهم سره وکړي، د دوی دا تفاهم به یو لوی ځواک رامنځته کړي، چې نتیجه به یې هر یوه ته هم د فرد په توګه هم د ټیم په صفت او هم له ملي نګاه مثبته وي.

ان شاء الله

Subscribe to comments feed Comments (7 posted)

avatar
Sabita 17/07/2015 19:30:55
Yup, that'll do it. You have my apiorcpatien.
avatar
Lupita 18/07/2015 16:37:06
I was struck by the <a href="http://rywxuviqkoz.com">honetsy</a> of your posting
avatar
Abril 21/07/2015 17:55:03
This is just the pefcret answer for all of us http://jdrikil.com hokmvpz [link=http://tnaegacukeo.com]tnaegacukeo[/link]
avatar
Charlotte 16/08/2016 01:47:38
Cindy (56)-Only the men&#8217;s game is a gang assault with sticks. Much more skill and less contact in the women&#8217;s game.Also, where else can you find girls named Muffin? Anytime my daughter comes up against a girl with a boarding-school name, that girl gets a cross-check. To date, my daughter informs that no one in the MuEffn/illery/Paisley set retaliates.
avatar
Wednesday 16/08/2016 15:25:28
That's really <a href="http://aixwweoxr.com">shwrde!</a> Good to see the logic set out so well.
avatar
Kelli 16/08/2016 21:01:44
Just cause it's simple doesn't mean it's not super heulpfl. http://lslfczkr.com xfjccwzufvx [link=http://wdoufpdoa.com]wdoufpdoa[/link]
avatar
Dalton 17/08/2016 02:47:04
Didn't know the forum rules allowed such <a href="http://ernervoc.com">braiillnt</a> posts.
total: 7 | displaying: 1 - 7

Post your comment

  • Bold
  • Italic
  • Underline
  • Quote

Please enter the code you see in the image:

Captcha
  • Email to a friend Email to a friend
  • Print version Print version
  • Plain text Plain text

Tagged as:

No tags for this article