Newsletter
Email:

Poll: نظر پوښتنه

د ملي یووالي حکومت له یو کلن کاره څومره راضي یاست؟
Home | روانې چارې | محور ورځپاڼه: په ننګرهار کې د اختطافونو پټې دوسیې

محور ورځپاڼه: په ننګرهار کې د اختطافونو پټې دوسیې

Font size: Decrease font Enlarge font
image

په ختیځ زون کې د بانکونو پخوانی مشر شهزاده مظلومیار د خپل تښتول شوي زوی د اختطاف تور په جنرال تفسیر اړولی دی، چې دا مهال د کندهار د سرحدي لېوا قوماندان دی.

 

دوه ورځې وړاندې هم د مخ پټو کسانو له خوا په بټي کوټ کې د ګمرک دوه مامورین وتښتول شول، خو د ننګرهار امنیه قوماندانۍ په تېرو دوو میاشتو کې د اختطاف یوازې دوه پېښې تائیدوي .

))پر اختطاف سربېره د نا امنیو ډېری پېښې د تورو ښیښو لرونکو موټرو، بې مجوزه وسلو او لوکل لېسنسونو څخه په استفادې کېږي، چې مسولیت یې د ننګرهار ادارې ته ور ترغاړې کېږي. ورځ تر بلې د اختطاف پېښې زیاتېږي او که امنیتي وضعه همداسې روانه وي، نو ناوړه عواقب به ولري.)) انجینر سید اکرام

د ننګرهار د امنیتي وضعې جاج له دې هم کېدای شي، چې د اختطافچیانو ډلې اوس د ښار په منځ کې مهم سوداګر او د هغوی د کورنۍ غړي په نښه کوي او د تښتونې پرسر یې ان لکونه ډالره اخلي.

په ننګرهار کې د سړي تښتونې وروستۍ پېښه په ختیځ زون کې د بانکونو د پخواني مشر شهزاده مظلومیار د زوی هغه ده، چې څه باندې یوه اوونۍ وړاندې تښتول شوی، خو هغه یې تور په جنرال تفسیر لګولی دی. جنرال تفسیر اصلاً د ننګرهار د خوګیاڼیو دی، خو دا مهال د کندهار د سرحدي لېوا قوماندان دی.

د دریمې ورځې لپاره هم د قومي مشر ملک حسن په مشرۍ ټاکل شوې جرګه هڅه کوي، دغه مسئله د خبرو له لارې اواره کړي، خو تر پرون ناوخته موضوع همداسې کړکېچنه پاتې وه.

قومي مشر ملک حسن محور ته وویل، دا چې مظلومیار اوس په پخواني موقف کې ندی، چې پیسې دې ولري، نو ښکاري، چې دا کار د توطئې له مخې شوی دی :((د شهزاده مظلومیار کورنۍ په جنرال تفسیر دعوه لري، سره له دې چې هغه په کندهار کې دی، خو هغه دا تورونه نه مني. زموږ وروستي معلومات ښیي، چې د مظلومیار زوی هم د تښتونکو له منګولو تښتېدلی او موږ دې ته منتظر یو، چې هغه را پیدا شي او وروسته به ټوله کیسه معلومه شي((

د بېلګې په توګه دا یوازې یوه پېښه ده، خو د سیمه ییزو خبریالانو په وینا د سړي تښتونې ډېرې دا ډول پېښې ځکه همداسې پټې پاتې کېږي، چې دواړه لوري پخپل منځ کې سره جوړجاړي ته رسېږي او هېڅ لوری نه د تښتوونکو ډله او نه هم د تښتول شوي کورنۍ غواړي چې هویت یې افشا شي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی انجینر سید اکرام هم تائیدوي، چې په وروستیو کې په ننګرهار کې د تښتونو پېښو زور اخیستی او د شهزاده مظلومیار د زوی په اړه هم خبر شوی، چې دا مهال له تښتونکو سره دی.

یوې ځایي سرچینې محور ورځپاڼې ته ویلي، عموماً د دا ډول پېښو تر شا د يوشمېر پخوانیو جنګي قوماندانو لاس دی، چې اوس له مافیایي ګروپونو سره یوځای شوي او مهم کسان په نښه کوي.

په ننګرهار کې د ځایي خبریالانو له قوله ډېری وخت د تښتول شويو کورنۍ ځکه په پولیسو او دولتي چارواکو باور نه کوي، چې په ځینو پېښو کې مستقیماً دوی ته ګوته نیول کېږي.

خو د ننګرهار د امنیه قومندانۍ آمر سمونوال محمد معصوم هاشمي دغه تورونه ردوي. ښاغلي هاشمي له محور ورځپاڼې سره په مرکه کې په تېرو دوو میاشتو کې د سړي تښتونې یوازې دوه پېښې تائیدوي او په وینا یې د عاملینو د نیولو لپاره په یو نوي امنیتي پلان کار کوي :((د والي ګل اغا شیرزي، امنیه قوماندان او زما تر ځانګړي څار لاندې په یو نوي امنیتي پلان کار کوو، چې ورسره به د ننګرهار په امنیتي وضعه کې ډېر بدلون راشي. داسې کله هم ندي شوي، چې زموږ پولیس او یا دولتي چارواکي دې د اختطاف په پېښو کې لاس ولري او که وي هم قضایي ارګانونو ته به وسپارل شي.((

په ننګرهار کې ازاد خبریال زیارخان یاد هم تائیدوي، چې د سړي تښتونو پېښو خلک اندېښمن کړي او په وینا یې د سړي تښتونکو بانډونو له وېرې خلک د ورځې ناوخته تګ راتګ ته ډېر زړه نه ښه کوي

Subscribe to comments feed Comments (14 posted)

avatar
Charlie 17/07/2015 16:43:21
The abiltiy to think like that is always a joy to behold
avatar
Birara 18/07/2015 16:32:07
Thought it <a href="http://bjkigacu.com">woln'udt</a> to give it a shot. I was right.
avatar
Hacer 21/07/2015 17:52:05
Deadly accurate answer. You've hit the buslelye! http://uexzwbhrsae.com arxwhdst [link=http://eidfepqlox.com]eidfepqlox[/link]
avatar
Chanel replica handbags 12/01/2016 05:08:21
Design and absolute are the body of any production, let abandoned the angel acclaimed casting Chanel handbag.
avatar
replica watches 25/04/2016 06:58:57
our replica watches are cheap and good quality
avatar
Kevrel 15/05/2016 15:06:05
¡Hola!Very Interesting post! Thank you for such interesting re!orucesPS: Sorry for my bad english, I&#8217;v just started to learn this language See you!Your, Raiul Baztepo
avatar
Maud 15/05/2016 15:14:53
Erratum:An in any case we would be speaking of a minor fraction of the genome.Should read:And in any case we would be speaking of a minor fraction of the hupef-smacinic genome.
avatar
Janesa 16/05/2016 13:13:39
Too much went on <a href="http://oqmmcthkzy.com">to#0a&d823y;way</a> to much. It&#8217;s been a really sad day. The interview is good though. Where is webkinz&#8217;s rock and roller? I&#8217;d like to see him in action
avatar
Jannika 16/05/2016 13:16:59
Tuần vừa rồi Trấn Thành và BTC không nói rõ về cách nhắn tin bình chọn gì cả. Má»—i số ĐT <a href="http://aunavgck.com">Ä‘£Æ°»ác</a> nhắn tối Ä‘a 8 lần cho 1 thí sinh hay là nhắn 8 lần cho 8 thí sinh. cái kiểu thông báo ỡm ờ này làm thiệt thòi cho thí sinh lắm đấy, hay đây là kiểu chÆ¡i khó khán giả đây?
avatar
Jenita 17/05/2016 12:18:11
Nekem ugyan az a e-mail címem mindkét esetben, és az adwords-ben, az analytics fülben mégis azt írja, hogy "Ez az AdWords-fiók össze van kapcsolva ugyan egy Analytics-fiókkal stb..." Tehát nincs ilyen lehetÅ‘ség, hogy már van analytics finiokm...AÃalyt³cs-ben rendszergazda, adwors-ben admin hozzáféréssel. http://wzsryf.com ioosym [link=http://cnbmlogdzi.com]cnbmlogdzi[/link]
1 2 next total: 14 | displaying: 1 - 10

Post your comment

  • Bold
  • Italic
  • Underline
  • Quote

Please enter the code you see in the image:

Captcha
  • Email to a friend Email to a friend
  • Print version Print version
  • Plain text Plain text

Tagged as:

No tags for this article