Newsletter
Email:

Poll: نظر پوښتنه

د ملي یووالي حکومت له یو کلن کاره څومره راضي یاست؟
Home | مقالې | زموږ ژورنالېزم او ملي ګټې / میوند فدا

زموږ ژورنالېزم او ملي ګټې / میوند فدا

Font size: Decrease font Enlarge font
image

موږ په هر چوکاټ او تګلاره کې يو څه ډېر په شدت سره عملي کوو او بل څه يې له پامه غورځوو، د دواړو امر منښته به يو شان وي

خو موږ يې توپير ته قايل يو. موږ مسلمانان په ډېر جدي ډول د خنځير له غوښې کرکه کوو، خو په بې ګناه قتل افتخار کوو، دواړه د يوې کټګورۍ په کبيره ګناهونو کې راځي. په لنډه يې وايو، په ژورنالېزم کې موږ سرعت او توازن ته ډېره پاملرنه کوو، خو ملي ګټې له سره پېژنو نه، موږ د خبر د غښتلي کولو لپاره ډېرې سرچينې کاروو، خو د سرچينو په تعريف پسې سر نه ګرځوو او ملي ګټې ورته تر پښو لاندې کوو.

لومړۍ د خبري سرچينو په اړه غږيږو، چې موږ ته ژورنالېزم باوري او د کارونې وړ سرچينې کومې ښودلې دي او موږ کومې کاروو. خبري سرچينه هغه ته وايي، چې کره وي، پېژندل شوي وي، مجهوله نه وي او باوري وي.

زموږ خبري سرچينې بايد صلاحيت او مسووليت دواړه ولري، يعنې علمي صلاحيت او موقف، خو دا دواړه په پېښو او موضوعګانو پورې اړه لري، ډېر وخت موږ عامو ، بې سواده او عادي خلکو ته په په خبر او راپور کې د سرچينې په توګه اړتيا لرو.

خبري سرچينې په درې ډوله دي: سپينې، خاکستري (د ايرو رنګ) او تورې.

سپينې سرچينې معمولي دي، چې په څرګند او معلوم ډول موږ ته اطلاعات راکوي او موږ يې پېژنو، خاکستري سرچينې هغه دي، چې موږ (خبريال) يې پېژنو، خو پټ معلومات راکوي او نه غواړي، چې نوم يې واخيستل، په دغه صورت کې خبريال بايد په خپل خبر کې د بآور لپاره د دغه ډول سرچينو سره چانې ووهي، چې تر يوه حده يې پته څرګنده کړي. تورې سرچينې (شايعات) دي، چې دغه ډول سرچينې د ژورناليستکو ارزښتونو له مخې هېڅ اعتبار نه لري.

له وروستي تعريفه څرګنديږي، چې تورې سرچينې زموږ لپاره هېڅ ارزښت نه لري او نه يې هم بايد وکاروو او دغه راز خاکستري سرچينې هم چې څومره جوتې وي، همدومره مو خبر او راپور کره او د باور وړ وي، تاسو وينئ، چې په راپورونو او خبرونو کې، چې ډېره زياته اړتيا پېښه نه شي، پټې سرچينې نه کارول کيږي او که کارول کيږي هم، نو هلته ډېره جدي اړتيا محسوسيږي.

څلورم ډول سرچينې هغو ته وايو، چې د نظر او نقل قول اخيستل يې زموږ له ملي ګټو سره په ټکر کې وي او دا چې په ژورنالېزم کې ملي ګټې هم يو منل شوى اصل دى، نو د هر هېواد خبريالان د خپلو ملي ګټو د ساتلو په موخه هېڅکله داسې سرچينې نه کاروي، چې د دوى ملي هويت، ملي ګټو او ملي مصالحو ته زيان رسوي.

ترکيه هېواد چې د نړۍ په پرمختلليو ډيموکراتيکو هېوادونو کې راځي، د بيان ازادي په کې شته او رسنيو ته بشپړه ازادي ورکړل شوې ده، خو کله چې په دغه هېواد کې د دوى د حکومت وسله وال مخالفين (PKK) کومه پېښه رامنځ کوي، وسله وال بريد کوي او يا چاودنې کوي، نو رسنۍ يوازې د دولتي سرچينو او عامو خلکو نقل قولونه اخلي، تراوسه يې هم په داسې پېښو کې د مخالفو وسله والو نظر نه دى اخيستى، ځکه چې هغوى د ژورنالېزم ارونه پېژني او ورته ژمن دي، هم سرچينه پېژني او هم خپلې ملي ګټې.

موږ په خپلو ورځنيو خبرونو کې، که هغه امنيتي پېښې وي او يا د افغانستان د ثبات او سولې په اړه جريانونه وي، د وسلوالو طالبانو دريځ خامخا اخلو، د دوى دريځ معمولاً يا د ذبيح الله مجاهد په نوم يو څوک څرګندوي او ياد قاري يوسف احمدي په نوم، خو دواړه تراوسه نه چا ليدلي دي، نه يې نومونه خپل دي او نه يې ادرس معلوم دى، د ذبيح الله مجاهد په نوم کس په مياشت کې درې ځلې بدليږي او همدغه ډول قاري يوسف احمدي بدليږي رابدليږي، د تليفون شمېرې يې نوې نوې راځي او چې خبريال تماس ورسره نيسي، ډېر وخت نه نېول کيږي، خو له دې سره – سره زموږ رسنۍ او خبريالان بيا هم په هر څه کې د دوى نظر اخلي.

د ژورناليستيکو ارونو له مخې، نه ذبيح الله مجاهد سرچينه کيداى شي او نه هم قاري يوسف احمدي، ځکه نه د دوى هويت معلوم دى، نه يې نوم معلوم دى او نه يې ادرس، چې دا په خپله د تورې سرچينې او خاکستري سرچينې تر منځ ورته يوه مجهوله او ناپېژندل شوې سرچينه ورته ويلى شو او خبري ارزښت نه شو ورکولاى.

د ملي ګټو له مخې هم وسله وال طالبان هغه څوک دي، چې د دوى تر ولکې لاندې سيمو کې خلک له ډېر ځور سره مخ وي، په ځانمرګو بريدونو او چاودنو کې عام خلک وژني، زموږ د اساسي قانون، دولت، ملي واکمنۍ او د بيان ازادۍ په بشپړ ډول مخالف دي او پر ضد يې عملاً په جګړه بوخت دي، که موږ د ملي ګټو په نوم څه لرو، نو همدغه څه دي او که ورته ژمن يو، نو د طالب کړنو ته تبليغ کول په خپله په دې ار د پښو ايښودل دي.

په نړۍ کې د ډېرو هېوادونو سياسي وسله وال اپوزېسيونونه مخکې هم وو او اوس هم شته، رسنيو هم د هغوى دريځ ته پوښښ ورکولو، خو هغوى هويت درلود، ادرس يې معلوم و، ملي ګټې يې پېژندلې او د جګړې قوانين يې مراعتول او کله هم چې د هر دولت کوم وسله وال اپوزېسيون له دغو معيارونو پښه اړولې، نو بيا ترهګريزه ډله پېژندل شوې ده او رسنيو هم يوازې د ترهګرو په نوم د هغوى څېره ښودلې ده

Subscribe to comments feed Comments (6 posted)

avatar
Elizabeth 17/07/2015 16:00:22
Play inotimafrve for me, Mr. internet writer.
avatar
Klinsmann 18/07/2015 16:29:59
I have been so <a href="http://holzhkjad.com">bedirweled</a> in the past but now it all makes sense!
avatar
Micheal 16/08/2016 03:47:41
am Bong salamat sa pagbati! Lagi nga nya nireremind samin na dapat healthy fud ang kainin para malagpasan daw namin yung edad nyh;ehea..)
avatar
Koyie 16/08/2016 06:32:02
Tony Sever / January 23, 2009</a>Firefox had gratuitously made itself my default browser, and all attempts to set it back to IE using the standard method (ticking the box &#8220;Internet Explorer should check to see whether it is the default browser&#8221; on the Tools/Internet Options Programs tab) had no effect. Your method did the trick. Many tha<sk.Replyn/a>
avatar
Loree 16/08/2016 15:31:54
I can't hear <a href="http://zrxpespd.com">aniythng</a> over the sound of how awesome this article is.
avatar
Mira 16/08/2016 21:07:02
That's what we've all been waiting for! Great ponitsg! http://stjmyxs.com wdereltvwjw [link=http://vbwiztbkqt.com]vbwiztbkqt[/link]
total: 6 | displaying: 1 - 6

Post your comment

  • Bold
  • Italic
  • Underline
  • Quote

Please enter the code you see in the image:

Captcha
  • Email to a friend Email to a friend
  • Print version Print version
  • Plain text Plain text

Tagged as:

No tags for this article