Newsletter
Email:

Poll: نظر پوښتنه

د ملي یووالي حکومت له یو کلن کاره څومره راضي یاست؟
Home | مقالې | دا د سولې لار نه ده/ محمد یار یار

دا د سولې لار نه ده/ محمد یار یار

Font size: Decrease font Enlarge font
image

د وري په ۱۴مه په فراه ولايت كې د طالبانو د ډله ييز ځانمرګي بريد په نتيجه كې د ۴۲ تنو ملكيانو ژوند بايلنه ولسمشر حامد كرزي عام وژنه وبلله

 

دغه ملكي ناورين ته د جمهور رئيس غبرګون خورا تند و، پخوا ده پخپلو ويناوو كې طالبانو ته د وروڼو خطاب كاوه او له همدې امله به د ځېنو صاحبنظرانو او سياسي اپوزسيون له خوا تر نيوكه لاندې وو، چې بايد خپل هغه وسلوال دښمن ته د ورور په سترګه ونه ګوري، چې نه د ده پر مامورينو او نه يې هغه ملت باندې ذره رحم لري، ده به خپلو منتقدينو ته بيا – بيا ور يادوله چې همېشه به وسله وال طالب ته د ورور خطاب كوي، خو د فراه د پېښې په باب حامد كرزي په خپله اوونيزه راډيويي وينا كې طالبان مستقيما د دغه قتل عام عاملين وبلل او د ورور لفظ يې پر ژبه رانغى.

ولسمشر وويل چې ده د ملي حاكميت د تامين لپاره د بګرام زندان له امريكايانو څخه تسليم كړ، بېګناه طالبان يې خوشې كړل، خو  وسله والو طالبانو يې په عكس العمل كې د فراه غميزه وپنځوله.

دا اول وار نه دى چې د افغان دولت وسله وال مخالفين د كرزي د ښه نيت او سوله ييزو پيامونو او اقداماتو په مقابل كې دغه ډول خونړى جواب وايي، بلكې دا د دغو دوو دښمنو لوريو په عملونو او عكس العملونو كې يو عام تعامل ګرځېدلى دى.

د ولسمشر كرزي د ډېرو نورو اشتباهاتو تر څنګ يوه دا هم ده، چې له خپل بې پروا  او بې رحمه دښمن په وړاندې يې د سولې پاليسي د معقوليت بنسټ نلري، ځكه تېرې يوې لسيزې تجربو ثابته كړه، چې د كرزي انعطاف د ده د وسله وال او سياسي اپوزسيون له خشونت سره معكوساً متناسب دى، اما له بدمرغه دى له دغو ترخو واقعيتونو او تجاربو څخه نه زده كړه كوي او نه يوه منطقي نوښت ته مخه كوي.

طالبان كرزى خپل سيال نه ګڼي، هغوى خپله معامله له امريكا سره بنده بولي، هغوى د ځان په باب د افغان حكومت نرم چلن په انصاف كې نه شمېري، بلكې د بزدلۍ او كمزورۍ زېږنده ورته وايي، خو كه افغان حكومت رشتيا هم سولې ته ژمن وي، نو د سولې حج ته چې يې كومه لار په خوله وركړې، نو دا د مكې نه بلكې تركستان لاره ده.

كه افغان حكومت په واقعي مانا سولې ته لېوالتيا ولري، نو اول خو دې خپل مخالف د ورور نه بلكې د غليم په توګه په رسميت وپېژني او د هغه هر ډول عمل ته دې د بالمثل عكس العمل چمتووالى ولري، خو دا كار د ولس د ملاتړ په توان كېدلاى شي، چې متاسفانه دغه توان ورسره نشته او د دغه زور د خپلولو لپاره بايد د عامه ذهنيت د باور پله د ځان پر خوا درنه كړي او خپله زياته توجه پر دغه اصل متمركزه كړي، مګر دغه چاره بيا ځانته يوه سلسله اقدامات غواړي، چې په سر كې يې د فساد د كچې ټيټوالى او اداري سمون راځي، چې بدبختانه د كرزي د حكومت چورت هم ورباندې نه د خراب.

طالبانو د فراه په پېښه سره د كرزي حكومت ته څو ضرره ورسول:

يو: خپل حضور يې پياوړى ثابت كړ.

دوه: د كرزي د سولې طرحه يې ناكامه وخېژوله.

درې: د ناټو او امريكا په مقابل كې يې د كرزي دريځ ناكام او د دوى ترمنځ يې نورې بې اعتمادۍ ته زمينه برابره كړه:

څلور: د كرزي د ملي حاكميت د ادعا او سياسي درايت وزن يې سپك كړ او نور...

كه د كرزي حكومت پخپلو ټولو پالېسيو كې د هر اړخيز بدلانه لپاره معقولو نوښتونو ته اقدام ونكړي، نو بايللې يې ده او د دې بايلات ملاماتوونكي زيان ته به بيا افغان ملت بېوسه اوږه وركوي.

 

Subscribe to comments feed Comments (14 posted)

avatar
Micheli 17/07/2015 11:44:17
I read your post and wisehd I was good enough to write it
avatar
Harminder 17/07/2015 12:45:33
That's an ininogeus way of thinking about it.
avatar
Abhayan 18/07/2015 16:22:37
It's always a relief when someone with obvious <a href="http://oeuvtbn.com">exsteripe</a> answers. Thanks!
avatar
Mike 18/07/2015 16:24:03
Life is short, and this article saved <a href="http://ofqfbivv.com">valbluae</a> time on this Earth.
avatar
Jennifer 21/07/2015 17:45:38
Thanks for the great info dog I owe you bitggiy. http://jqfyet.com dcyyxcm [link=http://qcmkad.com]qcmkad[/link]
avatar
Tatu 21/07/2015 17:46:48
Calinlg all cars, calling all cars, we're ready to make a deal. http://sejylps.com jqzrmi [link=http://pepawpct.com]pepawpct[/link]
avatar
mulberry replica handbags 19/03/2016 06:40:05
mulberry replica handbags at www.mulberry59.co.uk on sale
avatar
louis vuitton replica 19/03/2016 06:40:33
cheap louis vuitton replica handbags uk
avatar
Brandie 16/08/2016 06:46:37
Aikanaan Sherlock Koirassa prof. Moriarty onnistui varastamaan Big Benin kellon. Eikös itse kellotorni ole nimetty Englannin nykyisen hallitsijan mukaan? Liekö sekin vaparmuuraaien salajuoni.
avatar
Hollie 16/08/2016 07:01:48
You&#39;re not crazy! You sound just like me:)Wish we were nei;vborsg)Lohe the pictures and so glad I came by! Thanks for the link party. And yes, I&#39;m counting the blessings ALL the time.
1 2 next total: 14 | displaying: 1 - 10

Post your comment

  • Bold
  • Italic
  • Underline
  • Quote

Please enter the code you see in the image:

Captcha
  • Email to a friend Email to a friend
  • Print version Print version
  • Plain text Plain text

Tagged as:

No tags for this article