Newsletter
Email:

Poll: نظر پوښتنه

د ملي یووالي حکومت له یو کلن کاره څومره راضي یاست؟
Home | مقالې | محور ورځپاڼه: په ننګرهار کې د ښارګوټو خونړی انجام

محور ورځپاڼه: په ننګرهار کې د ښارګوټو خونړی انجام

Font size: Decrease font Enlarge font
image

د سرخ دېوال ځمکو پرسر جنجال د افغانستان د جایدادونو د غصب د مافيا يو خطرناک جريان بلل شوی، چې له قومي او سيمه ييزو کشالو سربېره سياسي بحران زېږولای شي.

 

د بهسودو په ثمر خېلو کې له ښار نه ۱۲ کیلو متره لرې د سرخ دېوال شاوخوا ۱۲۰۰ جریبه ځمکه چې د نمرو په بڼه توزيع کېږي د ګل اغا شیرزي، حاجي ظاهر قدیر او د مومندو قوم ترمنځ په ننګرهار کې ترټولو ترينګلې دوسيه ده.

د حاجي غلجي زوی ادریس په سرخ دېوال سیمه کې د ۶۰۰ جریبه ځمکې اسنادو لرلو ادعا کړې، چې دا مهال یې پکې د ښارګوټي کارونه هم پیل کړي دي، خو له دې وړاندې هم د دغو ځمکو د ملکیت پرسر جنګونه او مرګ ژوبلې رامنځته شوې دي.

د ننګرهار د درونټې د ښه راغلاست په لوحه لګېدلي تصويرونه د ننګرهار په محلي اداره د محلي قوتونو د اغېز فيصدي وړاندې کوي. له والي ګل اغا شيرزي سره د حاجي قدير د کورنۍ له اوږدو ترينګلو روابطو وروسته په وروستيو میاشتو کې دغه البم د قدير د کورنۍ د حاکمیت يوه نوې ننداره په ډاګه کوي. ګاډي چلوونکي په بېغمۍ وايي، چې د ولسي جرګې غړی حاجي ظاهر له ګل اغا شيرزي سره پخلا شوی دی؛ اما دا پخلاينه په تعاملاتو کې يو نوی پيغام وړاندې کوي. يو ځایي خبريال وايي، د ځمکو وېش او پکې د زورواکو ونډې له ولايت سره د نږديتوب او فاصلې معيارونه دي.

د رپوټونو په اساس هغه څه چې د ننګرهار والي ګل اغا شيرزی او د ننګرهار د ميراثي حاکميت یو مشهور کرکټر حاجي ظاهر يې سره نږدې کړل، دقيقاً د سرخ دېوال ښارګوټی و، چې ځمکې پکې وېشل کېدې، خو پرون چې د والي د انګړ مخې ته قهريدلي لاريون کوونکي راټول شول، وپتيل شوه، چې د سرخ دېوال پرسر د والي او ښاغلي قدير اوښايي مومندو مشرانو ترمنځ جوړجاړی بې پايلې شوی دی.

د ولسي جرګې د غړي حاجي ظاهر قدیر تر مشرۍ لاندې د ولسي ځواک په نوم د والي ګل اغا شیرزي پر ضد سلګونه کسانو د شنبې په ورځ د ننګرهار څلور دروازې تړلې وې او د والي پرضد یې شعارونه ورکول.

خو یوه سرچینه وایي، د والي ګل اغا شیرزي او د ولسي جرګې د غړي حاجي ظاهر قدیر ترمنځ ستونزه د سرخ دېوال سیمې د شاخوا ۱۲۰۰ جریبه ځمکې پرسر رامنځته شوې، چې هره ډله یې خپل ملکیت بولي.

د مومندو قوم ددې ځمکې د ملکیت ادعا لري او دا مهال ددې قوم مشر فریدون مومند دغه قضیه پرمخ وړي، خو په مقابل کې یې عربان هم ددې ملکیت له ادعا څخه نه په شا کېږي.

له څه وخت راهیسې د سرخ دېوال ځمکو پرسر ټولې ډلې سره سلا شوې وې، خو نوی جنجال ښیي، چې د ډلو ترمنځ د برخو پرسر جنجال ندی حل شوی.  

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی انجینر عبدالغفار هم تاییدوي، چې د والي او حاجي ظاهر قدیر ترمنځ له څه مهال راهیسې اړیکي ښه ول، خو دا چې په څو ورځو کې د دوی اړیکي خراب شوي په لامل یې ناخبري ښیي :((له وړاندې حاجي ظاهر قدیر له والي سره ډېرې ښې اړیکي جوړې کړې وې، خو دا چې  ولې یې دغه اړیکي اوس خراب شول نه پوهېږم. موږ د مدني حرکتونو ملاتړ کوو، خو د ولس له ادرسه د خپلو شخصي غوښتنو مطرح کولو خلاف یوو او دا د امنیت او د ننګرهار ولس په خیر نه بولو.))

تېره اوونۍ په سلګونه کسان د حاجي ظاهر قدیر پر ضد د ننګرهار ولایت مخې ته راټول شوي وو او په سرخ دېوال سیمه کې یې هغه د قدیر مېنې د ځمکو په غصب تورن کړ.

خو هغه وخت د حاجي ظاهر قدیر پرضد د لسګونو راټولو شویو کسانو اعتصاب د ځینو کسانو په هڅو پای ته ورسېد، خو د شنبې په ورځ حاجي ظاهر قدیر د والي پرضد کسان راپورته کړل.

پروني لاریون بيا په والي ګل اغا شیرزي تور ولګاوه، چې د کانال ریاست ځمکې یې پلورلې او د ننګرهار په هډې سیمې کې د ۱۰۰ جریبه ځمکې په غصب کې هم لاس لري.

خو د والي ویاند عبدالرحیم عبدالزي رسنیو ته ویلي، چې ولایت مقام دوه ورځې وړاندې د ولس دغه غوښتنې په لیکلې بڼه ولسمشرۍ ماڼۍ ته استولي او د یو باصلاحیته پلاوي غوښتنه یې کړې، چې یاده پېښه له نږدې و څاري.

په ننګرهار کې ازاد خبریال زیار خان یاد وایي، د ننګرهار ولس د ولایت مقام او مخالفو ډلو له لوري برمته شوی دی، ټول لوري د ولس له احساساتو استفاده کوي او خپلې شخصي غوښتنې د دوی له ادرسه مطرح کوي :((ولس دې خپل نفوذ او موقف د هېچا په واک کې نه ورکوي، که هغه ډلې وي او که ولایت مقام. د ننګرهار ولس که له دې حالت ونه اېستل شي د یو خطرناک حالت وړاندوینه کېدلای شي.))

 ځينې شنونکي وايي، د ننګرهار هر نوی ښارګوټی له یوې ناقانونه او غصب دوسيې سره شريک دېوال لري. دغه وضعیت سبب شوی، چې په راتلونکې کې او حتی د والي له بدلون سره په نوموړې سيمه کې قومي دريځونه او دعوې په خونړيو قومي لانجو واوړي. دا يوازې ارګ دی، چې کولای شي په ننګرهار او ځينو نورو مهمو  ښارونو کې د ځمکو وېش او خپل سري ښارګوټي چې ولايتي مقامات او ځايي زورواکي پرې معاملې کوي، سملاسي په ټپه ودروي.

Subscribe to comments feed Comments (4 posted)

avatar
Madun 17/07/2015 16:11:15
Aretclis like this make life so much simpler.
avatar
Hikaru 18/07/2015 16:31:02
I am forever indebted to you for this <a href="http://ykdakferuc.com">inrofmation.</a>
avatar
replica handbags uk 01/09/2015 13:26:56
In acclimatized humans eye, Such casting accoutrements such as Louis Vuitton, Coach, Gucci, Chanel handbags accord to those humans in top cachet with abounding wealth, and they are far from acclimatized humans action alone because they are abounding too expensive
avatar
mulberry replica 10/12/2016 07:33:42
پروني لاریون بيا په والي ګل اغا شیرزي تور ولګاوه، چې د کانال ریاست ځمکې یې پلورلې او د ننګرهار په هډې سیمې کې د ۱۰۰ جریبه ځمکې په غصب کې هم لاس لري.
total: 4 | displaying: 1 - 4

Post your comment

  • Bold
  • Italic
  • Underline
  • Quote

Please enter the code you see in the image:

Captcha
  • Email to a friend Email to a friend
  • Print version Print version
  • Plain text Plain text

Tagged as:

No tags for this article