زموږ په اړه

ګوربت رادیو تلویزیون د پیښو پر مهال د ټولنو ژغورندوی:

آسیا په نړۍ کې له پیښو ډکه وچه ده، چې د ټولې نړۍ له ۱۰ هیوادونو څخه ۹ هیوادونه په آسیا کې دي چیرته چې ډیر وګړي د پیښو له امله خپل ژوند له لاسه ور کوي. د افغانستان په څیر هیوادونو کې دغه رنګ حقایق وضعیت لا نور هم د وړ ګرځوي، چیرته چې د کمزوره حکومت او د قانون کمزوري ټولنیز اقتصادي وضعیت او د انسان له لاد رامنځته شویو پیښو له امله د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ دی.

د مدني ټولنې د پیاوړتیا شبکې غړي په دې اند دي چې ټولنې د دوی په خپله ژبه د رادیويي او تلویزیوني پیغامونو له لارې و پوهوي چې په هره کچه څرنګه د پیښو کچه را ټیټه کړي او د ټولنو د مقاومت کچه لوړه کړي. په دې موخه د مدني ټولنې د پیاوړتیا شبکې غړو په ۲۰۱۰ زیږدیز کال کې د ګوربت په نوم یوه رادیو او تلویزیوني شبکه جوړه کړه چې د کوار موسسې تر پرګرام لاندې یوه غیر انتفاعي پروژه ده څو وکولی شي په افغانستان کې د پیښو د ګواښونو د کچې په راټیټولو کې خپله ونډه ولري.

د مدني ټولنې د پیاوړتیا شبکه په دې اند ده چې دا رنګه رسنیزې کړنې په هیواد کې مهم رول لوبوي څو خلک د پیښو د رامنځته کیدو په برخه کې محکې له مخکې د خطرونو په اړه د معلوماتو د را ټولو او هغه له نورو سره د شریکولو حکومتي چارواکي او مرستندویه اورګانوو خبرولو په برخه کې خلک وپوهوي او د پيښو د را منځته کیدو په وخت کې د پیښو د چمتو والي او ځواب ویلو له پاره د بحثونو اسانتیاوې چمتو کړي.

رسنۍ ددې له پاره چې وکولی شي دغه دنده په ښه توګه سرته ورسوي، علمي او د پیښو د منځتوړلو شبکې اړې دي چې خپل منځي اړیکې له رسنیو سره ټینګې او غښتلې کړي. له نیکه مرغه  کوار موسسې په سیمه  ییزه کچه له (ADRRN  ) سره دغه ډول اړیکې لري، او خوښ دی چې له مسلکي پوهې څخه برخمن دي او د (ADRRN) په ستراتیژۍ کې خپله ونډه ادا کوي.

ګټورې کاري اړیکې رسنیو، NGOs(غیر دولتي مرستندویه یا پراختیايي اورګانونه)، پوهانو،حکومت، اداتو او نړیوالو اورګانونو ته اړتیا لري څو تشخیص کړلی شي چې دوی په خپلو کې ډیرې اړیکې لري، که هر څو د دوی موخې او اړتیاوي سره بیلې دي، موږ په دې باور یو چې د توپیرونو د پیژندنې اهمیت او یو له بله سره یو ځای کار کول زموږ سره د یو بل د اړتیاوو په برخه کې مرسته کولی شي. دا هم اړینه ده چې موږ باید د رسنیو په خپل منځي توپیرونو وپوهیږو.

د مدني ټولنې د پیوړتیا شبکه د خپلې ګوربت رادیو او تلویزیون له لارې په مسلسله توګه کوښښ کوي چې د رسنیزو اورګانونو منځ کې  دغه واټن را کم کړي په ځانګړې توګه د پیښو او نورو ځانګړو ملي لومړیتوبونو په مسایلو کې.

ګوربت رادیو او تلویزیون د پیښو د له منځه وړلو اورګان دی چې د عامو وګړو د معلوماتو له پاره زیار باسي، او رسنۍ خپل ټول پام د ځاني او مالي تاوان پر ځای د پیښو د مخنیوي او د پیښو کموالي ته را اړوي.

د یوکوهاما د کنفرانس او ګردي میز موخه:

د چاپان په یوکوهاما  کې د ۱۹۹۴ کال د مې له ۳ تر ۲۷ د یوکوهاما په ستراتیژۍ کې په یوه عملي پلام کې له طبیعي پیښو سره د مبارزې په برخه کې کنفرانس د مهمو کړنو وړاندیز کړی دی، دغه پلان بیا هم د رسنیو مهمو کړنو او د عوامو تحصیلاتو ته اشاره کوي.

د ښوونې او روزنې او د خپرونو اطلاعات د عامه پوهاوي په موخه عملي کول، په سیاسي او لوړو پوړیو چارواکو له یوه ځانګړي تاکید سره، د طبیعي پیښو د کمښت د خپرونو د ډاډ او ملاتړ په موخه او د رسنیز ثبت د عامه پوهاوي ښوونې او روزنې د کچې د لوړلو د بنسټ په توګه د ښوونې او روزنې د پتانسیل د پیژندنې د ډیر والي له پاره د طبیعي پیښو د زده کړې په برخه کې د خلکو د ځان او مال ساتلو په موخه.

د اسنادو او اطلاعاتو را ټولول د طبیعي او بالقوه پیښو د اغیز کمولو په برخه کې د عامه پوهاوي د ښه والي په موخه.

په ټولیزه توګه د بنسټیزو اړیکو  پر وړاندې د مقابل پرمختګ، د علمي او سیاست پلې کوونې د پراختیا، د اړیکو لیږد چې د طبیعي پیښو په کمښت کې اغیز ولري، د ښوونې او روزنې د بنسټونو د جوړښت فرملې کوونه او د بشري زیرمو د پراختیا له پاره تخنیکي معلومات شریکونه.

اصول:

0      رسنۍ په توله نړۍ کې د خلکو په پوهولو کې مهمه ونډه لري، لکه له خطرونو څخه خبرول، د ځپل شویو سیمو په هکله معلومات را ټولو او هغه له حکومتي چارواکو، مرستندویه اورګانونو سره شریکول څو هغوی د خلکو اړتیاوو ته ځواب وویلی شي او د پیښو په حال د اماده ګۍ او ځواب ویلو بحثونو ته لاره هواره کړي.

0      د طبیعي ګواښونو په صورت کې په وخت سره د اساسي او سمې خبرې اترې ورښودل، په کم لګښت د خلکو ژوند ژغورل، د مالي زیان کمول او د خلکو د پوهې په کچه کې ډیروالی را وستل. داسې خبرې اترې کولی شي چې خلک لا نور هم پیاوړي  کړي چې له طبیعي خطرونو څخه څرنګه ځانونه وژغوري.

وړاندیزونه:

0     علمي او د پیښو له منځه وړلو اورګانونه باید له رسنیو سره د ښو کاري اړیکو د ټینګولو له پاره په یو بل اعتماد وکړي او د مختلفو  خوصوصیاتو، موخو او اړتیاوو ته کتنه وکړي. ګټورې او په بیا بیا  خبرې اترې ددغه مهمو ګروپونو په منځ کې له پیښو څخه مخکې د پیښو په ترڅ کې او له هغه وروسته اړیکې لا نورې هم پیاوړې کولی شي.

0     د پیښو له منځه وړلو اورګانه رسنیو ته هر څومره ژر چې کیدلی شي د کره معلوماتو په برابرولو کې کوښښ وکړي، دغه معلومات باید دقیق او د هر چا د پوهې وړ وي، او د ښّ خبر جوړولو سره تړاو ولري.

0     د طبیعي پیښو د را ټیټولو اداره باید د رسنیو او نورو ارتباطي لارو له لوري د پیژندګلویو اړیکو ټینګولو او ځانګړو پیغامونو په لټه کې ووسي.

0     رسنۍ او د طبیعي پیښو د راټیټولو بنسټونه باید په هغه سیمو کې چې پیښې په کې را منځته کیږي د هغه د راټیټولو لامل شي، د طبیعي پیښو د راټیټولو اداره سره له رسنیو باید د اړیکو د ټینګولو او پیژندګلویو د ځانګړیو لارو په لټه کې شي، هغه چې د طبیعي پیښو په را ټیټولو کې ګټور وو. یا هم بر عکس له هغو سره چې د طبیعي پیښو په راټیټولو کې پاتې راغلي.

0     د رسنیو سازمانونه د راپورونو د څیړلو او د طبیعي ګواښونو د چمتوالي په برخه کې هڅول کیږي، او په داسې ځای کې د کار له پاره هڅول کیږي چې د کیفیت، ځیرتیا او د نظم د ښه والي په موخه د طبیعي پید راټیټولو د ادارې له پاره وي.

پایله :

د نړیوالو طبیعي پیښو لسیزه او نړیوال کنفرانس غږ پورته کوي چې طبیعي خطرونه باید په طبیعي ناورینونو بدل نه شي، بشریت کمزوری نه دی. کله چې په پیښو کې د طبیعت له ګواښ او یو د پام وړ  بدلون سره په شمیر، قوت او پیچلتیا کې مخ کیږۍ د خطر د کموالي او د یوې هوساء راتلونکې په معنی ده.