Newsletter
Email:

Poll: نظر پوښتنه

د ملي یووالي حکومت له یو کلن کاره څومره راضي یاست؟
Home | مطبوعاتو ته کتنه | ملي ارمان: اشرف غني به نظام ته سقوط ورکړي؟

ملي ارمان: اشرف غني به نظام ته سقوط ورکړي؟

Font size: Decrease font Enlarge font
image

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې ترډیره د افغانستان وروستي امنیتي وضعیت او په دې برخه کې د پاکستان لوبې ته ځانګړي کړي دي.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په یوه تحلیلي مطلب کې پوښتنه کړې چې اشرف غني به نظام ته سقوط ورکړي؟ 

په مطلب کې راغلي چې ولسمشر د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقومندان په توګه په ځينو مسایلو کې بې غوره پاته کیږي او په یو شمېرمسایلو کې ټول صلاحیت ځانته ورکوي.

لیکوال ویلي، ولسمشر او نور افغان چارواکي یوازې دې ته خوښ دي چې د لیدو کتو خبرونه یې د تلویزیونونو له لارې خپاره شي.

چراغ ورځپاڼې بیا خپلې سرمقالې ته دا سرلیک ورکړی چې ایا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورونو لګولو لوبه بیا پیلیږي.

په سرمقاله کې راغلي چې ولسمشرغني له پاکستان سره په اړیکو کې ستراتیژیک سکون اختیار کړی خو تر اوسه د پاکستان له خوا د ښې همکارۍ نتیجه نه ده څرګنده شوې.

سرمقاله لیکونکي ویلي، وروسته له دې چې د ملي شورا پر ودانۍ د حملې مسولیت پر پاکستان واچول شو، داسې ښکاري چې بیا به د دې هېوادونو ترمنځ د تورو لګولو سیالۍ پیل شي.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي چې پرافغان سوله د پاکستان معامله.

په مطلب کې راغلي چې د جګړې ناتعریف شوی لوری او د جګړې مغلق جوړښت په افغانستان کې د سولې پر پروسې هم سیورۍ غوړولی دی.

د مطلب لیکوال ویلي چې پاکستان لاهم له ډیورنډ کرښې ورهاخوا طالبانو ته د پټن ځایونو، روزنې او تمویل اسانتیاوې برابروي.

لیکوال ویلي چې د پاکستان د دې کار هدف دا دی چې افغانستان ورسره د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپیژني او دغه راز افغانان د ازادي غوښتونکو بلوڅانو له ملاتړه لاس واخلي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې د پاکستان د امنیتي چارواکو په حواله لیکلي چې ویلې یې دي، په انګوراډه کې د افغان حکومت په خوښه دروازه جوړوي.

په مطلب کې د پکتیکا د والي په حواله لیکل شوي چې پاکستان ډیورنډ کرښې ته نږدې زغره وال وسایط ځای پرځای کړي دي.

په مطلب کې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو د چارواکو په حواله لیکل شوي چې دوی هم د پاکستان د دې ډول اقداماتو په وړاندې ځوابیه اقدامات کړي دي.

 

  • Email to a friend Email to a friend
  • Print version Print version
  • Plain text Plain text

Tagged as:

No tags for this article