Newsletter
Email:

Poll: نظر پوښتنه

د ملي یووالي حکومت له یو کلن کاره څومره راضي یاست؟
Home | مطبوعاتو ته کتنه | طالبانو ترورد افغانستان تر پارلمانه ورساوه

طالبانو ترورد افغانستان تر پارلمانه ورساوه

Font size: Decrease font Enlarge font
image www.gorbat.net

زیات شمېر لویدیځو ورځپاڼو د افغانستان د ملي شورا پر ودانۍ د وسله والو حملې ته پام اړولی دی.

ټایمز ورځپاڼې په یوه مضمون کي لیکلي، طالبانو ترورد افغانستان تر پارلمانه ورساوه، خو د دوشنبې د ورځې حمله کې افغان امنیتي ځواکونو د لویدیځ له مرستې پرته له تروریستانو سره جګړه وکړه .

ورځپاڼه لیکي:

د اپریل میاشتې راهیسې وسله والو د افغانستان په بېلا بیلو برخو کې حملو ته زور ورکړی چې په نتیجه کې یي د هلمند، ارزګان، کندز او بدخشان ولایتونو کې ځینې سیمي ونیولې، خو د ورځپاڼې په باور، وسله وال له دغو سیمو څخه بیرته شړل شوي دي.

ټایمز د مضمون په یوې برخه کې د افغان سرتیري عیسي خان څرګندونو ته اشاره کړې چې وایي، د ملي شورا په ودانۍ باندې شپږتنه حمله کوونکي یې ووژل.

عیسي خان چې ۲۸ کاله عمر لري، حمله کوونکې یې د پاکستان غلامان بللې او وایي، د افغانستان د دفاع لپاره به د خپلې وینې تر وروستي څاڅکې پورې ولاړ وي.

بریتانیایي ورځپاڼې ګارډین هم د افغانستان د ملي شورا د حملې په اړه یو مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یې لیکي:

وکیلانو غوښتل چې د ملي دفاع وزارت ته د نومول شوي وزیرلپاره رایي ورکړې، خو د وسله والو د حملې له امله له ودانۍ څخه وتلو ته اړ شول.

بریتانیا چاپ، فایننشل ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د طالبانو د حملو زیاتیدو ته اشاره کړې او لیکي:

دا په افغانستان کې د سیاسي او پوځي بحران د پراختیا ښکارندوې دی او دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو څخه له یو کال زیاته موده نه کیږي.

د مضمون لیکوال پاکستاني ژورنالیست او لیکوال احمد رشید لیکي:

طالبانو په شمال کې د مرکزي اسیا هېوادونو تر پولو او په جنوب کې د پاکستان او ایران پولو ته نږدې سیمو کې د نظر وړ پوځي بریاوې تر لاسه کړي او دا مهال داسې ښکاري چې د وسله والو دا پرمتخګ د درولو نه دی.

فایننشل ټایمز لیکي:

دا چې لویدیځ د افغانستان په لوبه کې توپ ته ګوري، دا لوبه د مرکزي اسیا په لوي چاپریال کې لا ګرمیږي، طالبان، القاعده، زیات شمېر پاکستاني، چینایي او د مرکزي اسیا ډلې هڅه کوي چې دا جګړه تاجکستان او قرغزستان ته پراخه کړي.

ورځپاڼه زیاتوي، په دې وروستیو کې د تاجکستان استخباراتي چارواکو ویلي و ، شاوخوا پنځه زره وسله وال هڅه کوي چې د افغانستان شمال اشغال کړي ترڅو په دې توګه مرکزي اسیا ته لار خلاصه کړي.

ورځپاڼه زیاتوي، یو شمېر وسله وال په کندز کي د ولسوالیو د نیولو هڅې کوې او د مرکزي اسیا یو شمېر وسله والو د بدخشان غرني ولایت ته چې له چین، تاجکستان او پاکستان سره ګډه پوله لري، ملا تړلې ده.

فایننشل ټایمز د سولې د خبرو او په افغانستان کې د ملکي او پوځي کسانو د مرګ ژوبلې زیاتیدو ته له اشارې وروسته لیکي:

دا ټولې ستونزې د افغانستان د ملي وحدت حکومت رامنځ ته کړی دی او داسې ښکاري چې حکومت فلج شوی دی.

حکومت په تیرو لسو میاشتو کې ونه شو کړای چې د جمهور رئیس او اجرائیه رئیس ترمنځ د اختلافونو له امله کابینه بشپړه کړې، اقتصاد ته وده ورکړي او له افغانستانه د پانګې د فرار مخه ونیسي.

د ورځپاڼې په باور، تر ټولو ستر سیاسي بحران دا دی چې د ولسي جرګې کاري دوره ختمه شوي، خو د انتخاباتو لپاره توافق نه دی شوی.

 

  • Email to a friend Email to a friend
  • Print version Print version
  • Plain text Plain text

Tagged as:

No tags for this article