Newsletter
Email:

Poll: نظر پوښتنه

د ملي یووالي حکومت له یو کلن کاره څومره راضي یاست؟
Home | مطبوعاتو ته کتنه | پاکستان ته د اشرف غني د لیک په اړه شکونه پيدا شوي

پاکستان ته د اشرف غني د لیک په اړه شکونه پيدا شوي

Font size: Decrease font Enlarge font
image

اطلاعات روز ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې هره ورځ په افغانستان کې ملکیان وژل کیږي او بېلابېلې ادارې یې په اړه ارقام خپروي.

په سرمقاله کې د امریکا د یوه څیړنیزسازمان راپورته اشاره شوې چې ویلې یې دي، له ۲۰۰۱ کال راهیسې تر اوسه په افغانستان کې څه باندې یو لک ملکیان وژل شوي دي.

سرمقاله لیکونکي ویلي چې د ملکیانو د مرګ ژوبلې زیات لامل وسله وال مخالفین او بیا افغان او بهرني ځواکونه دي.

په مطلب کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره ناهیلي ښودل شوې او ویل شوي چې دا موضوع حکومت او نورو ډلو ته هیڅ ارزښت نه لري.

جامعه باز ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې لیکلي چې په افغانستان کې د پین موئسسې د کارکوونکو له وژلو وروسته دې موسسې خپل فعالیتو وځنډول.

په مطلب کې راغلي چې پین موسسه په افغان کې له اړو کسانو سره مرسته کوي او دا مهال په بلخ کې سل نیمګړې پروژې ترلاس لاندې لري.

د مطلب لیکوال ویلي چې ولسمشرد کورنیو چارو وزارت ته دنده سپارلې چې دا مسئله په جدي توګه تعقیب او عاملین یې ونیسي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې پاکستان ته د ولسمشر غني د لیک د استولو په اړه شکونه پيدا شوي دي.

په سرمقاله کې راغلي چې دا شکونه وروسته له هغې پيدا شول چې پاکستاني چارواکو د افغانستان له خوا د استول شوي لیک په اړه بې خبرې وښوده.

سرمقاله لیکونکي ویلي، که چېرې د دې لیک لیږل ثابت نه شي د حکومت پر اعتبار به ناوړه اغیز وکړي.

په سرمقاله کې راغلي چې له پاکستان او په تیره بیا ددې هیواد له استخباراتو څخه د همکارۍ غوښتنه دومره ساده کار نه دی.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې د سولې عالي شورا د چارواکو څرګندونې را اخیستي چې ویلې یې دي، پاکستان دې طالبان له خپلې خاورې را وباسي.

په مطلب کې د سولې عالي شورا د چارواکو په حواله راغلي چې د سولې ښه لاره داده چې د افغانستان او پاکستان حکومتونه طالبانو ته ضرب الاجل تعین کړي.

د مطلب لیکوال ویلي چې طالبانو ته د ضرب الاجل ټاکل به دا په ډاګه کړي چې سوله امکان لري او که نه؟

  • Email to a friend Email to a friend
  • Print version Print version
  • Plain text Plain text

Tagged as:

No tags for this article