Home | خبرونه

خبرونه

پر دوه اړخیزو اړیکو د کابل او عشق اباد خبرې.

د ترکمنستان ولسمشر به افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د دواړو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر ټینګولو خبرې اترې وکړي. افغان ولسمشر اشرف غني او ترکمن ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف به د ټرانزیتي فعالیتونو پر پراختیا هم بحثونه وکړي. ټاکل شوې د ترکمنستان ولسمشر د افغان ولسمشر اشرف غني په ګډون د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره وګوري. ... Full story

تورن شرکتونه تدارکاتي تړونونه 'نه شي' اخیستی

د افغانستان د تدارکاتو ملي اداره وايي، په فساد تورن ۲۶ شرکتونه يې له عامه تدارکاتي قراردادونو بې برخې کړي او مشران يې څارنوالۍ ته ور پېژندلي دي. راپورونه وایي، د نوي افغان حکومت له جوړېدو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني په لویو دولتي تړونونو کې د فساد د مخنیوي، د ډېرو پيسو د لګولو او د پيسو د سپما لپاره دغه نوې اداره جوړه کړه او پخپله په مستقیم ډول د تدارکاتو بهیر څاري. ... Full story

د افغان ښوونکو په استخدام کې پراخه فساد شته

د اداري فساد پر وړاندې د څارنې ګډه کمېټه وايي، د پوهنې وزارت د ښوونکو د ګومارنې په پروسه کې پراخ فساد موجود دی. د دغه بنسټ چارواکي وایي، د ښوونکو د ګومارنې په بهیر کې د اړتیا له ارزونې نیولې تر ازموینې اخیستو او ګومارنې پورې فساد موجود دی. ... Full story

د نفتو بیه په بې سارې ډول ټېټه شوې

په امریکا کې د خامو نفتو یوې بوشکې بیه له ۴۰ ډالرو ټېټه شوې ده. د ۲۰۰۹ کال مالي بحران راهیسې تر دې دمه بې سارې بیه یې خپله کړې. د لندن په بازارونو کې هم هره بوشکه خام نفت په ۴۵،۲۱ ډالره پلورل کېږي چې په تېرو ۶ کلونو کې له ټېټې بیې سره چندانې توپیر نه لري ... Full story

د جمعې او شنبې ورځو روخصتي تایید شوه.

د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي، د وزيرانو شورا هغه طرحه چې د اوونۍ رخصتۍ دې د جمعې او شنبې ورځې وي تاييد کړې ده. چارواکي وايي دا طرحه يې د دې لپاره د وزيرانو شورا ته وړاندې کړې وه، چې د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره يې رخصتي سمون وخوري او راکړه ورکړه کې ځنډ را نه شي. ... Full story

د ډله ییز برید مخه ونیوله شوه.

د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، د حقاني شبکې د پنځه کسیزې ډلې په نیولو سره یې کابل ښار کې د ځانمرګي او ډله ییزو بریدونو مخه نیولې ده. دغې ادارې رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه کسان د کابل څنګلوري لوګر ولایت مرکز په نیازي کلي کې د ملي امنیت له ځواکونو سره د وسله والې نښتې په پایله کې نیول شوي. ... Full story

افغان پلاوی هېواد ته را ستون شوی

پاکستان له افغان مشرتابه غوښتي، چې باور پرې وکړي او په وینا یې د هغو پر وړاندې ودریږي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د بې باورۍ رامنځته کولو هڅې کوي. ... Full story

چین د افغانستان په سوله کې مرستې ته چمتوالی اعلان کړ.

د چین د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ اعلان وکړ چې دا هیواد په افغانستان کې له پراخې سولې او پخلاینې سره په مرسته کې د رغنده رول لوبولو ته تیار دی. ... Full story

د ترکمنستان د پایپ لاین د جوړېدو امکان برابر شو

د ترکمنستان د ګازو ملي شرکت موافقه وکړه چې د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ترکمنستان د ګازو د نللیکې د جوړوونکي کنسورشیم په سلو کې۵۱ ونډه ولري. ... Full story

کابل کې د ریکا شپږمه غونډه

د افغانستان لپاره د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو کنفرانس شپږمه غونډه د راتلونکې وږي میاشتې په ۱۲ مه په کابل کې جوړېږي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ټرانسپورټ، سوداګري او سیمه ییز ټرانزیټ به د ریکا ۶ کنفرانس د اجنډا مهم موضوعات وي. په دې غونډه کې به شاوخوا اویا هېوادونه، نړیوال او سیمه ییز سازمانونه ګډون کوي. ... Full story

پاکستان ته د افغان پلاوي تګ

ځینو سرچینو بي بي سي ته ویلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ یو پلاوی اسلام اباد ته سفر کوي. ... Full story

د حکمتیار یو ځای کیدل له اسلامی دولت سره؟

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي ګوند په یوه تازه دریځ کې له خپلو جنګیالیو غوښتي چې په افغانستان کې د "اسلامي دولت" په نوم له ډلې سره یوځای شي. ... Full story

۷۶ میلیونه غلا شوې افغانۍ بیرته افغان دولت ته وسپارل شوې

د افغانستان بانک ۷۶ میلیونونه لوټل شوې پیسې بیرته پولیسو ته و سپارل شوې. ... Full story

نبیل : اجرائیه ریاست د ناامنۍ لامل دی

دافغانستان دملي امنیت عمومي رئیس رحمت الله نبیل پرون ولسي جرګې ته بلل شوې و،چې په هېواد کې دوروستیو ناامنیو په اړه وکیلانو ته مالومات ورکړي، ښاغلي دغونډې پرمهال دوو خبرو ته اشاره وکړه،چې هیڅ یو وکیل ورته پام نه و او یا یې په لوی لاس چوپتیا غوره کړې وه. ... Full story

پر ولسي جرګه ډله ییز بريد پای ته ورسيد

پر ولسي جرګه د طالبانو ډله ییز برید له نږدې دوه ساعته مقاومت وروسته پای ته ورسيد. ... Full story

وکیلانو د ولسي جرګې د کار د دوام په اړه د ولسمشر پرېکړه ومنله

د افغانستان ولسي جرګې د شنبې ورځې په عمومي غونډه کې د ولسمشر هغه پرېکړه ومنله چې د دې جرګې د کار د دوام په اړه یې کړې ده. ... Full story

هوتکي: د ولسي جرګې انتخابات سږکال ممکن نه دي

د ولسي جرګې انتخابات به تر يوه کاله پورې ونه شي. نن د غبرګولي يا جوزا ٣١مه؛ د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ولسي جرګې د شپاړسمې تقنيني دورې وروستۍ کاري ورځ ده. ... Full story

افغانستان په دريو هېوادونو کې خپل سفارتونه بندوي

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي د کمې بوديجی او د لګښت د سپما په خاطر به په دريو هېوادونو کې خپل سفارتونه بند کړي. ... Full story

بلخ کې وسله والو ۹ مرستندویان وژلي

د بلخ ولایت د پولیسو ویاند شیر جان دراني وویل، یاد وژل شوي کسان د کلیو د پراختیا وزارت د ''ملي پیوستون'' د پروګرام کارکوونکي وو، چې تېره شپه په زارع ولسوالۍ کې د نا پېژاندو کسانو له خوا ووژل شول: ... Full story

ملي امنیت د کابل په پارک پیلس میلمستون د حملې دوه طرحه کوونکي نیولي

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست منسوبینو د یو لړځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د کابل ښارپه پارک پیلس میلمستون باندې د حملې دوه طرحه کوونکي نیولي دي. ... Full story

back 1 2 3 next total: 52 | displaying: 21 - 40