Home | خبرونه

خبرونه

امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د شمېر مسئله بیا څېړي

د امریکا ولسمشر له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو پر پریکړې بیا غور کوي. په دې اړه د امریکا دفاع وزیر اشټن کارټر د ناټو له چارواکو سره په بروکسل کې د چهار شنبې په ورځ د خبرو پر مهال وویل چې اوسنۍ ستراتیژي به تر یوه وخته تعقیب کړو. ... Full story

د اورلنډو برید کوونکی عمر متین څوک و؟

د امریکا فلوریډا ایالت اورلنډو د همجنسخوښو په یوه شپني نڅاکلب د برید کوونکي عمر متین په اړه لومړني رپوټونه وايي، هغه یو متعصب او ژر په غوسه کېدونکی ځوان و. ... Full story

تورخم شخړه: پاکستان په اسلام اباد کې افغان سفیر احضار کړ

پاکستان په دغه هیواد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال نن چارشنبه د بهرنیو چارو وزارت ته غوښتی او د افغان ځواکونو په ډزو کې ددوی د یوه سرتېري جګړن علي جواد چنګېزي پر وژنه يې ورته سخت احتجاج ثبت کړی دی. ... Full story

د ګووګل ژباړن ته پښتو هم ور زیاته شوه.

ګووګل د پښتو په ګډون د ١٣ نوو ژبو د ژباړې خدمتونه ګووګل ژباړن ته ور زيات کړي دي. په دغو ۱۳ نويو ژبو کې کوردي، سندي او ځينې نورې ژبې هم شاملې دي. ګووګل ژباړن ټولې ۱۰۳ ژبې لري چې يوه يې هم پښتو ده. اوس به د دې کاروونکي کولای شي چي ... Full story

بغلان ولایت ته تازه دمي ځواکونه تللي دي.

د بغلان والي عبدالستار بارز رسنیو ته ویلي، دغه شمالي ولایت ته له طالبانو سره د جګړې لپاره ځانګړي ځواکونه استول شوي دي. ښاغلی بارز وايي، بغلان ته د نورو ځواکونو په رسېدو به د دې ولایت وضعیت ژر بدل شي. ... Full story

داعش وسلوالو د لرګیو قاچاق پیل کړی دی.

په ننګرهار کې د شینوارو یو شمېر قومي مشران وايي چې د داعش جګړه مارانو د اچین، نازیان او ده بالا په ولسوالیو کې ونې او ځنګلونه پرې کوي، لرګي يې یا د ډیورنډ کرښې بلې غاړې کې او یا د دغو ولسوالیو په بازارونو کې پلوري ... Full story

ټاپي پروژه پرانیستل شوه.

د کانو او پټرولیم وزارت وایي د ترکمنستان د پلازمېنه عشق اباد سره نږدې په دې مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې د ترکمنستان جمهوررئیس قریان قلي بردي محمدف، د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني ، د پاکستان صدراعظم میا نوازشریف او د هندوستان د جمهوررئیس مرستیال حامد انصاري برخه لرله. ... Full story

د سلما بند چارې مخ پر بښپړېدو دي.

د هرات د سلما بند پروژې مسوولین وایي چې د دغې پروژې ۹۰ سلنه کار بشپړ شوی دی او راتلونکی کال به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. راپورونه وایي چې سلما بند ته په خوندي توګه یوازې د هو له لارې تګ راتګ کېږي. ... Full story

په کندز کې د عملیاتو د غزولو امر.

له هغه ورو سته چې افغان ځواکونو له وسلوالو طالبانو څخه بیرته د کندز ښار ونیو افغان ولسمشر کندز ته په سفر ولاړ، افغان ولسمشر محمد اشرف غني کندوز ته د خپل سفر پرمهال افغان امنیتي ځواکونو ته د دغه ولایت په ټولو برخو کې د پوځي عملیاتو د غځولو امر کړی. ... Full story

د کندز د بمبارۍ وژل شویو کسانو ته د کورونو تاوان.

د امریکا دفاع وزارت وایي، په کندز کې به هغو کورنیو ته تاوان ورکوي چې غړي یې پر روغتون د امریکا په هوایی برید کې وژل شوي دي. امریکایانو د بې پولې ډاکترانو روغتون په هوايي برید کې ویشتلی و. ... Full story

د ترکیې په انقره کې د چاودنو له امله ۹۵ کسان ووژل شول.

ترکیه وایي، ۹۵ تنه لاریون کونکي په انقره کې د سوله ییز لاریون پرمهال په ځانمرګي برید کې وژل شوي دي. په دغه خونړي برید کې تر ۲۰۰ زیات کسان ټپيان شوي دي. د ترکیې لومړي وزیر احمد داود اوغلو په ترکیه کې درې ورځني ملي ماتم اعلان کړی دی. ... Full story

د افغانستان پر تګلاره د ناټو او امریکا غور.

د ناتو عمومي منشي ینز شتولتنبرګ د تېرې پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډې کې وویل "مونږ به د افغانستان په حالاتو او همداشان د پوځي مشورې لپاره د ناتو د شتون لپاره د یوې اډې په ضرورت غور وکړو". ... Full story

اورپایي ټولنه د قاچاق کونکو پر وړاندې تازه عملیات کوي.

د اروپايي ټولنې کښتیو د روم سمندر سویل کې د انساني قاچاق وړونکو د بېړیو د مخنیوي پر وړاندې تازه عملیات پیل کړي دي. د دغه عملیاتو نوم صوفیه اېښودل شوی دی چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې به هغه کښتۍ تالاشي کېږي چې خلک پکې په قاچاقي ډول لېږدول کېږي. ... Full story

امریکا به افغانستا ته ۳۵۰ میلیونه ډالر ور کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې له افغان حکومت سره یې په ګډه د نشه يي توکو پر ضد یو ملي پلان پیل کړی دی. یاد وزارت وايي چې په دغه پلان کې په افغانستان کې د نشه يي توکو له کرکیلي نیولې د قاچاقو تر مخنیوي پورې لارې چارې شاملي دي. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې هیټر هیګنګ باټم له رسنیو سره په مرکې کې ځینو پوښتنو ته ځوابونه ور کړي. ... Full story

د اسلام اباد د لاسوهنو په اړه له افغاانستان څخه د پاکستان غوښتنه.

پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان پر دې خپګان څرګند کړ چې افغانستان د پاکستان په اړه نورو هیوادونو ته شکایت کوي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل: «موږ د افغانستان څوکیداران نه یوو او نه هم د اشرف غني په ګډون بل چا ته ځواب ورکوونکي یوو. په افغانستان کې که څوک وپرنجېږي هم نو تور یې پر پاکستان لګوي، افغانستان دې خپلې اندېښنې زموږ سره شریکې کړي، موږ چمتو یوو چې د دوی خبرې واورو.» ... Full story

۳۵۲ کسان له زندان څخه تښتېدلي دي.

رپوټونه وايي چې طالب وسلوالو د غزني پر محبس حمله کړې او په سلګونو کسان یې له زندان څخه اېستلي دي. د طالبانو ویندوی منلې ده چې برید د زنداني طالبانو د ژغورلو لپاره شوی دی. د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي رسنیو ته وویل، تېره شپه نژدې دوه بجې طالبانو لومړی د یوه موټر بم او راکټونو پر مټ د محبس دروازه الوځولې او وروسته یې خپل ملګري له زندان څخه خوشي کړي دي. ... Full story

کابل کې د ''ريکا'' غونډه

د ریکا دغه ورځنۍ غونډه چې نن پنجشنبه پيل شوه تر ډېره پر اقتصادي مسايلو څرخېږي. د افغانستان د بهرنيو چارو مرستيال حکمت خليل کرزي د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو کنفرانس ريکا پرانستې وينا کې وويل: ترانزيت کولای شي د سيمې هېوادونه سره ونښلوي. ... Full story

له فساد سره د مبارزې لپاره د جهاد پیلول اړین دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د فساد ضد مبارزې د علماوو ناستې ته وویل، له فساد سره د مبارزې لپاره د جهاد' پیلول اړین دي. نوموړي وویل، د افغانستان خلک اړ شوي چې د خپلو دولتي چارو لپاره څو میلیارد ډالر باج ورکړي. ولسمشر غني وویل، په افغانستان کې خلک او علماء فاسد نه دي، بلکې ''ځینې چارواکي او قاچاقبر دي چې افغانان یې بدنام کړي دي.'' ... Full story

پر افغانستان د پاکستان بریدونه د زغملو نه دي.

د امريکا د ملي امنيت سلاکارې سوزان رايس د پاکستان پوځي مشرانو ته ويلي، د پاکستان له خاورې پر افغانستان د اورپکو بريدونه د دوى لپاره د منلو نه دي. ميرمن رايس د يکشنبې په ورځ اسلام اباد کې د پاکستان له لومړي وزير نواز شريف سره په کتنه کې له هغه دا هم وغوښتل چې د هغو اورپکو د ځپلو لپاره گام اوچت کړي چې د پاکستان له خاورې څخه د افغانستان پرضد بريدونو کې کار اخلي. ... Full story

افغان ځواکونو موسی کلا بیرت و نیوله.

افغان چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو د سوېلي هلمند ولایت موسی کلا ولسوالي له طالبانو بېرته نیولې ده. تر اوسه د طالبانو له لاسونو د موسی کلا د وتلو په اړه ډېر معلومات نه دي خپاره شوي، خو د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال محمد ایوب سالنګي پر خپلې ټویټر لیکلي: ''د ګهیځ شاوخوا درې بجې د هلمند ولایت موسی کلا ولسوالي له دښمن نه پاکه شوه.'' ... Full story

1 2 3 next total: 52 | displaying: 1 - 20