Newsletter
Email:

Poll: نظر پوښتنه

د ملي یووالي حکومت له یو کلن کاره څومره راضي یاست؟
Home | خبرونه | امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د شمېر مسئله بیا څېړي

امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د شمېر مسئله بیا څېړي

Font size: Decrease font Enlarge font
image GRTV

د امریکا ولسمشر له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو پر پریکړې بیا غور کوي. په دې اړه د امریکا دفاع وزیر اشټن کارټر د ناټو له چارواکو سره په بروکسل کې د چهار شنبې په ورځ د خبرو پر مهال وویل چې اوسنۍ ستراتیژي به تر یوه وخته تعقیب کړو.

ښاغلي کارټر زیاته کړه :

"زما او د امریکا د لوی درستیز جنرال جوزیف ډانفورډ د لارښوونې له مخې ولسمشر بارک اوباما پریکړه وکړه چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو لاسونه لږ خلاص شي. که څه هم هغوی به اوسنۍ ستراتیژي د کال تر پای پورې تعقیب کړي. په ځانګړي ډول به امریکایي قوماندانان وتوانیږي چې د خپلو پوځیانو اغیزمنتوب وروستۍ پولي ته ورسوي او خپله وړتیا له افغان ځواکونو څخه په ملاتړ کې څرګنده کړي، خصوصاً هغه وختونه چې له دوی څخه ګټه اخېستنه په جګړې کې ستراتیژیک اغیز ولري."

د واشنګټن د اوسني پلان له مخې د روان میلادي کال تر پای پورې به په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېرله ۹۸۰۰ څخه ۵۵۰۰ ته راکم شي.

خو د امریکا دفاع وزیر خبریالانو ته وویل چې ولسمشر اوباما منلې ده چې د طالبانو جګړې ته په کتو سره به د پوځیانو د ایستلو پر پریکړه بیا غور وکړي.

اشټن کارټر وایي چې د امریکا ولسمشر وضعیت څاري.

په دې ترڅ کې د بریتانیا دفاع وزیر مایکل فالون وایي، اشټن کارټر او یو شمېر نورو چارواکو ته ویلي دي چې په افغانستان کې به د امریکایي ځواکونو په اړه څېړنه وشي.

فالون وایي، د اوس لپاره دا مناسبه نه ده چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

د بریتانیا دفاع وزیر زیاته کړه چې افغان ځواکونه سخته جګړه کوي خو ډېر تلفات هم ور اړوي.

مایکل فالون یو ځل بیا ټینګار وکړ چې بریتانیا به د افغان ځواکونو مرستې ته دوام ورکړي او تر ۲۰۲۰ کال پورې به هر کال سل میلیونه ډالر مرسته وکړي.

د امریکا ولسمشر تر خپلې نوې پریکړې مخکې په افغانستان کې خپلو ځواکونو ته دا واک ورکړ چې له افغان ځواکونو سره د طالبانو پرضد په جګړه کې د هوا له لارې همکاري وکړي.

تر دې مخکې امریکایي ځواکونو دا واک درلود چې کله ناکله له ځانګړېو افغان ځواکونو سره مرسته وکړي، خو اوس له دې نوېو صلاحیتونو سره افغان حکومت او ځواکونه هیله لري چې د یاغیانو هغه ځالې به له منځه یوسي چې هلته یې پناه وړې ده.

 

  • Email to a friend Email to a friend
  • Print version Print version
  • Plain text Plain text

Tagged as:

No tags for this article