Newsletter
Email:

Poll: نظر پوښتنه

د ملي یووالي حکومت له یو کلن کاره څومره راضي یاست؟
Home | خبرونه | د اورلنډو برید کوونکی عمر متین څوک و؟

د اورلنډو برید کوونکی عمر متین څوک و؟

Font size: Decrease font Enlarge font
image GRTV

د امریکا فلوریډا ایالت اورلنډو د همجنسخوښو په یوه شپني نڅاکلب د برید کوونکي عمر متین په اړه لومړني رپوټونه وايي، هغه یو متعصب او ژر په غوسه کېدونکی ځوان و.

په برید کې لږترلږه ۵۰ کسان ووژل شول .

۲۹ کلن عمر متین افغاني الاصله امرکایی و، چې د پولیسو په وینا اوس څېړنې کوي، چې ایا نوموړي د ترهګریزې انګیزې له مخې دا برید کړی، یا دا چې له ''اسلامي دولت'' ډلې سره یې تړاو درلود.

د امریکا خبري رسنیو د امنیتي سرچینو له خولې ویلي، متین د برید پرمهال له پولیسو سره تیلیفوني اړیکه نیولې او له ''اسلامي دولت'' ډلې سره یې خپل ''بیعت'' اعلان کړی.

خو د نوموړي خپلوانو ویلي، عمر متین یو امنیتي کارکوونکی و، ډېر متدین هم نه و، خو له همجنسخوښو یې ډېره کرکه کوله او خپله مخکینۍ ښځه به یې تل وهله ډبوله.

د عمر متین پلار میر متین صدیق ویلي، زوی یې په وروستیو کې هغه مهال ډېر عصباني شو، کله به یې چې همجنسخوښي لیدل چې د میامي ښار پر واټونو یو بل ته تر غاړې شوي وو.

ښاغلی صدیق وايي ''موږ په میامي مرکز کې و، خلک موسیقۍ ته غوږ وو، ناڅاپه عمر دوه کسان ولیدل چې د خپلې ښځې او ماشوم په مخکې یو بل ته وردغاړې شول، د عمر غوسه راوپارېده''.

د همجنسخوښو پر شپني نڅاکلب تر ټولو خونړی برید دی.

صدیق وايي: ''موږ هم ډېر ټکان وخوړ، خو دغه برید له دین سره هېڅ اړیکه نه لري''.

یوې بلې ورځپاڼې ته د عمر متین مخکینۍ ښځې - چې په ۲۰۱۱ کال یې پرېښې ده، ویلي، عمر ډېر غوسه ناک سړی و.

واشنګټن پوسټ ته د عمر دغې ښځې د خپل نوم نه ښودلو په شرط ویلي ''عمر جوړ انسان نه و، هغه به زه وهلم. کله به چې کور ته راغی، د معمولي خبرو پر سر به یې ووهلم''.

د دغې ښځې مور او پلار پر خپلې لور د مېړه د لاس پورته کولو پرضد اعتراض وکړ همدا وو، چې له عمر متین یې خلاصه او طلاقه کړه.

عمر متین د زلمیانو په یوه خوندي کور کې ساتونکی و او تومانچه یې هم لرله.

عمر متین یو درې کلن زوی هم لري.

 

  • Email to a friend Email to a friend
  • Print version Print version
  • Plain text Plain text

Tagged as:

home page