Newsletter
Email:

Poll: نظر پوښتنه

د ملي یووالي حکومت له یو کلن کاره څومره راضي یاست؟
Home | خبرونه | تورخم شخړه: پاکستان په اسلام اباد کې افغان سفیر احضار کړ

تورخم شخړه: پاکستان په اسلام اباد کې افغان سفیر احضار کړ

Font size: Decrease font Enlarge font
image GRTV

پاکستان په دغه هیواد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال نن چارشنبه د بهرنیو چارو وزارت ته غوښتی او د افغان ځواکونو په ډزو کې ددوی د یوه سرتېري جګړن علي جواد چنګېزي پر وژنه يې ورته سخت احتجاج ثبت کړی دی.

تردې وړاندې پر همدې شخړه افغانستان په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی، خو لومړی پاکستان په دغه هیواد کې افغان ناظم الامور احضار کړی وو .

هلته پر تورخم دروازه نن چارشنبه په تازه نښته کې د پاکستاني ملېشه و دوه نور سرتېري ژوبل شوي دي. پاکستاني چارواکي وايي د چارشنبې په سهار یو ځل بیا په تورخم دروازه د پاکستانيو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته شوې او په دغه څلورمه نښته کې يې دوه سرتېري ژوبل شوي دي.

د ډيورنډکرښې پر تورخم دروازې له تېرو څلورو ورځو راهیسې د دواړو هیوادونو ترمنځ حالات ترینګلي دي. په یاده دروازه لومړۍ نښته د تېري یکشنبې په ماښام هغه مهال پېل شوه چې پاکستاني سرتېرو هلته يوه دروازه لګوله.

افغانستان چې ډيورنډ کرښه يې لاهم د یوې نړيوالې پولې په توګه نه ده منلې ده، هلته د هر ډول تاسیساتو د جوړولو مخالف دی. تراوسه پورې دواړو غاړو ته په دې نښتو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

  • Email to a friend Email to a friend
  • Print version Print version
  • Plain text Plain text

Tagged as:

No tags for this article