Newsletter
Email:

Poll: نظر پوښتنه

د ملي یووالي حکومت له یو کلن کاره څومره راضي یاست؟
Home | خبرونه | کابل کې د ''ريکا'' غونډه

کابل کې د ''ريکا'' غونډه

Font size: Decrease font Enlarge font
image

د ریکا دغه ورځنۍ غونډه چې نن پنجشنبه پيل شوه تر ډېره پر اقتصادي مسايلو څرخېږي. د افغانستان د بهرنيو چارو مرستيال حکمت خليل کرزي د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو کنفرانس ريکا پرانستې وينا کې وويل: ترانزيت کولای شي د سيمې هېوادونه سره ونښلوي.

ښاغلي کرزي وويل د برېښنا، ګازو او اورګاډي پروژې کولای شي د سيمې له اقتصادي غوړېدا سره مرسته وکړي. ده وويل د سيمې هېوادونه بايد هغه پروژې پای ته ورسوي چې لا نيمګړې دي او د هغو عملي چارې پيل کړي چې خبرې پرې شوې دي.

حکمت خليل کرزي وويل افغانستان او د سيمې هېوادونه بايد هڅه وکړي چې دغه پروژې سل په سلو کې بريالۍ کړي.

ده زياته کړه افغانستان چمتو دی چې له خپلو ګاونډيو او د سيمې له هېوادونو سره په ټولو برخو کې همکاري وکړي او دوه اړخيزو او څو اړخيزو اړيکو لرلو ته چمتو دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د ريکا کنفرانس کې د شاوخوا ۷۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو لوړپوړي چارواکي او استازي ګډون لري.

راپورنه وایي، د ناستې ګډونوال به د ایران پر چابهار بندر او د ریل ګاډو پر دوو پټلیو خبرې وکړي.

د دغو دوو پټليو يوه يې چین، قرغیزستان، تاجکستان، افغانستان او ایران سره نښلوي او بله یې له تاجکستان څخه د افغانستان له لارې ترکمنستان ته غځېږي.

د افغانستان لپاره د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو ناستې له ۱۳۸۴ کال راهیسې په کابل، نوي ډيلي، اسلام اباد، استانبول او دوشنبې کې شوي.

په تېرو ناستو کې پر سوداګرۍ، انرژۍ، ترانسپورت، ترانزیت او طبیعي سرچینو خبرې شوې دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان دا کنفرانس د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا کې مهم ګڼي.

د کابل پوهنتون استاد سید مسعود وایي، که افغانستان دا ډول کنفرانسونو ته ښه او قانع کوونکې طرحه ولري، کولی شي د خپل اقتصاد په پیاوړتیا کې ترې ډېره ګټه پورته کړي:

ښاغلی مسعود وایي، د ریکا په شپږمه ناسته کې باید پنځمه ناسته وارزول شي او د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو پر وړاندې ستونزې او ننګونې تشخیص او د رفع کولو لپاره یې څرګند وړاندیزونه وشي.

 

  • Email to a friend Email to a friend
  • Print version Print version
  • Plain text Plain text

Tagged as:

home