Newsletter
Email:

Poll: نظر پوښتنه

د ملي یووالي حکومت له یو کلن کاره څومره راضي یاست؟
Home | خبرونه | زموږ په ښوونيز نظام کې له ماشومانو سره تاوتریخوالی/ خوشال خلیل

زموږ په ښوونيز نظام کې له ماشومانو سره تاوتریخوالی/ خوشال خلیل

Font size: Decrease font Enlarge font

د ژمنیو رخصتیو له پای ته رسيدو سره نوی تعليمي کال پيل او ښوونځي پرانیستل کېږي. هغه ماشومان چې د ښوونځي منګ ته رسيږي معمولا لومړيو ټولګيو کې کینول کېږي

 خو ددې ترڅنګ بیا هرکال ډیر ماشومان د بېلابېلو عواملو له کبله ښوونځيو کې نه شامليږي او يا په نيمايي کې له زده کړو محروم پاتې کېږي.  له وخته مخکې ودونه، ناوړه دودونه، د چاپيريال محدوديتونه او بيوزلي هغه ستونزې دي چې له امله يې ګڼ شمېر ماشومان زده کړې په نیمايي کې پريږدي. سره له دې چې افغانستان په ١٣٧٤ کال کې د ماشومانو د حقونو نړيوال کنوانسيون لاسليک کړی، د هغې په رڼا کې د بېلابېلو بنسټونو د ټينګار او هڅو سره سره  زموږګڼ شمېر ماشومان لا هم د ښوونکو د ناوړه چلند، د نامناسب چاپيریال، د شونتیاوو د نشتوالي او لږوالي له امله له رواني او جسمي تاوتريخوالي سره مخ او تر فشار لاندې دي. دد غه تاوتریخوالي بڼې اوډولونه کوم دي؟ ایا د هيواد په ښوونځيو کې ماشومانو سره د تاوتريخوالي په اړه لازم اطلاعات او معلومات شته؟ زموږ په ښوونيز نظام کې د تاوتریخوالي جرړې، زمينې او عوامل کوم او څومره پراخ دي؟په دې لیکنه کې هڅه شوې دا او دې ته ورته موضوعات را وسپړل شي.

د روغتیا د نړيوال سازمان د شمېرو له مخې هر کال په ټوله نړۍ کې په میلونو ماشومان د جسمي، روحي او جنسي تاوتریخوالي سره مخ کېږي، چې دا د یوې نړيوالې ستونزې په توګه د ماشوم پر رواني او جسمي سلامتۍ، دغه شان د ماشوم پر سالمې ودې او ټولنې ناوړه اغيز لري. په ټوله نړۍ کې له یو میلیارډو زیات ماشومان ښوونځيو ته تګ راتګ کوي چې ډیری یې د زده کړو له پلوه د ډاډمنو شرايطو څخه نه دي برخمن. دغه هلکان او نجونې په ښوونځيو کې له ناچارې ورځې له کړولو، ربړونې، جنسي او جنسيتي تاوتریخوالو او د بدني ربړونې له بېلابېلو تاوتریخوالو سره مخ کېږي.1

ښوونيز تاوتریخوالی یا د ماشومانو تنبیه:

له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندق، یونیسف د ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی داسې تعریفوي ((تاوتریخوالی د ماشوم په ضد د زور او قدرت کارول دي، چې  له هغې نه ممکن په ښوونځيو، د ماشومانو د ساتنې په موسسو لکه یتم خانو یا هم په واټونو، کار ځایونو، د اصلاح په مرکزونو یا هم په کورونو کې دننه کار واخیستل شي. په دې توګه د ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی په جسمي، روحي/ رواني او جنسي ویشل کېږي، چې درې واړه یې د ماشوم لپاره نامطلوبې پايلې لري))2 

ممکن ځيني استدلال وکړي چې ناامنيو د افغانانو روحي او رواني حالت ګډوډ کړی او بېلابېلو تاوتریخوالو ته یې زمینه برابره کړې ده، دا هم د تاوتريخوالي مهم لامل ګڼل کېدای شي، موږ دلته هڅه کوو له ناامنیو علاوه پر نورو بڼو او عواملو وغږيږو. تاوتریخوالی ډير پراخ حدود لري چې له جسمي او فزيکي اړخونو شروع او پر روحي او کلامي هغو ختميږي. که موږ له دغه لیدلوري د تاوریخوالو له بېلګو پسې وګرځو، ښوونځي ممکن د تاوتریخوالي د تولید مهم مرکزونه وګڼل شي، دا ځکه چې ښوونځي د ماشومانو د راټولیدو عمده ځايونه دي، هلته د تاوتریخوالي له مهمو بېلګو سره مخ کېدای شو.

له ماشومانو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي د تړونونو  له مطالعې څرګنديږي چې له فزيکي او رواني تاوتریخوالي برسیره ناوړه ګټه اخیستنه، غفلت، تحقیر، زبيښاک او له ماشوم نه جنسي ګټه اخیستل هم تاوتریخوالي ګڼل کېږي. د ماشوم  د حقونو کمیټه هم ټولې هغه جزاګانې چې په هغه کې د فزيکي ځواک نه کار اخیستل کېږي او د درد او ناراحتۍ لامل کېږي هغه د تاوتريخوالي په نوم پيژني او منع کړي یې دي. په دې کې ټول هغه موارد شامل دي لکه په لښته، متروکه، لرګي، کمربند، بوټ او نورو شیانو وهل، په لغته وهل، د ماشوم خوځول او ټيل وهل، د بدن شوګارې کول، د غوږنو او ويښتانو نه نیول، په سوکانو وهل، داسې موقعیت ته د ماشوم اړویستل چې په هغه کې ورته د ناراحتۍ احساس پيدا شي، د لاسونو او یا بدن د کوم ځای سوځول یا هم د کوم شي په خوړلو او یا ایسته غورځولو د هغې مجبورول او... دا مهال نږدې ۱۱۰هيوادونو په ښوونځيو کې له ماشومانو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي تړونونه لاسلیک کړي او پلي کولو ته يې ژمن دي.3

زموږ په هیواد کې  د ښوونې او روزنې حق ته د لاسرسي بهير د پخوا په پرتله مخ په بره روان دی، د زده کوونکو په شمير کې هر کال ډيروالى راځي، دغه پرمختګ د افغانستان د حکومت لویه لاسته راوړنه ګڼل کېږي. دبيلګي په ډول په ۲۰۰۰ زیږدیز كال کې د افغانستان د ټولو زده کوونکو شمير د شاوخوا نهه لکه تنه وو.4 چې دا مهال په ښونځيو کې د زده کوونکو شمير تر اوو میلیونو اوړي، یعنې د پخوا په پرتله اوه چنده ډير شوی دی. د ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۰ كلونو پورې د ښوونكو شمير اته برابره ډير شوی دى، په دې کې کابو ۳۰ سلنه ښځېنه ښوونکې دي، د دې ټولو پرمختګونو سره سره  له بده مرغه لا هم د هيواد نيمايي برخه ماشومان ښوونځيو ته له تلو بې برخې دي.5 د هيواد د ۲۰۰ ولسواليو په منځنیو ښونځیوکې هيڅ يوه نجلۍ نه لرو چې زده کړو ته دې راشي، په ۲۵۰ ولسواليو کېحتا یوه ښځېنه ښوونكي نشته.6 دا ددې ښودنه کوي چې په يادو ولسواليو کې  ښوونې او روزنې ته د نجونو د لاسر رسي حق له لويو ننګونو سره مخ دی. دغه محرومیت او د هغې احساس د رواني تاوتريخوالي هغه بڼه ده چې د امکاناتو د نشتوالي او فرهنګي محدودیتونو له امله ماشومان ورسره مخ دي.

 د زده کوونکو ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډولونه کوم دي؟ هغه کوم لاملونه دي چې ماشومان د ماشومتوب پر مهال له بېلابېلو تاوتریخوالو سره مخ کېږي.؟

 ګڼې داسې بېلګې شته چې ویلی شو د اسانتیاوو او شونتیاوو کموالی له یوې خوا او ددغه امکاناتو په ویش کې نابرابري له بلې خوا د لومړنیو ښوونيزو تاوتریخوالو په کتار کې راتلی شي، چې حکومت یې د بېلابېلو لاملونو له امله په حلولو کې پاتې راغلی دی. د یو ماشوم لپاره د حداقل ښوونيزو اسانتیاوو چمتو کول د ماشومانو د نړيوالو کنوانسیونو او د افغانستان د دولت په اساسي قانون کې هغه ټکی دی چې پرې ټينګار شوی دی. د افغانستان د بشريحقونو خپلواك كميسيون سيمه ييزو څارونكو په هغه مركو کې چې په ۱۳۸۹ كال کې يې تر سره كړي دي % ۶ ، ۷۵ برخې مركه کوونکو ويلي دي چې د هغوى ښوونځى ودانۍ نه لري او یایې خونې کمې دي، دا په داسې حال کې ده چې % ۷ ، ۶ ماشومان په پرانیستې فضا کې په ځمکه لوست کوي.

د  زده کوونکو لپاره د سړي سر ښوونيزې فضا کمښت:  په درسي ټولګیو کې دزده کوونکو تراکم، د زده کړې سلسله مراتبي جوړښت، د چوکیو او ټولګي نشتوالی ... هغه موارد دي چې له امله یې په ښوونځيو کې فضا تاوتریخوالي ته برابره وي.  شمېرې ښيې چې په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان په ښوونځيو کې د زده کوونکو شمېر د پخوا په پرتله ډیر شوی دی چې په اوسط ډول په هر ټولګي کې د ۲۵تنو په ځای تر ۵۰کسانو په يو ټولګي کې ناست وي. په ښوونځيو کې د فرهنګي او تفريحي فضا نشتوالی، له بلې خوا په یوې وړې فضا کې د زده کوونکو ګڼه ګوڼه  ددې لامل کېږي چې ښوونکی او زده کوونکی د عصبي پلوه په مناسب موقعیت کې ونه اوسي او د ستړیا احساس وکړي. دغه شرايط ددې لامل کېږي چې زده کوونکي شوخۍ او د یو بل ځورولو ته وهڅيږي چې په نتیجه کې یې ستړی او ستومانه ښوونکی هم له تاوتریخوالي بله لار نه ويني، دغه فرهنګي او ورزشي محرومیت تقریبا د هیواد په ټولو ښوونځيو کې شته.

  د زده کړو پريښودل: يو له هغه ستونزو څخه چې زده كوونكي ورسره مخ دي هغه د ښوونځيو پريښودل دي، چې په دې برخه کې د هلکانو په پرتله نجونې زیانمنېدونکي دي. د ښوونځيو په لوړو ټولګيو کې د نجونو شمير کميږي . د پوهنې وزارت د مالوماتو له مخي په ۱۳۸۸ كال کې ټول ۹۶ زره زده كونکي له دولسمو ټولګيو فارغ شوي و.چې یوازې لس سلنه یې نجونې وي.خو په  ۱۳۸۷ كال کې د ۱۲ ټولګي څخه د فارغو شویو نجونو سلنه ۲۶ته رسيده، په ۱۳۸۹ كال بیا د ټولو فارغانو شمېر ۱۱۷ زره تنه وو، چې د نجونو شمير په کې نهه سلنې ته را ټيټ شوی.7 د دومره ګڼ شمېر نجونو زده کړو ته شاه کول که په هر دلیل وي زموږ د ښوونیز نظام پورې تړلی تاوتريخوالي ګڼل کېدای شي.

 په مورنيو ژبو د زده کړو نشتوالی: افغانستان کې بېلابېل قومونه او توکمونه اوسې چې د لسګونو کلونو راهیسې  د حکومت د اداري تمرکز او سیاسي لاملونو له امله د هيواد ډیری ماشومان په مورنيو ژبو له زده کړې محروم ساتل شوي دي.  نن موږ په خپلو ښوونځيو کې ددې شاهد یو چې په رسمي ژبو د تدريس له امله هغه ماشومان چې مورنۍ ژبې یې پښتو او دري نه دي، یا هم دري ژبي دي خو په پښتون میشته سیمو کې اوسي او یا برعکس هغوی د زده کړې له پلوه له ستونزو سره مخ شي. هغه ماشومان چې د خپلې کورنۍ سره د مورنۍ ژبې تر سيورې لاندې وده کوي، کله چې ښوونځي کې له يوې بلې ژبې سره مخ کېږي، د مضامينو په فهم او د هغې د محتوا په زده کړو کې له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي. په ښوونځيو کې د تاوتريخوالې دا بڼه یا اړخ دومره پراخ دی چې د افغانستان  د ډير قومونو ماشومان ورسره مخ دي.  د هيواد لري پرتو سیمو کې د ښوونيزو امکاناتو کمښت چې ورسره ملګری شي او کورنۍ هم د خپلو ماشومانو له دغه حالت اوبدني تنبيه نه خبر نه وي او ښوونکي هم پرله پسې په زړو لارو چارو چې په هغه کې د ماشوم رټل او وهل عادي ګڼل کېږی دوام ورکړي د تاوتريخوالي کچه له هغه څه چې موږ یې په اړه تصور کوو، لاپسې ډيريږي.

  د ښوونيزو امکاناتو په ويش کې جنسيتي نابرابري: زموږ په ښوونيز جوړښت په ځانګړي ډول په لري پرتو سیموکې تر نجونو هلکانو ته لومړیتوب ورکول کېږي او له ډیرو ښوونيزو امکاناتو برخمن وي. نجونې بیا په کورنيو کې د هغه حاکم لیدلوري له امله چې   ګنې ټولنې او کورنۍ کې کوم مهم نقش نه لري، ډیر ژر د جبري ودونو له امله زده کړې نیمايي کې پريږدي. یعنې له هلکانو سره په برابره توګه له ښوونیزې فضا او چاپيریال نه برخمنې نه دي. دا زموږ په ټولنه کې د نرواکۍ د ذهنیت محصول ګڼل کېږي، چې لا هم د زموږ د ټولنې په اقتصادي، ټولنيز او فرهنګي ډګرونو کې په خپل قوت موجود دی. د ملګرو ملتونو څيړنې هم ښيې چې د زده کوونکو پر وړاندې جنسیتي تاوتريخوالی، د هغو قالبي باورونو زيږنده ده چې د ټولنې له خوا پرې تحمیل شوي، چې له امله یې نجونې په بېلابېلو ډولونو تاوتریخوالي سره مخ دي.

د یو روزنیز میتود په بڼه جسمي ربړونه:  زموږ په ټولنه کې لا هم له ماشومانو سره له تاوه ډک فزيکي چلند (وهل ټکول) د ګڼو کورنيو، والدینو او ښوونکو  له نظره د ماشوم د روزنې د یو ګټور میتود ګڼل کېږي. چې دا کار بیخي په یو عادت بدل شوی دی او په بېلابېلو پلمو ماشوم له دغه شان کړولو سره مخ کېږي. کله چې په ښوونځيو کې  فرهنګي او تفريحي فضا نه وي موجوده، د ورزش میدانونه او شونتیاوې په کې نه وي، د زده کوونکو تراکم او ګڼه ګوڼه هم زیاته وي، دا ددې لامل کېږي چې ښوونکی او زده کوونکی دواړه له عصبي پلوه د ناراحتۍ احساس وکړي او ستړي شي، په دغسې شرايطو کې معمولا ماشومان خپلو کې ډیر جنګونه کوي چې بالاخره د ښوونکي هم عصاب خراب او د ماشومانو په وهلو ډبولو پیل کوي. په دغسې فکري سیستم او فضا کې بدني کړونې او تاوتريخوالی هغه ترخه درمل دي چې ددوی په اصطلاح پايلې یې ګټورې دي. کورنۍ هم  د زده کړې په موخه د ښوونکو له خوا د خپلو ماشومانو دارنګه وهل ټکول تر هغو زغمي چې ښه سم ژوبل شوی نه وي، یعنې  دا ورته د زده کړو یو منل شوی اصل ښکاري، حتا زموږ کورنۍ چې کله غواړي ماشوم یې اطاعت وکړي او امر یې ومني نو د ښوونکي په نوم یې ډاروي، ورته وايي: که دا او هغه کار دي وکړ ښوونکی درباندې خبروم چې ښه سم دې پلن کړي.

جنسي تاوتریخوالی: په ښوونيز نظام کې د تاوتريخوالي یوه بله بڼه جنسي تاوتریخوالی دی، اټکل کېږي چې يو شمېر هلکان او نجونې له دغه ګواښ سره مخ دي. په ښوونځيو کې پر ماشومو نجونو او هلکانو جنسي تیری داسې یوه موضوع ده چې په اړه یې ټوله نړۍ کې رسمي شمېرې او کره اطلاعات نشته، افغانستان په څير هيواد کې خو یې یادونه هم لویه او ښايي ځينو ته د نه باور مساله وي، خو  واقعيت ممکن بل شان وي دا ځکه چې کله ناکله په خبرونو کې دداسې پيښو په اړه رپوټونه خپريږي، له ښوونکي یا هم د ښوونځي له مسوولانو نه ویره، ددې لامل کېږي چې ددغه شان تاوتريخوالي پيښې پټې پاتې شي، کورنۍ هم د خپل عزت او ټولنې کې د اعتبار د بايللو له ویرې پر دغه شان پيښو پرده اچوي. یوه میاشت وړاندې خبر خپور شو چې د سرپل په ولایت کې د خپل ښوونکي له خوا پر یوې ۱۵کلنې نجلۍ جنسي تیری شوی دی. د آزادۍ راډيو په رپوټ کې ویل شوي چې ښوونکي یې هغه په مرګ ګواښلې وه چې خپله کورنۍ خبره نه کړي، خو قرباني حامله کېږي او کورنۍ یې پرې خبريږي.8 دا هغه پيښه وه چې رسنيو ته راکاږل شوې، خو په دې اړه نه کومه څيړنه شوې او نه هم د کلتوري محدويتونو له امله په دې اړه کره شمېرې ترلاسه کېدای شي،  حتا په ټوله نړۍ کې له ماشومانو سره په ښوونځيو کې د جنسي تاوتريخوالي په اړه ارقام او شمېرې ناقصي او مبهمې دي، چې تر ټولو مهم لامل یې ویره او شرم ښودل شوی دی. له دې نه ویره چې ټولنه کې به مسخره شي، پر خپلې کورنۍ د نه باور ويره، بالاخره په فرد کې ددې ویره چې د تاوتريخوالي عامل یې نور ونه کړوي یا دا چې ژوند به یې له ګواښ سره مخ شي، ځکه خو دا خبره پټوي.9

 هغه سزاګانې چې د زده کړو د پاتې کېدو لامل کېږي: ښايي دا جمله مو ډيره اوریدلې وي، چې ((تړتک دې ټولوه نور دې دغه مکتب کې ونه ګورم.))

تهديد او له زده کړو پاتې کېدل د ماشوم پر وړاندې تاوتريخوالی دی او د ماشوم د لومړني حق نه ښکاره سرغړونه ده، له دغې ناحیې ماشوم ته پيدا شوې انديښنه روحي، شخصيتي او ټولنيزه شکنجه ګڼلی شو. د ټولګيوالو او کورنۍ په منځ کې دغه شان روحي او ټولينز تاوتريخوالي د ماشوم روح او روان له فکري کړکيچ سره مخ کوي.   دغه شان سزاګانې موږ حتا په پوهنتونو کې هم وينو چې له امله یې ګڼ ځوانان له زده کړو محروميږي، چې له دغې ناحيې را پيدا شوې عقدې بیا ټولنه ډير ناسم لوري ته بیايي.

 د زده کړو پر مهال پر ماشومانو کار: دا وخت په افغانستان کې ګڼ شمېر کاريګر ماشومان شته چې د اساسي قانون او د ماشوم د نړيوال تړون له مخې باید ښوونځيو کې وای، خو موږ  ګورو چې دوی په واټونو او غیر رسمي ځايونو کې سرګردانه ګرځي او په بېلابېلو کارونو اخته دي.  سربیره پر دې ډیر زیات ماشومان داسې هم دي چې له ښوونځي نه له راوتو  وروسته د خپلو زده کړو او کورنۍ د لګښتونو د پوره کولو لپاره پاتې ورځ په سختو کارونو تيروي. دغه ډول ماشومان چې کره شمېره یې مالومه نه ده په يو ډول سره د کورنۍ او ښوونځي ترمنځ په  هغو سختو شرايطو کې ژوند کوي چې هره شيبه د ورسره کېدونکي تاوتريخوالي احساس کولی شي. دا ماشومان د خپلو زده کړو د درانه بار سره سره د کورنۍ د اقتصادي اړتياوو د پوره کولو دنده هم په غاړه لري چې دا کاملا یو ګران او له وس وتلې خبره ده. هغه وخت چې زه ښوونځي کې وم، ښوونکو به له خپلو زده کوونکو غوښتل چې په کرونده کې ورسره مرسته وکړي، موږ په له ناچارې ورځې يا هم د ناکامولو له ويرې ښوونکي سره د ځمکو د حاصلاتو په راټولولو کې مرسته کوله، دا د تاوتريخوالي هغه سخته بڼه ده چې دلته معمولا ښوونکي سره د مرستې په نوم توجيه کېږي.

د ماشومانو ودونه او له زده کړو محروميت: د ماشومانو يوه ډیره لويه برخه د ښوونځي په عمر کې زده کړې پريږدي او ودونه کوي.د افغانستان ګڼ شمېر ماشومان په تنکي عمر کې ودونه کوي، چې له امله یې زده کړې نيمايي کې پريږدي چې په غير مستقيم ډول له ډير سخت ښوونيز تاوتريخوالي سره مخ کېږي، په دې کې هغه ماشومان چې له کوژدې او واده سره سره خپلو زده کړو ته دوام ورکوي، دوی بيا په ښوونځيو کې له توپيري چلند سره مخ کېږي او نور ټولګيوال ورنه لري ساتل کېږي. له زده کړو نه په دغو محرومو شويو ماشومانو کې بیا ګڼ شمېر نجونې دي چې له واده وروسته د حامله ګۍ او مورکېدو له وجې نشي کولی په هم مهالي ډول د کور کارونو او زده کړو ته رسیدګي وکړي.

 زیانمنېدونکي ماشومان: په دې کې معمولا هغه ماشومان چې معلولیت ولري، د هغه قومونو ماشومان چې له ټولنې ګوښه شوي  او د ديني او فرهنګي اقلیتونو او کډوالو ماشومان ... په ناروغيو لکه پر ایډزمبتلا ماشومان... دا ټول هغه ماشومان دي چې په ښوونځيو کې له تاوتريخوالي سره مخ دي. دوی سره د کېدونکو پيښو کره شمېرې نشته، خو له نړيوالو شواهدو داسې څرګنديږي چې دغه ډلې ماشومان تر نورو ډیر تاوتریخوالی زغمي، خو کره احصایه یې نه ده اخیستل شوې.10 په افغانستان کې یې يوه بېلګه د اهل هندو ماشومان دي چې د مذهبي تبعيض له امله نشي کولی په عادي ښوونځيو کې زده کړې وکړي.

 د ښوونکو کاري بوختیاوې: دا مهال ګڼ ښوونکي د بيوزلۍ او د ژوند د لږو شونتیاوو له امله اړ دي چې د خپل ژوند د پرمخ بیولو لپاره په پاتې وخت کې یا له خصوصي ښوونځيو سره کار وکړي او یا په بازار کې له نورې مزدورۍ پسې وګرځي.  دا کار ډیرې ناوړه او ويجاړونکي پايلې لري، له رواني پلوه دومره بوخت او سرګردانه ښوونکي معمولا د زیات عصبي فشار له امله ژر په غوسه کېږي، چې ددوی دغه حالت تاوتریخوالي ته زمينه مساعدوي، ددې امکان ډير لیدل کېږي چې ژر حوصله بایلې او پر ماشومانو خپله غوسه سړه کړي.

 د ماشوم مفهوم لا هم سم تعریف شوی نه دی: زموږ په ټولنه کې د ماشوم مفهوم لا هم له ګڼو ابهاماتو سره مخ دی، لکه په عامه ځايونو کې ماشوم یو ډول تعريفيږي، په ټولنيزو مسايلو کې بل رنګ تعريفيږي او د هيواد په بیورکراسۍ او د کار ګمارنې په قوانينو کې بل شان تعریف شوی دی، له بل پلوه دیني علما یې د شرعي احکامو له مخې په جلا بڼه تعريفوي، که څه هم زموږ په محاکمو کې فیصلې د شرعي قوانينو په اساس کېږي، خو ددې ترڅنګ مدني قوانين هم خپل مهم نقش لري، له بل پلوه زموږ دوديز قوانين او عرف کې بیا ماشوم بل ډول ګڼل کېږي، په دوديز لیدلوري کې ماشوم د کم عقل، وړوکی او ناپوهه معنا لري، چې حتما باید په وهلو او ټکولو لارې ته سیخ شي، د ماشوم په اړه دغه شان ذهنیت ډیر زوړ او پخوانی دی چې له بده مرغه لا هم زموږ په ټولنه کې له ماشوم سره د همدغه ذهنیت په اساس چلند کېږي.

  متضاد ښوونيز سیستم: زموږ په ښوونيز سیستم کې نوي او زاړه عناصر دواړه موجود دي، چې دغه کار یو ډول متضاد حالت رامنځته کړی دی. په داسې حال کې چې زموږ په ښوونیز نظام کې يو شمېر نويو او عصري مفاهيمو او ميتودونو نه کار اخیستل کېږي، خو له دې سره سره د دوديز ښوونيز نظام درناوی کېږي. یعنې داسې سیاستوال او دولتي نظریاتي کسان شته چې ماډرن ښوونيز نظام ته د يوې غربي پديدې په سترګه ګوري، لا هم په دې سوچ او فکر کې دي چې ښوونيز سیستم هغه پخواني حالت ته بوځي. له بلې خوا په پخوانيو حکومتونو کې به د استادانو په عقیدتي او سیاسي تمايلاتو ډیر حساب کېده، خو د هغوی په حرفوي صلاحیتونو او وړتیاوو ټينګار نه کېده، په افغانستان کې د نوي نظام او اساسي قانون له راتګ سره لږ ترلږه په قوانينو کې دا مساله حل شوې، خو په عملي ډګر کې لا هم ددې انديښنه موجوده چې په سیمه یزه کچه او فردي توګه ممکن تر مسلک سیاسي تمايلاتو ته ترجیع ورکول شي. د زاړه فکر خاوندان لا هم نشي کولی له ماشوم سره تاوتریخوالی وغندي دا ځکه چې په زاړه ښونيز فکر کې د ماشوم د اصلاح یوه لاره د هغوی بدني تنبیه او ځورول دي.

 د افغاني تولنې په فرهنګ کې د ماشومانو وضعیت: له ماشومانو سره تاوتریخوالی زموږ په فرهنګ کې ژوره ريښه لري. د افغانستان په کلاسیکو ادبیاتو کې له ماشوم سره د تاوتریخوالي په کېدو ټينګار شوی دی. د پښتو ژبې کلاسیک شاعر حمید مومند ويلي چې ډب نه وي ادب نشته وهل ټکول د ماشوم په روزنه کې مهم ټکی بولي. په افغانستان کې څه دپاڅه سل کاله پخوا عصري مکتبي زده کړې راغلې، ښوونځي جوړ شول، خو له دې سره سره لفظي تاوتریخوالی او بدني تنبیه زموږ د ښوونکو ورځنی کار وګرځيد،  شیخ سعدي په ګلستان کې لیکي: استاد معلم چو بود بی‌آزار/ خرسک بازند کودکان در بازار. ځينو ښوونکو به ددغه شان فرهنګي بستر له مخې له ماشومانو سره تاوتریخوالی توجيه کاوه.

په ښوونځيو کې د قوانينو نه پلي کېدل: د افغانستان د معارف د قانون د نهه دیرشمې مادې له مخې، د زده کوونکو هر ډول جسمي او روحي تعذيب حتا که د اصلاح او تاديب په منظور وي منع دی. سرغړونکي د قانون له احکامو سره سم تر عدلي تعقيب لاندې نيول کېږي.دا چې څومره ښوونکو ته ددومره پراخ تاوتريخوالي له امله سزا ورکول شوې په اړه یې کره شمېرې نشته، يوازې تیر کال په غزني ولایت کې يو زده کوونکي چې د خپل استاد له خوا سخت وهل شوی و، چې لاس یې مات شوی و، د غزني د پوهنې وزیر رسنيو ته ويلي و، چې نوموړی ښوونکی يې له دندې ګوښه او عدلي ارګانونو ته سپارلی.11

د نوي نسل دود ماتونه: د نوي نسل له خوا د دودونو او نورمونو ماتول يو بل لامل کېدای شي  چې له امله یې د ښوونکو او زده کوونکو ترمنځ تضاد رامنځته کېږي. د نسلونو ترمنځ تفاوت او فرق يوازې په سن او سال نه بلکې د هغوی په باورونو او د زده کړو په لارو چارو کې هم لیدل کېږي، خو په تیره لسیزه کې افغانستان کې دغه تفاوت اوج ته رسیدلی دی او زموږ ځوان نسل تر پخوا ډير په بیړه بدل شوی دی. دلته زده کوونکي د خپل محيط نه په الهام اخيستو ښوونځي ته ننوځي چې له امله یې د مشرانو کړه وړه له کورنې نيولې تر ټولنې او ښوونځي له دوی سره فرق کوي، چې د عمر همدغه تفاوت ډير کله د زده کوونکو او ښوونکو ترمنځ د اختلاف او تاوتریخوالي لامل کېږي، ځکه ځيني استادان دا خپله دنده ګڼې چې ماشومان د نوي عصر له ارزښتونو لري وساتي او فکر کوي چې دا ددوی له پاره مناسب شیان نه دي.

 داسې ښکاري چې د افغانستان په ښوونيز نظام کې د ماشومانو پر ضد تاوتریخوالی دومره ژورې ريښې لري، چې حتا د ډیرو په ذهنونو کې یې رسمي بڼه غوره کړې ده، چې دې ته موږ  د سټرکچرز یا جوړښتي تاوتريخوالی ويلی شو. په دې معنا چې تاوتریخوالی د يو روش او میتود په بڼه د ټولنې په هره برخه کې ريښې ځغلولي دي چې هر ځای کې ماشوم ورسره مخ او د لویانو له خوا هغه په بېلابېلو پلمو توجيه کېږي.

 له شک پرته ښوونځيو کې  جسمي او روحي تاوتريخوالی د ماشوم د فيزيکي او فکري ودې پر وړاندې لوی خنډ ګڼل کېږي. چې له امله یې د ماشوم ټولنيز مهارتونه کميږي، تشويش، خفګان ، انديښنه، غوسه او له نورو سره یې قصد زياتيږي چې دا خپله په ښوونځيو کې د تاوتريخوالي د دوام تر ټولو ستر لامل ګڼلی شو.13

Subscribe to comments feed Comments (9 posted)

avatar
Shamasha 17/07/2015 10:25:21
Pin my tail and call me a doknye, that really helped.
avatar
Aravind 17/07/2015 14:08:35
Hot damn, lokiong pretty useful buddy.
avatar
Lucas 18/07/2015 16:27:38
Heck of a job there, it <a href="http://hspneqm.com">abtolusely</a> helps me out.
avatar
Vilma 18/07/2015 22:45:32
It's always a relief when someone with obvious exsprtiee answers. Thanks! http://swaeac.com beuepays [link=http://hpvkcigfldu.com]hpvkcigfldu[/link]
avatar
Elham 21/07/2015 17:49:13
HHIS I should have thoguht of that! http://ihxsujyncci.com paciublyz [link=http://tspxojzdq.com]tspxojzdq[/link]
avatar
Gertie 16/08/2016 01:18:03
ngeri pulak aku dgr cter alam angker ko ni.. eh, angker tu amende ye? aku ni slow sikit.. huhup/s : bila nak peakknrlean bakal isteri kat blog?
avatar
Jock 16/08/2016 15:25:05
I read your post and <a href="http://ulskaqsmcyf.com">wieshd</a> I was good enough to write it
avatar
Snowy 16/08/2016 21:01:26
Sharp thiinnkg! Thanks for the answer. http://ynqbqaeenh.com vemsfalrikm [link=http://madfhff.com]madfhff[/link]
avatar
Betti 17/08/2016 02:46:52
Big help, big help. And <a href="http://yttlzw.com">sulrapetive</a> news of course.
total: 9 | displaying: 1 - 9

Post your comment

  • Bold
  • Italic
  • Underline
  • Quote

Please enter the code you see in the image:

Captcha
  • Email to a friend Email to a friend
  • Print version Print version
  • Plain text Plain text

Tagged as:

No tags for this article