Newsletter
Email:

Poll: نظر پوښتنه

د ملي یووالي حکومت له یو کلن کاره څومره راضي یاست؟
Home | خبرونه | په ننګرهار کې د انحصاري واک سیالي / صمیم سمسور

په ننګرهار کې د انحصاري واک سیالي / صمیم سمسور

Font size: Decrease font Enlarge font
image

ننګرهار د هېواد د یوې مهمې سرحدي دروازې په توګه جدي توجه او تغیرته ضرورت لري،اوسني لاریونونه،تورونه او نور اقدامات د ختیزې سیمې د بحراني کیدو لپاره زمېنه سازي کولی شي

خو په مستقیم ډول دواک او ګټو پرسر د شېرزي او ظاهرقدیر روانه سیالي او اختلاف چندان د اندېښنې وړ نه دی.

مخکې هم دوی یو د بل خلاف غونډې کولې،خو پرګټو له جوړیدو سره به بیا د فاسد،غاضب او خاین اصطلاحات چا نه یادول.

دا څه چې ادعاوې یې کېږي،د اختلاف دواړه اړخونه ترخپله وسه پکې ککړدي،مرکزي حکومت باید له دوی سره د پخوا خلاف د موقتي سازشونو او امتیازمنلو پرځای د ننګرهار دا او نورې څو معلومې کړۍ چې ننګرهاریې د مافیایي دسیسو قرباني دی،قانون او محاکمې ته راکاږي.

د خود ساخته پاچاهۍ خوبونه

د ظاهرقدیرپلارحاجي قدیرپه تنظیمي واکمنۍ کې نه یوازې د ننګرهار والي و،بلکې د ختیځ زون تنظیمه رېس یې ځان باله او حتی د ځینو حوالو له مخې ده او د لویدیز زون د هغه وخت خودساخته پاچا اسماعیل خان سره یوځای د رشید دوستم په  تقلید پخپل نامه د بانکنوټونو د چاپ خیال او او ارادې هم لرلې.

ظاهرد پلار له وژل کېدو وروسته یې تمه لرله،چې د پلار ځای ناستی او د هغه په شان د مکملو امتیازاتو خاوند به شي،خو تره یې حاجي دین محمد دا ځای خپل کړ.

دین محمد هم د نه کار او کمزورۍ له کبله له دندې یوې خوا ته او ګل آغاشېرزی چې د والیانو په کچه مشهور او د پام وړ کس و،له نېږدې اتو کلونو راهیسې ننګرهار ته راوستل شو.

اوس چې ظاهرپه هغه حالت کې نه دی،یانې د ولسي جرګې غړیتوب او نورو ځینو موقفونو ته رسیدلی،مطرح شوی،غواړي د خپلې کورنۍ بایللی او کم شوی نفوذ او دبدبه بیا ترلاسه او د خودساخته پاچاهۍ خوبونه پوره کړي.

د دې لپاره ظاهر ډېرو پیسو،امکاناتو ته ضرورت لري،هغه څه چې اوس یې ډېرنه دي په لاس کې،د ځمکو غضب ته یې ځکه په هغه ډول چې زړه غواړي لاس نه ور رسیږي،چې والي شېرزی په دې کارکې  له ده نه څو ګامه مخکې او زورور ښکاري.

شېرزی چې د ولسمشرکرزي له خورا نېږدې ملګرو څخه دی،د حاجي ظاهر په شان ورته خوبونه ګوري،دی له ځانه پرته ځکه بل څوک د دې خوبونو د پوره کیدو حقدار نه ګڼي،چې تیارپرچوکۍ ناست دی او د ځینو مخکینیو ښو کارونو په سبب یې د بیارغونې د اتل،بیلدوزر او نورو یوڅه واقعي او غیرواقعي لقبونو امتیاز هم ګټلی.

فاسد د فاسد پروړاندې

په ننګرهار کې روان اختلافونه او سیالۍ د فاسد،د فاسد پروړاندې بڼه لري،دې لوبې او سیالۍ ته د ولسي ځواک نوم ورکول په دې مناسب نه دي،چې دواړه اړخونه یې په فساد،د ځمکو په غضب او زورواکۍ تورن دي او د دواړو له ناکردو څخه د ننګرهارخلک ترپوزې راغلي دي.

روانې سیالۍ ته له دې پلوه خوشبیني په کارده،چې دوی به په ځینو ګډو فسادونو کې د شراکت له کبله د یو بل رازونه په مستند ډول په ډاګه او رسوا کړي.

مګر دا اندېښنه پرخپل ځای ده،چې په دې رسوایۍ پسې له دواړو اړخونو څخه به د پوښتنې کوم ادرس ولرو؟

مخکې هم څوځلې جلال اباد ښار د مرده باد او زنده باد دا شعارونه تجربه کړي،خو د شوو توقعاتو د پوره کیدو کوم څرک نه دی لګیدلی.

د جدي بدلون اړتیا

مرکزي دولت باید د دواړو لورو اعتراضونه جدي وګڼي او ولسمشرکرزی که په رېښتیا کوم پلاوی د دې ستونزې د څېړلو لپاره استوي،باید دا اراده له مخکې ورته ولري،چې دا ځل به ننګرهار د حکومتي او ناحکومتي مافیایي کړیو له زورورو منګولو راخلاصوي.

که داسې ونه شي،د دې سیمې د خاموش اکثریت ولس اعتراض به د دولت پرضد یوه ورځ،نه یوه ورځ را وپاریږي او له هغې مخکې به د بې ثباتۍ لپاره په دې سیمه کې ډېرداخلي عوامل تقویه شي.

له دې فرصته مرکزي دولت د يوه جدی او ګټوربدلون لپاره استفاده کولی شي،هغه دولت چې ډېرداسې فرصتونه یې په مختلفو وختونو کې ضایع کړي او خپلې ستونزې یې پرې زیاتې کړي دي.

Subscribe to comments feed Comments (10 posted)

avatar
Acank 17/07/2015 13:36:03
Dag nabbit good stuff you whreaersnppppis!
avatar
Nidzo 18/07/2015 16:25:41
Wow! Great to find a post with such a clear <a href="http://djoruvgaa.com">mesaegs!</a>
avatar
Gisela 21/07/2015 17:47:56
I much prefer inraomftive articles like this to that high brow literature. http://swpzbkxkg.com tjekbohimw [link=http://rxtbbimcxum.com]rxtbbimcxum[/link]
avatar
replica watches 19/03/2016 06:43:43
rolex, omega, cartier, breitling replica watches onsale
avatar
replica watches uk 19/03/2016 06:44:29
replica watches uk at www.copy-watches.co.uk
avatar
Veanna 16/08/2016 01:07:46
I&#39;m glad you got this fine blossom shot while you could. We had two more inches of snow this morning, but with thawing temeuratpres mid-day. Strange start to spring.
avatar
Linda 16/08/2016 01:32:01
Our reputation is so bad some do1&;82n7#t want us relocating in their states because they think we will bring our corruption with us.There is some reality to that. A former legislator took his fat state pension and moved to Florida where it cost a lot less than the mess he helped create here. Then he tried running for a city council there. The Florida people were smart enough to reject him.
avatar
Lavigne 16/08/2016 15:25:05
<a href="http://pvpxdfaely.com">Insgthis</a> like this liven things up around here.
avatar
Kaylan 16/08/2016 21:01:19
That's not just the best anewsr. It's the bestest answer! http://oxzcbjse.com hnqyaqqfmvm [link=http://cftbmb.com]cftbmb[/link]
avatar
Jaylyn 17/08/2016 02:46:52
This article <a href="http://ozwgearoq.com">achiveed</a> exactly what I wanted it to achieve.
total: 10 | displaying: 1 - 10

Post your comment

  • Bold
  • Italic
  • Underline
  • Quote

Please enter the code you see in the image:

Captcha
  • Email to a friend Email to a friend
  • Print version Print version
  • Plain text Plain text

Tagged as:

No tags for this article