Newsletter
Email:

Poll: نظر پوښتنه

د ملي یووالي حکومت له یو کلن کاره څومره راضي یاست؟
Home | خبرونه | نور اې. اين. پي نه غواړو! / ليکوال: عقيل يوسفزى/ژباړه ذبیح شفق

نور اې. اين. پي نه غواړو! / ليکوال: عقيل يوسفزى/ژباړه ذبیح شفق

Font size: Decrease font Enlarge font
image

دا پر يوه دېوال ليکل شوې جمله (موږ نور اې اين پي نه غواړو!) ده، چې ښايي د ځينو ځورېدلو او کړېدليو له خوا ليکل شوې وي.

په خيبر پښتونخوا کې د عوامي نيشنل ګوند د پېنځه کلن حکومتي بهير تر بشپړېدو وروسته که له يوې خوا عوامي نيشنل ګوند ته سياست پرمخ بيول او د خپلو غړيو ژوند ژغورل ستونزمن برېښي، نو له بلې خوا د ګوند پلويان او اړونده ادارې د دولت او قوت په نشه کې دومره مست وو، چې له روانو حالاتو بيخي ناخبره وو او يا يې ځان قصداً نه خبراوه.

همدا لامل و، چې هره ورځ به د ګوند د مشرانو له خوا ويل کېدل، چې: د ترهګرو ملا ماته شوې ده، هغوى کمزوري شوي دي، په تېښته دي او داسې نور. ... خو نن سربېره پر دې ټولو خبرو اسفنديار ولي خان اړ ووت، چې د ټاکنو کمېسيون (الېکشن کمېشن) او د خيبر پښتونخوا ساتونکي/نګران حکومت ته د يوه ليک په ترڅ کې خبردارى ورکړی، چې د هغه او د هغه د ګوند د نورو غړيو ژوند له ګواښ سره مخ دى او د هغه ګوند ته دا ګواښونه يواځې (اندېښنه) نه، بلکې يو روڼ حقيقت دى چې نوموړى ګوند ورسره  له ٢٠٠٧م کال راهيسې لاس و ګرېوان دى او په دې خونړۍ لوبه کې يې تر دې مهاله پر بشير احمد بلور، ډاکتر شمشيرعلي خان او عالمزيب خان سربېره نږدې زرګونه غړي له لاسه ورکړي دي او دا لړۍ لا دوام لري.

د اپريل په ١٦مه نېټۀ د پېښور په يکه توت کې د عوامي نيشنل ګوند پر جلسې هغه مهال ځانمرګى بريد وشو، چې د ګوند مشر غړى غلام بلور او د بشير بلور زوى هارون بشير بلور د پنډغالي پر لور روان وو. په دغه خونړي بريد کې نږدې ١٩ 
 کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، چې ډېر شمېر يې ځوانان او لارويان وو.  

تر پېښې وروسته د تحريک طالبان پاکستان وياند احسان الله احسان د بريد پړه پر غاړه واخيسته او دا يې هم وويل، چې غلام بلور ته په رسېدلي زيان بښنه غواړي. د هغه په وينا د هغوى هدف هارون بلور و، خو ځانمرګى بريدګر وارخطا شوى و.

دلته د تحريک طالبان پاکستان په پاليسو کې هم دوه مخي ښکاري، ځکه د هارون بلور وژل څه مانا؟ هغه خو نه په تېر پېنځه کلن حکومتي بهير کې د حکومتي چوکاټ غړى و او نه يې د طالبانو په وينا، د پاکستان د بهرنيو پاليسو تاييد کړى دى. بيا يې هغه ولې هدف دى؟

همداراز ارباب ايوب جان زموږ د ايالت دسياسيونو د ډلې نوموتې څېره او تکړه سياستپوه دى، چې د هغه شخصيت مخالفينو ته د بېلګې په توګه وړاندې کولاى شو، خو له بده مرغه نن هغه هم نه بښل کېږي، هغه هم د مرګ له ګواښ سره مخ دى. ښايي هغه به کله داسې نه وي انګېرلي، چې ګواکې هغه به له يوه داسې ناوړه او ترينګلي حالت  سره مخ کېږي.

عوامي نيشنل ګوند هم د پاکستان د نورو ګوندونو په څېر يو روايتي ګوند دى. د ٢٠٠١م کال د دسمبر تر ٩ مې نېټې (٩/١١) وروسته دغه ګوند پر ډېرو دننيو او بهرنيو پاليسيو، په ځانګړې توګه د پاک ـ افغان اړيکيو او بسنټپالنې په اړه څرګند موقف خپل کړى و، خو تر ٢٠٠٦م کال وروسته نوموړى ګوند د پاکستان د اسټبلشمڼت ملاتړى شو. همدالامل و، چې هغه مهال د عوامي نيشنل ګوند ملاتړ کوونکيو ګوندونو (جماعت اسلامي او مسلم ليګ) هم ترې لارې جدا کړې. هغوى ددې جدايۍ دليل دا وايه، چې: اې اين پي يو بې باوره ګوند دى، پر هغه باور کول ځان غولول دي. هغوى به ويل: نوموړى ګوند يواځې خپلې موخې پېژني او د موخو د ترلاسه کولو لپاره هر يو ګوند بدناموي.

عوامي نيشنل ګوند او مشران يې ښايي پر دې باوري وو، چې اسټبلېشمنټ ته د نېزدې کېدوله لارې به ګوند او غړي يې د طالبانو له بريدونو خوندي شي، خو له بده مرغه د هغوى دا سوچ غلط وخوت او ددې برعکس، دوى د طالبانو تر ډېرو سختو بريدونو لاندې راغلل او دا لړۍ لا روانه ده.  نوموړي ګوند د خپل حکومت ژغورنې په موخه ځان د يوې نا اهلې اوفسادې بېوروکريسۍ پر رحم و کرم پرېښود او هغه خلک يې حېران پاتې کړل، چې له نوموړي ګوند څخه يې ډېرې هيلې لرلې.

ځينې مهال به ميا افتخار حسين ته معلومه هم نه وه او د هغه پر خولې به د امنيتي ځواکونو او د بهرنۍ پاليسۍ په ملاتړ بيان ورکول کېده. نوموړى ګوند ډېر ځله په شعوري توګه د امريکا، هندوستان او افغانستان پرخلاف ډګر ته راووېستل شو او او د هغوى پرخلاف يې ويناوې پرې وکړې.

همداراز د خيبر پښتونخوا د پخواني لومړي وزير حيدر خان هوتي پر خُوله دا هم وويل شول، چې: د سوات تر امن لوظنامې وروسته به چې کوم نظام رامنځته کېږي، هغه به د ټول هېواد لپاره بې سارى نظام وي.  

تردې وروسته د ګوند مشر اسفنديار ولي خان له C.N.N تلويزيون سره د يوې مرکې پر مهال دا هم وويل: (که چېرې ناټو له افغانستان څخه پر پاکستان بريدونه بند نه کړي، نو موږ به افغانستان ته غاښ ماتوونکى ځواب ورکړو.)

سربېره پر دې شهيد بشير بلور خو آن دا هم وويل، چې ځانمرګي بريدونه افغانستان کې روا او دلته (پاکستان) کې ناجایز دي. هغه پر بريدګرو غږ وکړ، چې که غواړي (جهاد) وکړي، نو افغانستان ته دې لاړشي، دلته دې بريدونه نه کوي.

همداشان په پاى کې د نورو په هڅونه او فشار پر ميا افتخار حسين دا هم وويل شول، چې: (پاکستان تلپاتې هېواد دى او ټول عمر به روغ رمټ وي).

دا ټولې ويناوې او ګامونه، نه يواځې د نږدې تېر وخت يادونه دي، بلکې د راتلونکي تاريخ يوه نه هېرېدونکې او تلپاتي برخه ده.

پوښتنه دا ده چې نوموړي ګوند د خپل حکومت پر مهال د خپلو مشرانو او کارکوونکيو ژوند ونشو ژغورلاى او د بشير احمد بلور په څېر خوله ور مشر يې لاسه ورکړ،  د هغه امنيت يې هغه ډول خوندي نه کړاى شو، لکه څنګه چې اړتيا وه،  نو دوى اوس له نګران/ساتونکي حکومت څخه د امنيت غوښتنه څنګه کولاى شي؟

آيا ساتونکى/نګران حکومت دومره واک و ځواک لري، چې هغه د بېلابېلو ګوندونو مشرانو ته ورکړل شوې امنيتي ګارډ بېرته واخلي او يا يې ورکړي؟ عوامي نيشنل ګوند پر دې حقيقت پوهېږي، چې ددې واک واګې له ايالتي حکومت سره نه، بلکې له بل چا سره دي.

رښتيني کيسه خو دا ده، چې په دې ډرامه (حکومت) کې د عوامي نيشنل ګوند يو اړخيزې مخلصۍ او رښتينولۍ دا ګوند هغه ځاى ته ورساوه، چې هلته اوس له څلورو خواوو محاصره شوى دى. ددې ډرامې ليکونکيو اوس ددغه ګوند له صحنې څخه د وېستلو پرېکړه کړې ده او دا هر څه له نوې ليکل شوې کيسې (سکرېپټ) سره سم روان دي. د يو اړخيزې اوغېر مشروطې مخلصۍ او مينې همدا پايله وي.

ددې مينې او مخلصۍ د شلېدلي تار د بيا پيوند لپاره د ګوند مشـر اسفنديار ولي خان د نوموړي ګوند د مشـر غړي حاجي عديل وينا د هغه (ځانګړى نظر) وباله، خو له بده مرغه په دې هم د يارۍ شلېدليو تارونو بيا پيوند وانخيست او خبره د ټاکنو کمېسيون ته د ليک تر ليکو ورسېده.

په راتلونکي کې به څه پېښېږي او عوامي نيشنل ګوند به خپل ټاکنيز کمپاېن څه ډول پرمخ بيايي؟ ددې خبرې اټکل ناشونى نه دى، ځکه له روانو حالاتو هر څه د رڼو اوبو په څېر صفا ښکاري او دا هم پرديوال ليکل شوې هغه جملې ته ورته ده، چې هر څوک يې لوستلاى شي.

Subscribe to comments feed Comments (5 posted)

avatar
Abby 17/07/2015 06:32:41
Plenaisg to find someone who can think like that
avatar
Rohit 17/07/2015 07:55:57
This is crtasyl clear. Thanks for taking the time!
avatar
Imaan 18/07/2015 16:14:34
If my problem was a Death Star, this article is a photon <a href="http://fuirdxp.com">tooprde.</a>
avatar
Jorge 18/07/2015 22:39:57
Finding this post has anrwesed my prayers http://pobbrr.com khklykz [link=http://mrnpaicpz.com]mrnpaicpz[/link]
avatar
cheap christian louboutin 10/12/2016 07:36:34
هغه باور کول ځان غولول دي. هغوى به ويل: نوموړى ګوند يواځې خپلې موخې پېژني او د موخو د ترلاسه کولو لپاره هر يو ګوند بدناموي.
total: 5 | displaying: 1 - 5

Post your comment

  • Bold
  • Italic
  • Underline
  • Quote

Please enter the code you see in the image:

Captcha
  • Email to a friend Email to a friend
  • Print version Print version
  • Plain text Plain text

Tagged as:

No tags for this article