Home | طبیعی پیښې

طبیعی پیښې

په هندوستان کې د راتلونکي اوړي ګرمیو ته چمتوالی نیول کیږي.

د هند هېواد داسې پلانونه طرحه کړي چې د هند په دوو خورا گرمو سیمو کې چې هر کال د سختې کرمۍ له څپو سره مخامخ دي، خلک د گرمې هوا له اثرونو څخه وژغوري. ... Full story

ټایوان کې زلزله شوې، لسګونه کسان یې وژلي.

په ټایوان کې یوې زلزلې یو شمېر ودانۍ ورانې کړي او لږ تر لږه ۱۱ کسان یې وژلي دي. زلزله د ټایوان په لودیځ کې د ټینان په ښار کې شوې ده. چارواکي وایي چې په لسگونو تنه لا د نړیدلو ودانیو لاندې ګېر پاتې دي چې شاید د مړو شمېر لوړ شي. ... Full story

روان حالت به د ښار هوا لا ککړه کړي.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې وویل چې د کابل ښار د چاپیریال روان وضعیت به د دې ښار هوا لا ککړه کړي. د افغانستان د چاپيریال ساتنې اداره، د کابل ښار پر چاپیریال اندېښنه څرګنده وي او وايي چې د ښه کولو لپاره یې اقدامات اړین دي. ... Full story

په امریکا کې د واورې له امله بېړنی حالت اعلان شوی

په متحده ایالتونو کې د بېړني حالت اعلانېدو سره هممهاله، توپان پیل شوی دی چې اټکل کېږي د واورې او باران نوی ریکارډ به جوړ کړي. د ختیځې امریکا په وخت د جعمې په ورځ له غرمې وروسته د باران د پیل په لومړیو ساعتونو کې، د دې توپان په پېښو کې ۸ کسان مړه شوي دي. ... Full story

سختو واورو د غور د نهو ولسوالیو لارې بندې کړې دي.

د غور ولایت د بیړنیو پېښو د کمیټې رییس حمیدالله دادفر رسنیو ته وویل، چې په دې ورستیو څو ورځو کې د واورو وریدو له امله د غور د ۹ ولسوالیو لارې له مرکز سره، او د غور – کابل لویه لاره تړل شوې ده. ... Full story

کابل او یو شمېر ولایتونه زلزلې ولړزول.

د افغانستان د پلازمېنې کابل په شمول یو شمېر ولایتونه نسبتاً زورورې زلزلې ولړزول. د امریکا د متحدو ایالتونو د زلزلې پېژندنې د ادارې راپور وایي چې د دې زلزلې مرکز، چې شدت یې د ریښتر په حساب ۵ اعشاریه ۶ درجې و، تر مځکې ۲۴۲ کیلومټره او ۹۰۰ متره لاندې و. ... Full story

د نړۍ تر ټولو د لوړې ودانۍ تر څنګ د اور لمبې.

په دوبۍ کې د نړۍ تر ټولو د دنګ برج الخلیفه ترڅنګ په یوه ودانۍ کې اور لګېدلی دی. ټاکل شوې وه چې په دې ځای کې د نوي ز کال په مناسبت لویه مېله جوړه شي. تېر کال د برج لخلیفه په شاوخوا کې د نوي کال د لمانځلو مراسمو ته یو ملیون تنه را غوڼد شوي وو. ... Full story

اورلګېدنې یو شمېر کورونه وران کړل.

د اسټراليا چارواکي وايی د ويکټوريا ايالت کې د کرېسمېس پر ورځ د اور لګېدنې له امله تر ۱۰۰ زيات کورونه ويجاړ شوي دي. د چارواکو په وينا، وای سمندر سيمه کې ۹۸ کورونه او سيپريشن کريک سيمه کې ۱۸ کورونه سوځېدلي دي. ... Full story

په افغانستان کې یوې پیاوړې زلزلې لسګونه کورونه زیانمن کړل.

د تېرې شنبې په شپه یو ځل بیا د افغانستان ځينې سيمې يوې پياوړې زلزلې ولړزولې. زلزله د ریښتر په کچه شپږ اعشاريه درې درجې او مرکز يې د بدخشان فيض آباد ښار و. ... Full story

د ځمکې ښووېدو پېښه کې یو شمېر کسان لادرکه دي.

وروسته له هغه چې د چين په سويلي ښار شېنژين کې د ځمکې ښووېدو له امله ۳۳ ودانۍ ونړېدې سلګونه ژغورونکي د ژوندي پاتې کسانو پلټنه کوي. د شېنژن ښار چارواکي وايي تر اوسه اووه کسان چې لږ ټپونه لري له کنډو کپرو ژوندي ایستل شوي او ۹۱ کسان لا هم لادرکه دي. ... Full story

زورورې زلزلې افغانستان او ګاونډي هېوادونه ولړزول

د امریکا د زلزله پېژندنې نړیواله اداره وايي چې د تېرې شپې زلزلې، چې مرکز یې د افغانستان په شمال ختیځ کې و، شدت د ریښتر په مقیاس ۵ اعشاریه ۹ درجې و. دا زلزله د افغانستان د پلازمېنې او ګڼو شمالي ولایتونو ترڅنګ په پاکستان او تاجکستان کې هم احساس شوه. ... Full story

په هند کې سېلابونو ۷۰ کسان وژلي دي.

راپورونه وايي د هند په سويلي ښار چنای کې د ډېرو اورښتونو له امله راوتلو سيلاوونو ۷۰ کسان وژلي دي. د ښار لوی واټونه اوبو لاندې کړي او د چنای ښار بند دی. په تېره اوونۍ کې د سختو اورښتونو له امله ډېری پوهنتونونه، ښوونځي او دفترونه تړلي وو. ... Full story

د فابریکې د ودانۍ د نړېدو له امله لسګونه کسان وژل شوي.

د پاکستان د پنجاب ایالت په لاهور ښار کې د یوې فابریکې د نړېدو له امله لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي دي. د ژغورونکې ډلې یوه غړي ویلي چې دغه پېښه د لاهور ښار په سوداګریزه سیمه سندر انډسټریل اسټیټ کې پېښه شوې. ... Full story

فلپین کې اورلګېدنې یو شمېر کسان وژلي دي.

پولیس وایي د دې هېواد په يو مارکېټ کې د اور لګېدو له امله د شپږو ماشومانو په ګډون ۱۵ سوداګر وژل شوي دي. ويل کېږي دغه پېښه د فلپين په زمبونګا ښار کې رامنځ ته شوې چې شاوخوا ۱۵ کسان په کې ټپيان شوي هم دي. ... Full story

د افغانستان حکومت به له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي.

د افغانستان حکومت هڅه کوي چې د زلزلې له امله له خلکو سره د وراوښتو تاوانونو په برخه کې مرسته وکړي. د همدې هڅو یوه برخه له لرو پرتو سیمو څخه کابل ته د سختو ټپیانو لېږدول دي چې چارې یې د افغان امنیتي ځواکونو او هوایي پوځ لخوا پر مخ بېول کیږي. ... Full story

په افغانستان کې د زلزلې له امله ۷۶ کسان وژل شوي.

د افغانستان له طبیعي پیښو سره د مبارزې د ملي ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس وایي چې د دغې ادارې سیمه ایز ټیمونه د زلزله ځپلو سیمو ته تللي او د سیمه ایزو خلکو سره یې د زلزلې د قربانیانو د ژغورنې په عملیاتو کې همکاري کړې ده. ښاغلي سیاس رسنیو ته وویل چې تراوسه چې دوی کوم معلومات ترلاسه کړي دا ښيي چې په زلزله کې ۷۶ تنه وژل شوي او ۳۴۳ نور ټپیان شوي دي. ... Full story

کېدای شي په مکسیکو کې توپان زیانونه واړوي.

د مکسيکو ولسمشر خبرداری ورکړی د پاتريشيا توپان چې سخت باران ورسره مل دی کېدای شي د سيلابونو او ځمکې ښووېدو لامل وګرځي. ولسمشر انريک پينا نيتو ويلي: دا د امريکا په لويه وچه کې تر ټولو پياوړی توپان دی او تر اوسه يې له هغه څه لږ زيان اړولی چې وړاندې يې وېره وه. ... Full story

په کلفورنیا کې د اور لګېدو له امله زرګونه کورنۍ تښتېدلې دي.

د امریکا د کلفورنیا ایالت په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې خطرناک اور بل شوی چې زرګونه خلک یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي. د کلفورنیا د ځنګلونو د ساتنې او اطفايي چارواکي وايي چې اور د شنبې په ماسپښین د سن فرانسېسکو د شمال په ۱۰۰ میلۍ کې، د لېک په ولسوالۍ کې ولګېد او ډېر ژر هغو ځنګلونو او ونو ته ورسېد چې له تېرو څو کلونو راهیسې وچکالۍ ځپلي دي. ... Full story

د ګازو ډبې چاودنې ۸۹ کسان ووژل

هند کې پولیس وايي د دغه هېواد مدهیه پردېش ایالت یوه رستورانت کې د ګازو ډبې چاودیدو له امله ۸۹ کسان وژل شوي او لسګونه نور زخمیان دي. رستورانت د بسونو یوه تم ځای ته څېرمه موقعیت لري، چې پکې ګڼه ګوڼه دېره وي. ... Full story

په وېنزوېلا کې اور لګېدنې ۱۷ کسان وژلي.

چارواکي وايي د وېنزوېلا، ويلنسيا ښار په ټاکيويټو بندځای کې د اور لګېدلنې له امله ۱۷ کسان وژل شوي دي. د دې بندځای يوه بندي ويلي چې برېښنايي سیمونو کې د ستونزو له امله د اور لګېدنې دغه پېښه رامنځ ته شوې ده، خو دغه ادعا تر اوسه په رسمي ډول نه ده تاييد شوې. ... Full story

1 2 next total: 24 | displaying: 1 - 20